د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

د طالبانو تر واک لاندې د خال وهونکو کاروبار او ستونزې


افغانستان کې د ټټو کاروبار
افغانستان کې د ټټو کاروبار

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د خال لګولو یا خالکوبۍ او ټټوکارانو پر وړاندې ننګونکى وضعیت. ځينې ټټو کاران وايي په تېرو درېيو کلونو کې په خپلو کارونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي او ان څو ځله یې د نیول کېدو او شکنجې له وېرې خپل کاري ځایونه بدل کړي.

ټټو کول چې په تېرو لسو کلونو کې د افغان ځوانانو ترمنځ دود شوي و، اوس دوى لپاره په ستر سرخوږى بدل شوى.

احمد فهیم، چې په کابل کې له نږدې لسو کلونو راهیسې د ځوانانو لپاره ټټو کوي، وایي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته څو ځله د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبینو له خوا نیول شوی دی " دوه ځله امر بالمعروف راغلل، وسایل یې له ځانه سره یوړل او بېرته یې را نه کړل. درې ځله یې زه زنداني کړم او ویل یې چې نور دا کار مه کوه. کله چې را خوشې شوم، بیا مې خپل کار پیل کړ، ځکه زموږ روزګار دی او په بل کار نه پوهېږم. خو بیا هم راغلل، زه یې حوزې ته بوتلم، خو ۳۰ زره افغانۍ مې ورکړې او را خوشې شوم. تر اوسه خدای شاهد دى چې ۷ تر ۸ ځله مې خپل د کار ځای بدل کړی دی."

سره له دې ټولو محدودیتونو، احمد فهیم وایي چې په یوه میاشت کې ۷ تر ۸ مشتريان لري چې ځینې وختونه نجونې هم پکې شاملې وي.

موږ هڅه وکړه چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نظر هم په دې اړه واخلو، خو ویاند یې سيف السلام خیبر په دې اړه د ازادی راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

که څه هم د طالبانو حکومت په رسمي ډول د خال لګولو یا خالکوبۍ د منع کولو په اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې، خو ځینې خلک ادعا کوي چې د طالبانو کسانو په شفاهي ډول ورته ویلي چې خال لګول او ټټو د اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې عمل دی.

ځینې ځوانان چې مخکې یې په خپل ځان خیالي انځورونه او نقشونه حک کړي وو، اوس ورته په ګواښ بدل شوي.

یو کابل مېشتی چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وایي چې د وروستیو محدودیتونو له امله یې خپل ټټو لرې کړ"ما خپل ټټو د دې لپاره پاک کړ، ځکه چې کله ځینو ځایونو ته تلو یا د چک‌پاینتونو سره مخ کېدو، دوی ویل چې ولې تتو لرئ، تتو حرام دی. ځینو رسمي ادارو کې هم چې تلم، ډېر ناسم چلند راسره کېده، نو مجبوره شوم چې خپل تتو لرې کړم."

خو ځینې ځوانان، سره له دې ټولو محدودیتونو، لا هم خال لګولو او ټټو کول خوښوي.

یو ځوان چې په خپل لاس یې تاج ټټو کړی او نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته یې وویل " ما ټټو د دې لپاره کړی، چې ډېر شوق یې لرم. زما پلار او مور مخالفت کاوه، خو بیا مې هم ټټو وکړ. زه پیسې نه لرم، که پیسې ولرم، په ټول بدن مې ټټو کوم."

د ټټو یا خال لګولو رسمول داسې دي چې طرحه یا انځور د ځانګړو رنګونو او ستنو په واسطه د پوستکي ژورو طبقو ته تزریق کېږي تر ډیره یا دایمي ډول پاتې شي.

ډېری ځوانان په لاس، مټې، غاړه او د بدن په هغو برخو کې چې ښکاري، ټټو کوي او له تاج، زړه، د بریښنا څړیکه، د معشوقې لپاره شعرونه یا د کورنۍ د غړو نومونه ټټو کوي.

خال لګول یا ټټو که څه هم په عصري بڼه د افغانستان یو نوی کلتور ګڼل کېږي، خو په لرغوني ډول هم په لیرې پرتو کلیو کې د ښځو ترمنځ دود و.

ځینې ښځې په تندي، د سترګو په څنډو او زنې باندې د ښکلا لپاره خالونه لګوي.

د طب د برخې متخصصین وایي که د خال لګولو او ټټو پر مهال د حفظ الصحې ځانګړي شرایط مراعت نه شي، نو د ساري ناروغیو د لېږد لامل کېدی شي او د سرطان احتمال هم زیاتوي.

دیني عالمان د خال لګولو په اړه عموماً منفي نظر لري، خو ځینې یې بیا یوازې د زینتي هنر په سترګه ورته ګوري او وایي چې له شرعي پلوه ستونزه نه لري.

XS
SM
MD
LG