خبرونه
شویګو: د مسکو په نړیواله غونډه کې د افغانستان مساله د اجنډا مهمه برخه جوړوي

د روسیې د ملي امنیت د شورا مشر سرګي شویګو وایي، د مسکو د نړیوالې غونډې د اجنډا یوه مهمه موضوع به افغانستان وي.
ټاکل شوې ده چې دا درې ورځنۍ غونډه د مې په اووه ویشتمه د روسیې په پلازمینه مسکو کې پیل شي او د نړۍ د شاوخوا یوسل او پنځوس هیوادونو استازي برخه پکې واخلي.
د روسیې تاس اژانس د شویګو په وینا خبر ورکړ چې د افغانستان قضیې ته په خپل بهرني سیاست کې د یوشمیر نورو موضوعاتو ترڅنګ لومړیتوب ورکوي.
روسیه په کابل کې له واکمنو طالبانو سره نژدې اړیکي لري؛ تیره اونۍ یې د طالبان نوم د ترهګرو له لست څخه لرې کړ او ویې ویل چې په مسکو کې به د دوی سفیر ومني، خو لاهم روسیې د نړۍ د نورو هیوادو په څیر د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پيژندلی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ډونالډ ټرمپ او ولودومیر زیلنسکي لنډه لیدنه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د شنبې په ورځ، د اپرېل په ۲۶مه، د پاپ فرانسیس د جنازې په مراسمو کې لنډه لیدنه درلوده.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د ټرمپ او زیلینسکي مرستیالانو د دوی د لیدنې اعلان وکړ.
دا په سپینه ماڼۍ کې د لفظي شخړې وروسته د دوی لومړۍ مخامخ لیدنه وه. ولسمشر ټرمپ هڅه کوي چې اوکراینیان له روسیې سره د سولې تړون ته اړ کړي.
د اوکراین د ولسمشر ویاند سرهي نیکیفوروف خبریالانو ته وویل چې دواړو مشرانو د پاپ فرانسیس د جنازې له پیل څخه مخکې لنډه لیدنه وکړه. خو هغه نور جزئیات ورنه کړل.
د سپینې ماڼۍ د اړیکو مشر سټیفن چونګ هم تایید کړه چې غونډه وشوه او دا یې "ډیرې رغنده خبرې" وبللې.
هغه زیاته کړه چې د ټرمپ او زیلینسکي ترمنځ د غونډې په اړه نور جزئیات به وروسته اعلان شي.
په واتیکان کې د پاپ د جنازې مراسم

څه باندې دوو لکو کسانو په واتیکان کې د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسیس د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش او د نړۍ یو شمېر نورو مشرانو هم په دې مراسمو کې برخه اخیستې وه.
که څه هم د نړۍ مشرانو د سینټ پیټرز په څلورلارې کې د پاپ د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی، خو هغه به د واتیکان ښار په یوه بله برخه کې د مهاجرینو او بندیانو د یوې ډلې په حضور کې خاورو ته وسپارل شي.
پاپ فرانسیس د دوشنبې په ورځ، د اپریل په ۲۱مه، د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.
هغه د لاتینې امریکا څخه د کاتولیک عیسویانو لومړنی مشر و.
خورخه ماریو برګولیو، چې په ارجنټاین کې زیږیدلی، په ۲۰۱۳ کال کې د پاپ مقام ته ورسېد.
د ایران او امریکا استازي نن په عمان کې غونډه لري

د ایران او د امریکا د متحد ایالتونو استازي به نن یو ځل بیا د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ استازی سټیف ویتکوف به د عمان په پلازمینه مسقط کې په غیر مستقیم ډول دا خبرې مخته یوسي.
اونۍ مخکې د شنبې په ورځ دواړو لوریو د ایتالیا په پلازمینه روم کې خبرې کړې وې او تر هغې یوه اونۍ مخکې د شنبې په ورځ دواړو لوریو په مسقط کې خبرې کړې وې.
د تیرو دوو اونیو خبرې دواړو خواوو رغنده بللې دي.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ له ټایمز مجلې سره په مرکه کې هیله ښکاره کړه چې له ایران سره به یوې موافقې ته ورسیږي، خو دا ګواښ یې بیا تکرار کړ، که دیپلوماسي ناکامه شوه پوځي انتخاب په خپل ځای دی.
په پاکستان کې د سږکال د پولیو اتمه پيښه ثبت شوه

په پاکستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ یوه بله پيښه ثبت شوه. د پاکستان د روغتیا د ملي انستیتیوټ په وینا نن پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې دا مثبته پیښه په بنو کې تشخیص شوې ده.
له دې سره په خیبرپښتونخوا کې روان میلادي کال د پولیو مثبتې پیښې دریو ته ورسیدې او په ټول پاکستان کې سږکال تر دې دمه د پولیو اته مثبتې پيښې ثبت شوې دي.
په پاکستان کې روغتیایي چارواکو خبرداری ورکړي چې په راتلونکو اونیو او میاشتو کې ښایي د پولیو پیښې په دغه هیواد کې پسې زیاتې شي، ځکه چې د پولیو ویروس د هوا له تودیدو سره ډیر فعاله کیږي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هیوادونه دي چې لاهم پکې د پولیو مثبتې پیښې لیدل کیږي.
د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د شري ناروغۍ خپریدو ته اندیښنه ښکاره کړه

د روغتیا نړیوال سازمان( ډبلیو ایچ او) په افغانستان کې د یوې میاشتې په ترڅ کې د شري ناروغۍ پیښې بې سارې بللې دي.
دغهَ سازمان پرون په یوه راپور کې وویل چې د یوې میاشتې په موده کې په افغانستان کې دولس زره ماشومان په شري اخته شوې دي چې دا په دغه هیواد کې د یوې میاشتې په موده کې دوه څلویښت فیصده زیاتوالی ښیي.
د دې راپور له مخې یوازې د مارچ په میاشت کې شري ناروغۍ په افغانستان کې د څلور اتیا کسانو ژوند اخیستی دی.
د تیرو څلورو میاشتو په ترڅ کې په افغانستان کې د شري د ناروغۍ د قربانیانو شمیر یوسل او درې نوي ته رسیدلی دی.
د دې ناروغي د خپریدو د مخنیوي لپاره واکسین پکار دی.
یو طالب په امریکا کې په عمري بند محکوم شو

د امریکا عدلیې وزارت د جمعې په ورځ وویل چې د طالبانو یو پخوانی قوماندان په دوه زره اتم او دوه زره نهم کلونو کې په افغانستان او پاکستان کې د یوه امریکایي خبریال او دوو افغانانو د یرغمل کولو په جرم اعتراف کړی دی.
نهه څلویښت کلن حاجي نجیب اله په دوه زره شلم کال کې د رویټرز اژانس پخوانی خبریال ډویډ راډ د تښتولو په تون تورن شوی و. دی اوس په امریکا کې په عمري بند محکوم شوی دی.
حاجي نجیب الله څو کاله مخکې له اوکراین څخه امریکا ته انتقال شو.
عراق له سوریې سره د غنمو مرسته کوي

عراق غواړي چې له سوریې سره د دوه لکه شل زره ټنه غنمو مرسته وکړي.
د سوریې د غله دانې د عمومي ریاست په وینا، د دې غنمو لومړی بار اوس دیر الزور ولایت ته رسیدلی دی.
عراق په داسې وخت کې دا مرسته کوي چې سوریې د مارچ په پنځه ویشتمه نژدې یولک ټنه غنم واخیستل. ویل کیږي چې د پروسږ میلادي کال په وروستیو کې په سوریې کې د رژیم تر بدلیدو وروسته دا لومړۍ لویه سودا وه چې له بهیره یې کوله.
د سوریې د پخواني ولسشر بشار الاسد له رژیم سره روسیې او ایران د غنمو او سون موادو په برخو کې مرسته کوله او دا مرستې وروسته تر دې بندې شوې چې وسله والو په ډسمبر کې میاشت کې دمشق ونیو او بشارالاسد مسکو ته وتښتید.
ولسمشر ټرمپ د پاپ فرانسس د تدفین د مراسمو لپاره روم ته رسیدلی

ټاکل شوې ده چې د نړۍ د کاتولیکانو د مشر د تدفین مراسم نن د ایتالیا په پلازمینه روم کې ترسره شي.
پاپ فرانسس د اته اتیا کلونو په عمر د دوشنبې په ورځ ومړ. د پاپ فرانسس د تدفین په مراسمو کې د نړۍ په سلګونو مشران د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون برخه اخلي.
وروسته له دې چې ټرمپ د جنوري په شلمه د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، دا بهر ته د ده لومړی سفر دی.
د روسیې یو ډګر جنرال مسکو ته څيرمه ووژل شو

د روسیې تحقیقاتي کمیټې نن وویل چې د دغهَ هیواد یو جګپوړی پوځي افسر د ماسکو په لمن کې ووژل شو.
ډګر جنرال یاروسلاو موسکالیک د روسیې د وسله والو ځواکونو د عمومي درستیز د عملیاتي ریاست مرسیتال و.
دا جنرال نن په موټر کې د نیستروف پر سړک روان و چې د ریموټ کنټرول له لارې په ترسره شوې چاودنه کې ووژل شو.
د روسیې د تحقیقاتي کمیټې په وینا د ډګرجنرال یاروسلاو موسکالیک د وژلو د پيښې تحقیقات روان دی.
پروسږکال د ډسمبر په میاشت کې جنرال ایګور کیريلوف هم په ماسکو کې په یوې چاودنه کې وژل شوی و، د هغې چاودنې مسوولیت د اوکراین استخباراتو منلی و.
د موسکالیک د وژلو مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.