د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

اسلام اباد کې د افغانانو نیول دوام لري، تر ۲۰۰ پورې کسان تازه نیول شوي


پاکستان کې افغان کډوال
پاکستان کې افغان کډوال

د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد د دغه هیواد امنیتي ځواکونو په تیرو څلور ورځو کې تر ۲۰۰ پورې افغان کډوال نیولي دي.

د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني امنیتي ځواکونو د پلټنې عملیاتو د یکشنې په ورځ ( د جنورۍ په ۵مه ) هم دوام درلود چې په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا د ادعا له مخې یوازې په دې ورځ تر پنځوسو پورې افغان کډوال نیول شوي دي.

که څه هم په دې اړه کره شمېرې نشته چې پاکستاني امنیتي ځواکونو څومره افغان کډوال نیولي دي خو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا وايي په تیرو څلور ورځو کې تر ۲۰۰ پورې افغان کډوالو نیول شوي دي.

د دغه شورا مشر میوند عالمي افغان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل" زما د معلوماتو له مخې په تېرو څلورو پنځو ورځو کې له ۱۸۰ څخه تر ۲۰۰ افغانانو پورې د پولیسو له لوري نیول شوي دي یوازې نن « یکشنبه» له ۴۰ تر ۵۰ کسانو نیول شوي دي د نن نیونې لږې متفاوتې وې ځکه چې په ځینو ځایونو کې میرمنې هم نیول شوي او بیول شوي دي."

خو د پاکستان حکومت کومې ادارې په دې شمیر نیونو په اړه څه نه دي ویلي.

په اسلام اباد کې میشت افغان کډوال بیا هم دا وضعیت تاییدی.

د دوی له ډلې عتیق الله ازادي راډیو ته وویل" د نوي کال له شروع کېدو سره سم پاکستاني پوليسوعمليات شروع کړي، څوک چې اسناد نه لري او که يې ولري هم دوی يې تاڼو ته بيايي ټول چل يې پيسو ته جوړ کړی، ډېر بد چلند کوي دومره بې رحمه دي چې ښځې او ماشومان په ژړا موټرو ته راکاږي او د هېچا خبرې ته غوږ نه ږدي لوی ظلم يې روان کړی ډېر کسان یې نیولي."

په ورته وخت کې په ټولنیزو رسنیو کې ګڼ داسې انځورونه او ویډیو ګانې لاس په لاس کیږي چې د اسلام اباد په افغان میشتو سیمو کې ډېر شمېر پاکستاني ځواکونه تر سترګو کیږي او په ځینو ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې پاکستاني ځواکونه له افغان کډوالو سره ناسم چلند کوي.

د اسلام اباد له باره کهو سیمې یو افغان کډوال چې پاکستاني ځواکونو نیولی د پولیسو له تاڼې د یوې لنډې ویډیو په خپرولو سره غوښتنه کړې چې نړۍ باید د افغانانو غږ واوري" موږ همدا اوس د پولیسو په تاڼه کې یو، زموږ په بلاک کې چې څومره افغانان وه ټول یې دلته راوستل دا په اسلام اباد کې د افغان کډوالو وضعیت دی، موږ په خپلې ګناه نه پوهیږو چې په افغانستان کې هم له کړاوه ډک ژوند تیروو او دلته هم له داسې ستونزو سره مخامخ یو، که افغانستان ته مو ولیږي د مرګ له ګواښ سره مخ کیږو، زموږ دغه ویډیو لاس په لاس کړئ چې نړیوال مو له وضعیته خبر شي."

د پاکستان د ملي اسمبلې پخواني غړي او د ملي جمهوري ګوند مشر محسن داوړ پرون په خپلې اېکس پاڼه کې د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې له قانوني اسنادو سره سره د افغانانو نیول د ټولو بشري حقونو خلاف عمل دی او په خبره یې دا ډول کړنې د افغانانو پر وړاندې د ژورې کرکې ښکارندوي کوي.

د ملي جمهوري ګوند د اسلام اباد د څانګې مشر منصور محسود په دې اړه ازادي راډیو ته وویل" د پاکستان پولیس د اسلام له بېلا بېلو برخو افغان کډوال نیسي په نیول شویو کې داسې افغانان هم شته چې قانوني اسناد لري، دا ناسمه کړنه ده موږ یې په کلکه غندنه کوو او د پاکستان پرحکومت غږ کوو هغوی چې اسناد لري باید خوشې یې کړي او د نورو لپاره دې د عمل یوه لایحه تریب کړي چې اسناد ترلاسه کړي."

په ورته وخت کې په پاکستان کې د افغانستان د مدني او بشري حقونو ټولنې تازه د یوې اعلامیې په خپرولو سره چې رسنیو ته یې لېږلې ویلي چې د دغه ټولنې مشر عزت الله بخشي د پاکستان ځواکونو له لوري نیول شوی او افغانستان ته د ستنېدو له ګواښ سره مخامخ دی.

د ښځو ځینو خوځښتونو او د مدني او بشري فعالانو بنسټونو بیا د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته په یو سرخلاصي لیک کې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د ناسم وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی.

دغو بنسټونو په خپل لیک چې رسنیو ته یې لېږلی دغه شان ویلي چې میلیونه افغان کډوال په پاکستان او ایران کې له جدي ننګونو او د ستنېدو له ګواښ سره مخامخ دي چې باید له ځنډ پرته یې مخه ونیول شي.

د یادونې ده چې د پاکستان د پلازمینې افغان میشتو سیمو کې د پاکستان ځواکونو د پلټنې عملیات په داسې حال کې زور اخیستی چې د ۲۰۲۴ کال په ورستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي و چې د ۲۰۲۴ کال د ډیسمبرله ۳۱ وروسته افغانان د پولیسو له اجازه لیک پرته په اسلام اباد کې نه شي اوسېدلای خو ازادي راډیو ته د رسېدولو معلوماتو له مخې پولیسو ځینې هغه افغانان هم نیولي چې د ویزو سربیره یې د پولیسو اجازه لیک هم درلود.

XS
SM
MD
LG