د مې ۱۶مه، د امریکا د کانګرس ۱۰۶ غړو په یوه رسمي لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت فرعي کمېټې څخه غوښتنه کړې، چې د ۲۰۲۶ مالي کال په بودیجه کې د افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړې ۲۰ زره ویزې تصویب کړي.
په افغانستان او پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان چې له کلونو راهیسې د امریکا د کډوالۍ ځانګړو ویزو یا ایسایوي ته په تمه دي، د کانګرس له دې غوښتنې هرکلی کوي، خو په دې برخه کې د عملي او چټکو اقداماتو غوښتونکي دي.
په کابل کې مېشت نوید چې «ایسایوي» کېس لري او څه باندې درې کاله کېږي چې امریکا ته د لېږد په تمه دی، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"دا کومه غوښتنه چې د امریکا کانګرس کړې، زه ترې هرکلی کوم، خو هیله او توقع مې دا ده چې دوی کارونه چټک مخ ته یوسي، ځکه د افغانستان وضعیت خو ټولې نړۍ ته معلوم دی او په ځانګړې توګه موږ غوندې کسانو ته چې کېسونه لرو، وضعیت ډېر خراب دی. اقتصادي ستونزې بېخي ډېرې دي او ترڅنګ یې امنیتي ستونزې هم شته. باید کارونه تیز کړي چې موږ پخیر لاړ شو."
په پاکستان کې، په اسلاماباد کې مېشت یو افغان پناه غوښتونکی پیکار چې څلور ماشومان لري، وايي په افغانستان کې یې له امریکایي سرتېرو سره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کړې، خو اوس په پاکستان کې بېبرخلیکه پروت دی.
"موږ په افغانستان کې د امریکا له پوځیانو او ډیپلوماتانو سره په ډېرې رښتینولۍ کار کړی، او د ترهګرۍ پر وړاندې مو په ګډه مبارزه کړې، د امریکا د موخو د ترلاسه کولو لپاره مو ګام په ګام له دوی سره مرسته کړې ده. هیله مو دا ده چې له موږ سره کړې ژمنې عملي شي. څه باندې درې میاشتې کېږي چې د لېږد لړۍ په بشپړ ډول درېدلې ده. غوښتنه مو دا ده چې دغه لړۍ بېرته عادي حالت ته راوګرځي، او دا کوم کسان چې بېبرخلیکه دي، برخلیک یې معلوم او ژر تر ژره امریکا ته ولېږدول شي."
په اسلاماباد کې یو بل افغان پناه غوښتونکی رفیعالله وايي، له تېرو دریو کلونو راهیسې هلته اوسیږي، خو اوس له پاکستانه د ډیپورټ له خطر سره مخ دی.
"شاوخوا درې کاله کېږي چې په پاکستان کې اوسیږم. له هغې وروسته چې امریکا د کېسونو چارې درولې، پخپله د دوی ډېری چارواکي دا خبره کوي چې باید دغه لړۍ پیل شي او جریان دې ولري، خو په عمل کې موږ داسې څه نه ګورو. موږ په پاکستان کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو."
د امریکا د کانګرس د ۱۰۶ غړو په دې لیک کې راغلي:
"د امریکا د کډوالۍ ځانګړو ویزو لپاره وړ افغانانو په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره، د متحده ایالاتو په مشرۍ، د ډیموکراسۍ او پوځي هڅو کې خدمت کړی. زموږ امنیت او پیاوړتیا ته یې د پام وړ خدمتونه وړاندې کړي دي. موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې د افغانستان SIV پروګرام لپاره کافي ویزې شته، او د پروګرام د فعال ساتلو لپاره اړین اقدامات وشي، ترڅو د جګړې په وخت کې د دې متحدینو امنیت ډاډمن شي."
په دې لیک کې همداراز راغلي، چې د امریکا کانګرس باید د پخوانیو تړونونو پر بنسټ عمل وکړي، څو اجرایوي څانګه وکولی شي هغو افغان وګړو ته ویزې ورکړي، چې د طالبانو، القاعدې او نورو دښمنو ډلو لهخوا د متحده ایالاتو لپاره د دوی د خدماتو له امله له جدي ګواښونو سره مخ دي.
د افغانانو لپاره د امریکا د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) پروګرام، لومړی ځل په ۲۰۰۹ کال کې د افغان ـ امریکایي متحدینو د ساتنې قانون له لارې نافذ شو، څو د هغو افغان پناه غوښتونکو لپاره د ژوند ژغورنې لاره چمتو کړي، چې د امریکایي سرتېرو، ډیپلوماتانو او قراردادیانو سره د کار کولو له کبله یې ژوند له خطر سره مخ دی.
خو د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال په جنورۍ میاشت کې واک ته له بیا رسېدو سره سم، د یوه اجرایوي فرمان په لاسلیکولو سره، دغه هېواد ته د ټولو پناه غوښتونکو او کډوالو سفر او د نویو کډوالو چارو ته د رسېدو حالت وځنډاوه.
که څه هم د فرمان له لاسلیک وروسته هم هغه کسان چې ایسایوي کېسونه لري، په خپل لګښت امریکا ته تللي، خو د کډوالۍ د ډلبندۍ «پي ۱» او «پي ۲» د لېږد او بیا مېشتېدنې چارې په ټپه درېدلې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته، شاوخوا دوه لکه افغان وګړي امریکا ته د بېلابېلو پروګرامونو په چوکاټ کې لېږدول شوي، خو د بېلابېلو راپورونو له مخې، لاهم لسګونه زره افغانان د افغانستان په ګډون، بېلابېلو هېوادونو کې بند پاتې دي.