د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۳

امریکا د زرګونو افغان کډوالو د موقتي خوندیتوب د وضیعت لغوه کول تایید کړل


عکس له ارشیف څخه اخیستل شوی دی.
عکس له ارشیف څخه اخیستل شوی دی.

د امریکا د کورنۍ امنیت وزارت وايي، په متحده ایالاتو کې د مېشتو زرګونو افغان پناه‌غوښتونکو موقتي خوندي وضعیت یا "ټي‌پي‌اېس" پروګرام به د روانې مې په ۲۰مه پای ته ورسېږي، او لغوه کېدل به یې د جولای له ۱۲مې څخه عملي شي.

د امریکا د کورنۍ امنیت وزیرې کریسټي نوم پرون دوشنبه د مې ۱۲مه په یو بیان کې ویلي، چې دوی د افغانستان وضعیت ارزولی او دا افغانان د موقتي خوندي وضعیت د ساتلو لپاره لازم شرایط نه لري.

د موقتي خوندي وضعیت پروګرام یا "ټي‌پي‌اېس" د هغو بهرنیو وګړو لپاره دی، چې د جګړې، طبیعي پېښو یا نورو "غیرعادي" شرایطو له امله نه شي کولای خپل هېواد ته ستانه شي.

په بیان کې د امریکا د کورني امنیت د وزیرې له قوله ویل شوي، چې د موقتي خوندي وضعیت لغوه کول د متحده ایالاتو د ملي ګټو سره سمون لري.

په دوام کې ویل شوي، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت اسناد ښيي، چې ځینې کسان د درغلۍ، د عامه خوندیتوب او د امریکا د ملي امنیت د ګواښ له امله تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.

که څه هم د امریکا کورني امنیت وزارت ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی او د هېواد اقتصاد ثبات مومي، خو له دې وړاندې د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي وو، چې طالبان لا هم د تېر حکومت له سرتېرو او ملکي کارکوونکو سره غچ اخیستونکی چلند کوي.

په امریکا کې مېشت یو شمېر افغانان هم، چې هلته یې لنډمهاله خوندیتوب ترلاسه کړی، وايي، په افغانستان کې نسبي امنیت شته، خو د دوی په خبره دایمي نه دی.

د امریکا په ټکساس کې مېشت د یوې څلور کسیزې کورنۍ مشر، چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره هغه هېواد ته کډوال شوی دی، د نوم د نه خپرېدو او د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل:

"د موقتي خوندي وضعیت د پای ته رسېدو اعلان په امریکا کې زما په ګډون د افغان پناه‌غوښتونکو لپاره ډېره د اندېښنې وړ خبره ده، دا سمه ده چې نسبي امنیت به وي خو مشکلات ډېر زیات دي، همدا اوس د تېر حکومت سرتېري نیول کېږي، ورکېږي او ان وژل کېږي."

په امریکا کې یو بل مېشت افغان، چې دا هم نه غواړي په راپور کې یې نوم او په اړه نور معلومات خپاره شي او نېږدې څلور کاله کېږي، چې هغه هېواد کې مېشت شوی، د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډیو ته وویل، چې اوسنی وضعیت سخت اندېښمن کړی او دا، چې که افغانستان ته واستول شي، ژوند به یې له خطر سره مخ شي.


" موږ د سر د خوندیتوب لپاره دلته امریکا ته راغلو، اوس چې دا پروګرام دوی پای ته رسوي دا به ډېرې ستونزې راپېدا کړي، که موږ وطن ته استول کېږو هلته مو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي، ځکه موږ په تېر نظام کې کار کړی او دا چې اوسنی نظام لا هم انتقامي سلوک کوي."

د «افغان ایوک» په نوم امریکا ته د کډه شویو افغانانو د ملاتړ د یوې ادارې د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۱۱ زره افغان وګړو په متحده ایالاتو کې لنډمهاله خوندیتوب ترلاسه کړی دی.

د دې ادارې مشر، شان ون ډایور په یو بیان کې، چې د مې په ۱۲مه یې په ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه خپور کړی، ویلي چې د افغانانو لپاره د موقتي خوندي وضعیت د لغوه کولو پرېکړه پر حقیقت نه، بلکې پر سیاسي بنسټ شوې ده.

نوموړي ویلي، چې افغانستان لا هم د طالبانو تر واک لاندې دی او هلته د پناه‌غوښتنې هیڅ کوم فعال سیستم نشته، او دا چې په هغه هېواد کې لا هم هدفي وژنې، خپل‌سري نیونې، او پراخې بشري سرغړونې، په ځانګړي ډول د ښځو او لږکیو پر وړاندې، روانې دي.

د «افغان ایوک» مشر ویلي، چې د امریکا حکومت هغه څه چې نن ترسره کړي، په وینا یې «له هغو کسانو سره خیانت دی»، چې د امریکا لپاره یې خپل ژوند له خطر سره مخ کړ، په امریکا کې یې نوی ژوند پیل کړ، او زموږ پر ژمنو یې باور کړی و.

د امریکا مخکیني ادارې د ۱۴۶۰۰ افغانانو لپاره، چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ امریکا ته داخل شوي وو، د لنډمهاله خوندیتوب اجازه‌لیکونه، چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۲۱مې څخه د ۲۰۲۵ کال د مې تر ۲۰مې پورې د ۱۸ میاشتو لپاره وغځول.

وروسته له هغه، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان بیا واک ټینګ کړ، د امریکا حکومت له ۸۲۰۰۰ څخه ډېر افغانان له افغانستان بهر انتقال کړل.

له دې ډلې له اویا زرو څخه ډېر خلک د «پَرول» په نوم د یوه پروګرام په چوکاټ کې له لنډمهالې استوګنې سره امریکا ته داخل شول.

XS
SM
MD
LG