د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۲

د طالبانو د حکومت او روسیې لوړپوړو چارواکو د اقتصادي همکاریو پراخولو ژمنه کړې


د طالبانو د حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال مارات حوسنولین سره د لیدنې پر مهال
د طالبانو د حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال مارات حوسنولین سره د لیدنې پر مهال

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، د دغه حکومت د رئیس‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوي د پنجشنبې په ورځ د روسیې له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره د کازان په ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو په اړه خبرې کړې دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رئیس‌الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ملا برادر د روسیې د موردوویا جمهوریت له ولسمشر ارتیوم الکسیویچ زدونوف سره لیدلي دي. د خبرپاڼې له مخې، دا لیدنه د کازان د اقتصادي فورم په څنډه کې ترسره شوې، چې پکې دواړو خواوو د کرنې، سوداګرۍ، برېښنا، صنعت او کانونو په برخو کې د همکارۍ د پراخېدو پر امکاناتو بحث کړی دی.

خبرپاڼه د ملا برادر له قوله لیکي، چې افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې د پانګونې پراخ فرصتونه لري، او بهرني پانګوال کولی شي په وچو او تازه مېوو، قېمتي ډبرو، مرمر، وطني غالیو او نورو طبیعي سرچینو کې پانګونه وکړي. هغه دا هم ویلي، چې افغانستان له موردوویا څخه د صنعتي تجهیزاتو، برېښنایي وسایلو، نفتي موادو او ساختماني توکو وارداتو ته لېوالتیا لري.

د طالبانو د خبر پاڼې له مخې موردوویا ولسمشر ارتیوم زدونوف له افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا ته هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د طب، کرنې، انرژۍ او درملو په برخو کې د ګډ کار لپاره چمتو دي. نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې غواړي له قزاقستان، ازبکستان او افغانستان له لارې خپل صادرات پیل کړي.

په یوه بله جلا خبرپاڼه کې د افغانستان کې د طالبانو د حکومت د اقتصادي مرستیال دفتر ویلي، چې ملا عبدالغني برادر د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال مارات حوسنولین سره هم لیدلي او دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي. ملا برادر د دې لیدنې پر مهال د روسیې له سترې محکمې مننه کړې، چې د طالبانو نوم یې له ممنوعه ډلو ایستلی.

هغه زیاته کړې، چې دوی هڅه کوي افغانستان د سیمې د اقتصادي اتصال مرکز وګرځوي او غواړي روسیه ورسره په ښار جوړولو، سړکونو، برېښنا، ښوونځیو، روغتونونو او د ترانسپورټي دهلیزونو په برخو کې همکاري وکړي.

د طالبانو د حکومت خبرپاڼه زیاتوي، چې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال حوسنولین له افغانستان سره د دوه اړخیزو همکاریو پراخېدو ته هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې هېواد یې چمتو دی څو د افغان–ټرانس دهلیز د بشپړېدو او د سوداګرۍ، ترانسپورټ او بانکي همکاریو په برخو کې تخنیکي ټیمونه کابل ته واستوي.

دغه لیدنې په داسې حال کې ترسره شوې، چې د روسیې د صنعت او سوداګرۍ د وزارت لومړي مرستیال واسیلي اسماکوف هم د کازان اقتصادي فورم په ترڅ کې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر پراخ امکاناتو ټینګار کړی دی. نوموړي د افغانستان طبیعي سرچینې "حیرانوونکې" بللې او ویلي یې دي، چې دغه هېواد تل د سیمې د سوداګرۍ یوه مهمه څلورلاره پاتې شوې ده.

په یاد اقتصادي فورم کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پلاوي د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ګډون کړی دی.

روسیه له هغو ګوتو په شمېر هېوادونو څخه ده، چې که څه هم په افغانستان کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ورسره ډیپلوماټیکي اړیکې لري او مسکو کې یې د طالبانو ډیپلوماټان منلي دي.

XS
SM
MD
LG