د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۶

امینه محمد: د اسلام په چوکاټ کې دې د افغان ښځو حقونه ورکړل شي


طالب چارواکو سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امينه محمد ليدنه. ارشیف
طالب چارواکو سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امينه محمد ليدنه. ارشیف

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد د اسلام په چوکاټ کې د افغان میرمنو له حقونو څخه د دفاع لپاره خپله ژمنتیا څرګنده کړې خو یو شمیر افغان میرمنو بیا ورته غبرګون ښودلی.

امینه محمد ویلي، د اسلام په چوکاټ کې د افغان میرمنو د حقونو ملاتړ ته ژمنه ده.

نوموړې د شنبې په ورځ د جنوري په ۴مه نیټه په خپله ایکس پاڼه لیکلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه په پرله پسې ډول تر برید لاندې دي.

هغې زیاته کړې چې سږکال، په دې برخه کې په شا تګ لا ډیر شوی او هغوی یې له باوقاره ژوند کولو څخه محرومې کړې دي.

خو د اغلې محمد دا څرګندونې د ښځو د حقونو د یو شمیر فعالانو له متفاوت غبرګونونو سره مخ شوي.

د دې میرمنو له ډلې سیما نوري ازادي راډيو ته وویل " باید ووایم چې په افغانستان کې بشري حقونه او د میرمنو ازادي د معاملې موضوع نه ده او د امینه محمد د وروستیو څرګندونو په ځواب کې باید په واضح ډول ووایم چې د افغان ښځو او نجونو برخلیک باید د ډیپلوماسۍ او مصلحت قرباني نه شي. هیڅ ډول جوړجاړی او توافق باید د افغانستان د نیمایی وګړو د اساسی حقونو پر وړاندې ترسره نه شي."

د دې تر څنګ په ټولنیزو رسنیو کې هم د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانو د امینه محمد دې څرګندونو ته د غبرګون په ښودلو سره ویلي، ملګري ملتونه باید د افغان میرمنو له حقونو څخه له کوم قید او شرطه پرته او د نړیوال چوکاټ پر بنسټ دفاع وکړي، نه د طالبانو له خوا د ټاکل شوي چوکاټ له مخې.

خو د افغانستان دننه بیا افغان میرمنې او نجونې وايي د دې هیواد خلک مسلمانان دي او دوی هم د اسلام په چوکاټ کې خپل حقونه غواړي، هغه چې په خبره یې د طالبانو حکومت ترې اخیستي دي.

له زده کړو بې برخې یوې نجلۍ هریوا د افغان میرمنو له حقونو د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې، امینه محمد له ملاتړ څخه په هرکلي، ازادي راډيو ته وویل "اسلام ښځه د نارینه تر څنګ يو بشپړ انسان ګڼي او د هغوی حقونو ته ځانګړې پاملرنه کوي، دا حقوق د ښځو د عزت، حیثیت او پرمختګ لپاره ټاکل شوي، موږ هم الحمدالله مسلمانان یو او هماغه حقوق غواړو کوم چې راته اسلام راکړي دي، اسلام ښځو ته ډیر حقونه ورکړي دي چې له ډلې یې زده کړې او کار کول دي خو له بده مرغه په افغانستان کې دا له ښځو اخیستل شوي دي."

په ورته وخت کې د افغان میرمنو د ازادۍ فانوس خوځښت هم د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د میرمن محمد د څرګندونو په هرکلي سره یې ویلي ، موږ باور لرو چې اسلام یو ریښتیني دین دی چې د ښځو په ګډون د ټولو لپاره ازادي، عدالت او انساني کرامت تضمینوي.

د دې خوځښت یوې غړې، شعلې پارسي ازادي راډيو ته وویل "موږ له نړیوالې ټولنې او له میرمن امینه محمد څخه غواړو چې د اسلام د لارښوونو د دې ښکاره تحریف او د بشري حقونو د سرغړونو په وړاندې کلک دریځ خپل کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان له بیا واکمنیدو وروسته، د افغان نجونو او ښځو پر حقونو، له شپږم ټولګي پورته د هر ډول زده کړو او په ډیری دولتي او ټولو نا دولتي ادارو کې د کار د بندیز په ګډون ګڼ محدودیتونه ولګول.

طالبانو پر افغان میرمنو د خپلو بندیزونو په لړ کې، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په نوم د نوي قانون په جوړولو سره د میرمنو د مخ پر بشپړ پوښلو ټینګار وکړ او ان د دوی غږ یې عورت وباله.

دوی تل خپلو کړنو ته د شریعت نوم ورکړی او تل یې ادعا کړې چې د افغان میرمنو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي خو د دیني عالمانو په ګډون د افغانانو او د بیلابیلو اسلامي هیوادونو په شمول نړیوالې ټولنې تل د طالبانو پر دې کړنو او بندیزونو نیوکې کړې دي.

XS
SM
MD
LG