نړۍ
امريکا يمن کې د حوثي ياغانو د وسلو پر ګودامونو د بريدونو خبر ورکړی
د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون اعلان کړی چې، د دغه هېواد جنګي الوتکو د شنبې په شپه په یمن کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو د پرمختللو وسلو پر ګودامونو څو بریدونه کړي دي.
د راپورونو لهمخې، د بریتانیا پوځي الوتکو هم پهدې عملیاتو کې ګډون کړی دی.
پهدې سلاکوټونو کې راز راز وسلې ساتل کېدې او له هغو څخه په سور سمندرګي او عدن خلیج کې د پوځي او ملکي بېړیو د ویشتلو لپاره کار اخیستل کېده.
دا معلومات پینتاګون د فرانسې خبري اژانس ته ورکړي دي.
المسیره تلوېزیوني چاینل چې د حوثیانو لهخوا اداره کېږي، راپور ورکړی چې درې هوايي بریدونه د امریکایي او بریتانیايي ځواکونو لهخوا د یمن د پلازمېنې صنعا په جنوب کې د السبعین په سیمه کې شوي دي.
المسیره ته شاهدانو ویلي، د پلازمېنې صنعا په بېلابېلو برخو کې یې د الوتکو او چاودنو غږونه اورېدلي دي.
امریکا او بریتانیا په سور سمندرګي او عدن خلیج کې پر بېړیو د یاغیانو د بریدونو په غبرګون کې له جنورۍ راهیسې څو ځله په یمن کې د حوثیانو په هدفونو بریدونه کړي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د پاکستان په ګلګېت کې د بس چپه کېدو پېښه کې ۱۴ کسان مړه شوي
د پاکستان په ګلګېټ بلتستان کې د یوه بس د چپه کېدو په پېښه کې ۱۴ کسان چې یوه واده ته روان وو، مړه شوي دي.
سیمهيیز چارواکي وايي، بس ټولې ۲۷ تنه سپرلې لرلې چې ۱۲ تنه یې لاهم لادرکه دي او یو تن ټپي شوی دی.
د چارواکو په وینا پېښه پرون هغه مهال وشوه چې، ډرېور د ډېر ګړندیتوب له کبله د بس اداره له لاسه ورکړه.
د جیونیوز د راپور لهمخې دا بس چکوال ولسوالۍ ته روان و، چې له یوه پله څخه سیند ته وغورځېد.
په تېره اګست میاشت کې د پاکستان په شمال ختیځ او جنوب لوېدیځ کې د بسونو د ټکر پېښو ۳۴ کسان ووژل.
د اسراییل پوځ پرون د بیروت جنوبي سيمې په هوايي حملو کې په نښه کړې
ویل شوي چې دا د لبنان د حزبالله ډلې پر ضد د اسراییلو تر ټولو پراخ پوځي عملیات وو، چې په ترڅ کې یې لسګونه هوايي حمل وشوې.
د اسراییلو پوځ ویلي دي، مخکې یې پر ټولنیزو شبکو د دې سیمو ملکي اوسېدونکو ته د عملیاتو په اړه خبرداری ورکړی و.
اسراییلي پوځ ویلي دي، پهدې حملو کې یې د بیروت په ضاحیه ناحیه کې د حزبالله د توغندیو ډېری مرکزونه ویجاړ کړي دي.
حزبالله چې هم سیاسي او هم پوځي څانګې لري، د لبنان د جنوب سیمې اداره کوي.
متحدایالات حزبالله یوه تروریستي ډله بولي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور فهرست کې شامله کړې ده.
بلخوا د اسراییلو د شمال په نهاریه سیمه کې پرون دوه کسان پر یوې ودانۍ د برید پرمهال ووژل شول.
حزبالله وروسته ادعا وکړه چې دا ودانۍ یې د بېپیلوټه الوتکې په وسیله ویشتلې ده.
د عدالت نړيوالې محکمې د ناګورنو قره باغ د لانجمنې سيمې د دعوې د څېړلو خبر ورکړی
د عدالت نړیوالې محکمې ICJ پرون سهشنبې وویل، دا محکمه صلاحیت لري چې پر ناګورنو قره باغ لانجمنې سیمې د ارمنستان او د اذربایجان حقوقي دعوه وڅېړي.
يادې محکمې په یوه بیان کې وویل، د دې محکمې اوولس کسیز قضايي پلاوي په یوه خوله پرېکړه وکړه، محکمه صلاحیت لري پهدې اړه هغه قضیه وڅېړي چې په ۲۰۲۱ کال کې ورسره ثبت شوې ده.
هاګ مېشتې دې محکمې په مخکېنيو دوو دعواو کې کې د ارمنستان په ګټه فیصله کړې، خو درېیمه یې رد کړې وه.
ارمنستان په خپله قضیه کې استدلال کړی چې اذربایجان د نژادي تبعیض د ټولو ډولونو د لهمنځه وړلو لپاره له نړیوال کنوانسیون څخه سرغړونه کړې او په سیمه کې نژادي تصفیه مخته وړي، خو باکو دغه تورونه رد کړي او د ایریوان پر ضد یې دعوا کړې او هغه یې د کرکې په خپرولو او د توکمپالنې پر تبلیغاتو تورن کړی دی.
دغه قضیه د اذربایجان اړوند د ناګورنو قره باغ پر هغې غرنۍ سیمې متمرکزه ده چې، اکثره اوسېدونکي یې ارمن ټبره دي او دواړو هېوادونو د ۱۹۹۰ لسیزې تر۲۰۲۰ کال پورې پرې د کنټرول لپاره څو ځلې جګړې کړي دي.
باکو د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې د یوه چټک یو ورځني یرغل په نتیجه کې نژدې د دې سیمې ټول شاوخوا سل زره ارمن ټبره اوسېدونکي اړکړل چې له سیمې ووځي.
د روسيې يوې محکمې د جرمونو د نړيوالې محکمې د قاضي هيکل بن محفوظ د نيونې حکم صادر کړی
د مسکو یوې محکمې د حبس د غیرقانوني حکم په تور د جرمونو د نړیوالې محکمې ICC د قاضي هیکل بن محفوظ د نیولو حکم صادر کړی دی.
محکمې پرون وویل، بن محفوظ تورن دی چې د روسیې د دفاع د پخواني وزیر سیرګي شویکو او د وسلهوالو ځواکونو د لوی درستیز والیري ګراسیموف د نیولو حکم یې صادر کړی دی.
محفوظ او په ICC کې د ده همکارانو روساریو سلواتور آیتالا Rosario Salvatore Aitala او سیرجیوجیراردو اوګالد ګودېنزیس Sergio Gerardo Ugalde Godinez د روان کال په جولای میاشت کې د هغو جرمونو په خاطر چې په ۲۰۲۲ کال کې په اوکراین کې د روسیې د جګړې له پیله ترسره شوي دي، د شویګو او ګراسیموف د نیولو حکم صادر کړ.
د ICC قاضیان وايي چې، شویګو او ګراسیموف د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر او د ۲۰۲۳ کال د مارچ میاشتو ترمنځ د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو په توغندویي حملو کې لاس درلود.
پر غزه د اسراييل تازه بريدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي
فلسطیني روغتیايي چارواکي وايي چې، په غزه کې د اسراییلو په یوه نوي برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
د ناصر روغتون چارواکو ویلي چې، په خان یونس سیمه کې پر یوه رستوران د اسراییل بېګاني برید د دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه یوولس کسان وژلي او د د العوده روغتون چارواکو ویلي دي چې د نُصیرات د کډوالو په کمپ کې پر یوه کور د اسراییلو بلې حملې کې یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي دي.
دا حمله داسې مهال کېږي چې، اتو نړیوالو مرستندویو ټولنو نن په یوه راپور کې وویل، اسراییل جګړه ځپلې غزې ته د پراخو بشري مرستو د پرېښودو په اړه د متحدایالتونو غوښتنه له پامه غورځولې ده.
په غزه کې بشري وضعیت د تېرو ۱۳ میاشتو پرتله اوس خورا ډېر خراب دی.
شمالي کوريا او روسيې د ستراتېژيکي ملګرتيا يوه موافقه لاسليک کړه
شمالي کوریا له روسیې سره د ستراتیژیکې ملګرتیا هغه موافقه تصویب کړه چې لهمخې یې د دې هېواد ځواکونه د روسیې په خاوره کې د اوکراین پرضد په جګړه کې برخه اخیستلای شي.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس نن د دې موافقې چې په تېره جون میاشت کې د مسکو او پیونګیانګ ترمنځ لاسلیک شوه، د تصویب خبر ورکړ.
په خبر کې راغلي دي چې، د دې موافقې مواد به هغه مهال پوره عملي شي چې دواړه خواوې یې لاسلیک شوې کاپي یو-بل ته وسپاري.
د جنوبي کوریا یوه خبري اژانس یونهپ Yonhap راپور ورکړی چې، د روسیې ولسمشر دا سند مخکې لاسلیک کړی دی.
د روسیې په کورسک سیمه کې د شمالي کوریا د ځواکونو ځای پرځای کېدو چې امریکا، ناټو، جنوبي کوریا او د اوکراین استخباراتو تایید کړي، داسې اندېښنې رامنځته کړې دي چې دا به د اسیا-پاسیفیک سیمه بېثباته او د اوکراین جګړه به نور هم پراخه کړي.
د غزې په شمال کې د اسراييل ۴ سرتېري وژل شوي
د اسراییلو پوځ وايي چې، ۴ سرتېري یې د غزې د تړانګې په شمال کې وژل شوي دي.
د پوځ په بیان کې راغلي دي چې، څلور واړه سرتېري پرون د پوځي عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.
لهدې سره د تېرکال په اکتوبر میاشت کې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو له پیل راهیسې د وژل شویو اسراییلي سرتېرو ټول شمېر ۳۷۶ ته ورسېد.
اسراييل له حزبالله سره د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې د پرمختګ خبر ورکړی
د اسراییلو د بهرنیو چارو نوی وزیر وايي، د لبنان له حزبالله ډلې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره په هڅو کې مشخص پرمختګ شوی.
جدعون سار پرون خبریالانو ته وویل چې اسراییل له متحدایالاتو سره په ګډه کار کوي او پهدې برخه کې مشخص پرمختګ شوی.
خو هغه زیاته کړه چې په هرراز نوې موافقه کې باید داسې اجرايي مېکانېزم شامل وي چې، د اسراییل سرحد ته نژدې د حزبالله د پوځي تاسیساتو د بیا جوړولو مخه ونیسي.
حزبالله چې متحدایالات یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني ویلي چې، د سولې کوم وړاندیز یې نهدی ترلاسه کړی او زیاتوي چې که اړتیا وي، نو له اسراییلو سره اوږدې جګړې ته چمتو ده.
د ولسمشر جوبایډن ادارې له څو میاشتو راهیسې هڅې پیل کړي چې د اسراییل او حزبالله ترمنځ سوله وکړي او داسې راپورونه هم وو چې د منځني ختیځ لپاره د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی اموس هوشتاین ښايي په راتلونکو ورځو کې بیا سیمې ته ستون شي.
د اوکراين پر کريوي ريه ښار د روسيې په بريد کې يوه مور له خپلو درې ماشومانو سره وژل شوې
د اوکراین پر کریوي ریه ښار د روسیې په توغندويي حملو کې یوه مور له خپلو درېیو ماشومانو سره وژل شوې ده.
د اوکراین د دې مرکزي ښار والي اولیکساندر ویلکول نن سهار د دې پېښې خبر ورکړ.
د والي په وینا د قربانیانو مړي د ژغورنې ډلو د هغې ودانۍ له کډوالو څخه راوایستل چې د روسیې د بالستیک توغندي په برید کې ویجاړه شوې ده.
له بلې خوا د اوکراین یوه بېپیلوټه الوتکه له سرحد څخه ۱۰۰ کیلومتره وړاندې د روسیې د بېلګورد سیمې په ستاري اوسکول ښار کې د تېلو پر یوه زېرمه لګېدلې ده.
د دې سیمې والي پر ټلېګرام چینل په یوه بیان کې ویلي دي چې، د دې برید د تلفاتو په اړه تر اوسه معلومات نهشته.
خو د روسیې دفاع وزارت ویلي، د هوايي مدافعې ځواکونو یې د اوکراین ۱۳ بېپیلوټه الوتکې له هغې ډلې ۹ په بېلګورد، ۲ په بیریانسک او ۲ په کورسک کې نسکورې کړې.
د ډونالډټرمپ د خپل نوي حکومت د ملي امنيت سلاکار هم اعلان کړ
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د ملي امنیت د سلاکارۍ لپاره مایکل والتز نوماند کړی دی.
دا خبره لهدې مسلې ځینو باخبره منابعو رسنیو، له هغې ډلې د فرانسې خبري اژانس ته کړې ده.
مایکل والتز د امریکا د خاصو ځواکونو په ډله کې د افغانستان په جګړه کې هم برخه اخیستې ده.
دی به لومړنی پخوانی پوځي وي چې په یوه مهم دولتي پوست کې مقرریږي.
والتز به د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې د امریکا د منتخب جمهور رییس ډونالډټرمپ په اداره کې کار پیلوي.
هغه چې دمګړۍ د امریکا د استازیو جرګې غړی دی، د افغانستان د جګړې په رابطه یې د جنګیالي ډپلوماټ (Warrior Diplomat) په نوم کتاب هم لیکلی دی.