د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۶

یوشمېر افغان زده کوونکي د ښوونکو او درسي کتابونو له کموالي شکایت کوي


په افغانستان کې یو ښونځی، ارشیف
په افغانستان کې یو ښونځی، ارشیف

د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د ښوونځیو یو شمیر زده کونکي د درسي کتابونو او ښوونکو له کمښت شکایت کوي. یو شمېر زده کوونکو ازادي راډيو ته وویل چې د ښوونیز کال له پیله د یوې میاشتې په تېرېدو سره هم دوی ته درسي کتابونه نه دي ویشل شوي.

فرید چې د بغلان ولایت په یو ښوونځي کې د لسم ټولکي زده کوونکی دی وايي په ښوونځي کې یې د زده کړو بهیر د درسي کتابونو د نشتوالي او د ښوونکو د کمښت له امله غیر منظم او زده کوونکې له جدي ستونزو سره مخ دي.

هغه ازادي راډيو ته وویل "زه د ښوونځي په لسم ټولګي کې یم، له یوې میاشتې څخه زیات وخت کیږي چې ښوونځی پیل شوی دی، نه کتابونه لرو، نه درس شته او نه ښوونکي، موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې کتابونه راکړي او زموږ ستونزې حل کړي، ځکه چې وخت مو ضایع کیږي."

دا په داسې حال کې ده چې د نوي تعلیمي کال له پیل نږدې یوه میاشت تېریږي.

د یو شمېر نورو ولایتونو د زده کوونکو کورنۍ هم شکایت کوي چې تراوسه زده کوونکو ته درسي کتابونه نه دي ویشل شوي او په ښوونځيو کې هم د بیلابیلو مضمونونو د تدریس لپاره ښوونکي نشته.

د کابل د قلعه زمان خان سیمې یوې اوسېدونکې زینب ازادي راډيو ته وویل چې ورور یې په یولسم ټولګي کې دی خو درسي کتابونه نه لري.

نوموړې وویل، پلار یې هم اقتصاد دومره ښه نه دی چې ورته کتابونه او درسي مواد برابر کړي"زما ورور په یوولسم ټولګي کې دی، هره ورځ چې له ښوونځي راځي، خفه وي، ځکه وايي چې کتابونه او نور درسي مواد نه لري، زموږ د کورنۍ اقتصادي وضعیت هم ښه نه دی چې دوی ته کتابونه واخلي، پلار مې بې روزګاره دی او نه شي کولای چې د ورو دا ستونزې مې حل کړي."

په ورته وخت کې د یو شمېر حکومتي ښوونځيو ښوونکي هم دا ستونزه تاییدوي او وايي چې د درسي موادو نشتوالي د زده کړو سیستم ګډ وډ کړی او دوی نشي کولی په سمه توګه تدریس وکړي.

په کابل کې د یو دولتي ښوونځي ښوونکي د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:"زموږ په ښوونځي کې کتابونه او درسي مواد نشته، دا چې زده کوونکې کتابونه نه لري او موږ قرطایسه نو په دې صورت کې زده کوونکې درس نه وايي او موږ هم تدریس نه شو کولای، زموږ په ښوونځي کې ډیرې ستونزې موجودي دي."

د افغانستان په ښوونځیو کې د کتابونو او نورو تدریسي موادو کمښت کومه نوې ستونزه نه ده او ان د تېر جمهوري حکومت پر مهال هم په بېلابېلو ولایتونو کې زده کوونکو وخت په وخت داشان ستونزې راپورته کولې او ورته یې د رسېدو غوښتنه کوله.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند احمد منصور حمزه په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

ډېری کورنۍ نیوکه کوي چې تېر جمهوري نظام په تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان د پوهنې په سکتور کې ملیاردونه ډالر ضایع کړل خو د کتابونو او د ښوونکو د کمښت د ستونزې د حل په برخه کې یې بنسټیز کار ونه کړو.

دوی دغه شان وايي چې واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو وروسته له شپږمو ټولګیو تر پوهنتونه د نجونو په زده کړو بندیز ولګېده او طالبانو د زده کړو کیفیت او د کتابونو او درسي موادو کمښت ته د پاک پر ځای د زده کوونکو یونیفورم او ظاهري بڼې ته لومړیتوب ورکړی او مدرسې یې زیاتې کړي دي.

په دولتي ښوونځیو کې د کتابونو او نورو درسي موادو او ښوونکو د کمښت په اړه دا اندېښنې داسې مهال دي چې تازه د یو شمېر ښوونځیو مدیرانو ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعاوې کړي چې د طالبانو حکومت د نجونو له ښوونځیو له اورم تر دولسم ټولګیو پورې کتابونه راټول کړي او د هلکانو ښوونځیو ته د لېږدولو بهیر پیل کړې دی.

XS
SM
MD
LG