د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

افغانستان

حشمت الله شهیدي: د بنګله دېش پر وړاندې سیالۍ مونږ ته یو ښه چلینج دی

د افغانستان او بنګله‌‌دېش له مخکینیو لوبو یو انځور
د افغانستان او بنګله‌‌دېش له مخکینیو لوبو یو انځور

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي له بنګله‌دېش سره د درې یو ورځنیو سیالیو تر پیل یوه ورځ وړاندې په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي چې بنګله‌دېش په یو ورځنیو سیالیو کې یوه متوازنه لوبډله ده او دا سیالۍ ورته یو ښه چلینج دی.

دغه کنفرانس چې د سې شنبې په ورځ د نومبر په ۵مه نېټه د عربي متحده اماراتو د شارجې په ښار ترسره شو، شهيدي په وروستیو کلونو کې د افغان ملي لوبډلې لاسته راړونې وستایلې او ډاډ یې څرګند کړ چې لوبډله به یې لا ځلېږي او خپل مینه‌وال به خوښ ساتي.

نوموړي د بنګله‌دېش پر وړاندې درې یو ورځنۍ سیالۍ چې د چهارشنبې په ورځ د نومبر په ۶مه نېټه به د شارجې په لوبغالي کې پیل شي، مهمې وبللې او د خپلې لوبډلې د پوره چمتوالي ډاډ یې ورکړ.

هغه وویل: " بالکل له تېرو دوو کلونو راهیسې زمونږ لوبډلې ډېرې لاسته راړونې لرلي دي، تر مخکې ډېر ښه شوي یو، وجه یې د ټیم یووالی دی او هلکان هم ډېره خواري کوي. لکه څنګه چې تاسې وویل، زمونږ د ایمرجېنګ ځوانانو هم ښه لوبه وکړه، بالکل هغه زمونږ لپاره هم یو ښه ډاډ دی او مونږ به هم هڅو وکړو چې په راتلونکو سیالیو او ټورنمنټونو کې کامیابۍ ترلاسه کړو."

افغان لوبډلمشر وویل، له تېرو لسو ورځو راهیسې په شارجه کې دي او د بنګله‌دېش پر وړاندې سیالیو ته یې پوره چمتووالی نیولی دی، هغه دغه راز په ټینګار سره وویل چې د هېڅ لوبلړۍ لپاره په ځانګړو مسایلو سوچ نه کوي، بلکې هڅه یې دا ده چې له هر حالت سره د اړتیا مطابق چلند وکړي.

شهیدي د ملي لوبډلې د دوو لوبغاړو ابرهیم ځدراڼ او مجیب‌الرحمن د نشتون په تړاو وویل: "د مجیب په هکله چې زه راتلم له ډاکتر او سلېکشن سره وغږېدم، هغه د تداوۍ لپاره کرکټ بورډم ممبي ته لېږلی دی، کرکټ بورډ لګیا دی چې هغه زر تر زره روغ شي، ځکه د ټیم ضرورت دی. همداغسې ابراهیم چې د نیوزیلنډ پر وړاندې له ټېسټ لوبې په تمریناتي کمپ کې یې پښه قات شوه او بیا کرکټ بورډ انګلینډ ته ولېږه د تداوي لپاره، هغه هلته عملیات وکړ او هیله‌مند یې چې تر چمپینز ټراپۍ مخکې ښه شي."

د ویلو ده چې افغانستان او بنګله‌دېش به د افغان کرکټ بورډ په کوربه‌توب د نومبر په ۶مه، ۹مه او ۱۱مه نېټه درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کرکټ؛ افغانستان سبا له پاکستان سره سیالي کوي

کرکټ؛ د افغانستان د ۱۹ کلونو ځوانانو لوبډله.
کرکټ؛ د افغانستان د ۱۹ کلونو ځوانانو لوبډله.

د افغانستان د نولس‌کلنو ځوانانو ملي لوبډله د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې سبا جمعه د نومبر په ۱۵مه نېټه د پاکستان له نولس‌‌کلنې لوبډلې سره سیالي کوي.

افغان کرکټ بورډ وايي، دغه سیالۍ د عربي متحده اماراتو په کوربه‌توب پيليږي چې پر افغانستان او پاکستان سربېره په کې د اماراتو لوبډله هم برخه لري.

سیالي به د کابل پر وخت سهار ۱۰:۰۰ بجې پیل شي.

د دې درې اړخیزو سیالیو په لړ کې به هره لوبډله یو له بل سره دوه-دوه سیالۍ کوي او د نومرو د جدول دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په ۲۶مه نېټه پایلوبه ترسره کوي.

د ویلو ده چې تر دې سیاليو وروسته به افغانستان د نولس‌‌‌کلنو ځوانانو په اسیا کپ کې هم ګډون وکړي، چې د نومبر په ۲۹مه نېټه په عربي متحده اماراتو کې پیليږي.

طالبانو ننګرهار کې د يوې ښځې په ګډون يوولس کسان په دُرو وهلي

د ننګرهار ولايت نقشه
د ننګرهار ولايت نقشه

د طالبانو د حکومت ستره محکمه په ننګرهار ولایت کې پر یوولسو مجرمینو د “تعزیري سزاګانو” د عملي کېدو خبر ورکوي.

دې محکمې نن پنج‌شنبه په خپله وېب‌پاڼه کې لیکلي چې، د دې ولایت د غني‌خېلو او د سرخرود ولسوالیو د ابتدایه محکمو د پرېکړو له‌‌مخې د یوې ښځې په ګډون پر یوولسو مجرمینو چې د زنا، لواطت او نامشروع اړیکو په تور مجرم پېژندل شوي و، روانه اوونۍ د دوشنبې او چهارشنبې په ورځو کې تعزیري سزاګانې عملي شوې.

د بیان له‌‌‌مخې اووه مجرمین له ۳۰ نه تر ۳۹ دُرو او دغه‌راز مجرمه ښځه په ۲۹ او نور درې مجرمین په ۳۹ دُرو وهل شوې دي.

په ننګرهار کې پر مجرمینو دغه "تعزیري سزاګانې" داسې مهال عملي کېږي چې پرون چهارشنبې په پکتیا کې د قتل په جرم پر یوه کس د شریعت له‌مخې د “قصاص” حکم عملي شو.

د راپورونو له‌‌مخې دا له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د دوی له لوري د "قصاص" شپږمه سزا ده چې عملي کېږي.

پکتيا کې په عام محضر کې د يو کس اعدامېدو ته غبرګونونه مخ په ډېرېدو دي

ارشيف
ارشيف

په پکتیا کې پرون چهارشنبې د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې د یوه کس د اعدامېدو په وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په ترڅ کې په جینوا کې د ملګروملتونو دفتر دغه اعدام غندلی او هغه یې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

دې دفتر په خپله وېب‌پاڼه کې په یوه بیان کې د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتي چې دغه ډول سزاګانې سمدستي ودروي.

ملګروملتونو همدارنګه په افغانستان کې د بشري حقونو د مخ په خرابېدونکي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

طالبانو پرون چهارشنبه وویل چې د پکتیا د مرکز ګردیز په ورزشي سټډیوم کې یې یو کس چې نوم یې محمد ایاس اسد ښودلی، په عام محضر کې اعدام کړ.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پر نوموړي د قتل په جرم د "قصاص" حکم عملي شو.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما هم پرون د دغه اعدام په وړاندې غبرګون کې په عام محضر کې اعدامونه، د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان د نړیوالو ژمنو خلاف عمل وباله او د هغو د درېدو غوښتنه یې وکړه.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارد بېنيټ هم دغه اعدام "زړه بوږنونکی" وباله او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې دا ډول سزاوې سمدستي ودروي.

طالبانو ننګرهار کې رسنيو ته د عکس او ويډيو د نه خپرولو خبر ورکړی

ارشيف
ارشيف

د افغانستان د خبریالانو مرکز پرون خبر ورکړ چې په ننګرهار کې طالبانو دولتي ادارو ته امر کړی دی چې، نه به عکس اخلي نه به تصویر خپروي.

په ننګرهار کې یوشمېر رسنیو د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي دي، د ننګرهار اطلاعات او کلتور ریاست دوی ته د تصویرونو او ویډیوګانو د نه اخیستو او خپرېدو خبر ورکړی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي مرستیال مولوي عزیزالله مصطفی دولتي ادارو او ولسوالانو ته ویلي دي، د ملاهبت‌الله اخندزاده د فرمان له‌‌مخې د ژوندي‌سرو د عکس اخیستل او خپرېدل منع دي.

تر اوسه پورې د ملاهبت‌الله اخندزاده دغه فرمان چې د زمري میاشتې په یو دېرشمه صادر شوی دی په کندهار، تخار، بادغیس او هلمند کې عملي شوی دی او په دغو ولایتونو کې دولتي او خصوصي تلوېزیونه تړل شوې دي.

فرانسې افغانستان کې د خوړو له نړيوال پروګرام سره مرسته کړې

د مرستو يو انځور
د مرستو يو انځور

فرانسې په افغانستان کې د خوړو له نړیوال پرګرام سره د درې میلیونه یورو مرسته وکړه.

د خوړو نړیوال پروګرام په خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې پرون د دې مرستې خبر ورکړ.

د راپور له‌‌مخې په‌‌دې مرسته به د افغانستان په لومړنیو ښوونځیو کې له پنځلس زرو څخه زیاتو هلکانو او نجونو ته هره ورځ یوه اندازه صحي خواړه چمتو شي او له پنځه‌دېرش زرو څخه زیات کسان به د خپلې ټولې کورنۍ د تغذیې د ښه کولو لپاره نباتي غوړي ترلاسه کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، سږکال د مالي بحران له امله نه‌دی توانېدلی چې دوه میليونه ښځو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره خواړه برابر کړي.

له خوست څخه سعودي عربستان ته الوتنې پيل شوې

د کام اير هوايي شرکت يوه الوتکه
د کام اير هوايي شرکت يوه الوتکه

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت پرون په خپله ايکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) کې د دې الوتنو خبر ورکړ او څرګنده یې کړه چې د کام ایر هوایي شرکت الوتنې به له‌‌دې وروسته په اوونۍ کې یو ځل د خوست له نړیوال هوایي ډګره د سعودي عربستان جدې ته ترسره شي.

ازادي راډیو نژدې دوې میاشتې مخکې دا خبر ترلاسه کړی و چې د خوست له هوایي ډګره به د جدې ترڅنګ د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته هم الوتنې پیل شي.

د خوست نړیوال هوایي ډګر د دوه زره یو ویشتم کال د جولای په میاشت کې د هغه وخت ولسمشر اشرف غني پرانیست.

نن د افغانستان په ۱۸ولايتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی

د بارنونو له امله اوښتې ويجاړي
د بارنونو له امله اوښتې ويجاړي

اټکل شوی دی چې نن د افغانستان په اتلس ولایتونو کې سخت ورښتونه وشي او سېلونه وبهیږي.

د طالبانو د هواپېژندنې ادارې د اټکل له‌‌‌‌مخې د افغانستان په ختیځ، شمال ختیځ، مرکزي او یوشمېر لوېدیځو ولایتونو کې به نن له پنځلسو تر پنځه‌دېرش ملي مترو پورې ورښتونه وشي.

په افغانستان کې سږکال د ورښتونو له امله د بهېدلو سېلونو په ترڅ کې تر درې سوه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او دې سېلونو ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د کندهار-هرات د لارې په اوږدو کې د دوو جوماتونو جوړېدو چارې پيل شوې

د کندهار-هرات لار
د کندهار-هرات لار

د طالبانو د حکومت د ټول‌ګټو وزارت د کندهار-هرات لارې په اوږدو کې د دوو جوماتونو د جوړېدو د چارو د پیلېدو خبر ورکوي.

دې وزارت نن چهارشنبې په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې، د دې لارې په اوږدو کې یو جومات د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې او بل د همدې ولایت په واشیر ولسوالۍ کې جوړیږي.

دواړه جوماتونه هر یو د څه کم ۳۴ميلیونه افغانیو په لګښت د دوو خصوصي ودانیزو شرکتونو له‌‌خوا جوړیږي، چې چارې به یې په یوه کال کې بشپړې شي.

د طالبانو د حکومت د ټول‌ګټو وزارت په خبره، د خپل مشر ملاهبت‌الله اخندزاده له‌خوا دې وزارت ته دنده سپارل شوې چې، په افغانستان کې د لویو لارو په اوږدو کې ۷۵ محرابه جوماتونه ورغوي چې، په یوه وخت کې به د درې سوه لمونځ کونکو، ۱۷۰ نارینه‌‌و او ۱۳۰ ښځینه‌و ظرفیت لري او ټول تاسیسات به یې هم پر سولري برېښنا سمبال وي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت د مکالمو او انټرنيټي خدمتونو نوې بيې اعلان کړې

ارشیف: په افغانستان کې د مخابراتي شبکو انتنونه
ارشیف: په افغانستان کې د مخابراتي شبکو انتنونه

د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په‌دغه هېواد کې د مکالمو او انټرنیټي خدمتونو لپاره نوې بیې اعلان کړي دي.

د دغو بیو د نوم‌لړ له‌‌مخې د یوې واحدې شبکې د سیم‌‌کارتونو ترمنځ خبرې دقیقه په (یو اعشاریه دېرش) افغانۍ او له یوې شبکې بلې ته (یو اعشاریه څلوېښت) افغانۍ ټاکل شوی.

د مکالمې په دغې بیه کې د تېر پرتله دېرش-تر شپږ دېرش فیصدو پورې کموالی راغلی دی.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر نجیب‌الله حیات حقاني نن چهارشنبه رسنیو ته ویلي چې د یوه جي بي میاشتني انټرنیټ بیه ۹۵ افغانۍ ټاکل شوې چې د پخوا پرتله ۱۴ فیصده کموالی ښيي.

له یوې شبکې بلې ته د لیکلي پيغام یا اس‌ایم‌‌‌اس بیه هم یوه نیمه افغانۍ ټاکل شوې چې پخوا ته په کتو اته شپیته په سلو کې کموالی راغلی دی.

ټاکل شوې دغه بیې د نوي ۲۰۲۵ کال له پيله عملي شي.

تر دې وړاندې بیا ګڼو افغانانو د انټرنیټ او مخابراتي شبکو له کمزوري فعالیته شکایتونه کړي او ویلې يې دي، بیې یې هم د ګاونډیو هېوادونو پرتله لوړې دي.

په پکتیا ولایت کې په عام محضر کې د یوه کس اعدامولو غبرګونه پارولي دي

ارشيف
ارشيف

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) ویلي چې، په عام محضر کې اعدامونه، د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان د نړیوالو ژمنو خلاف کار دی.

یوناما نن چهارشنبه پر خپله ایکس‌‌پاڼه/پخواني ټویټر لیکلي چې دا اعدامونه باید پای ومومي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بېنيټ هم دغه اعدام "زړه بوږنونکی" بللی او غندلی یې دی.

بېنیټ هم، چې افغانستان ته یې پر تګ بندیز لګېدلی، پر طالبانو غږ کړی چې دا ډول سزاوې ودروي.

طالبانو نن چهارشنبه د پکتیا د مرکز ګردیز په ورزشي سټډیوم کې یو کس په عام محضر کې اعدام کړ.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د محمد ایاز اسد په نوم یو کس نن چهارشنبه د قتل په جرم "قصاص" شوی دی.

فرانس پریس خبري اژانس لیکلي چې، نوموړی د مقتول د کورنۍ له‌‌خوا درې ډزه پر ټټر ویشتل شوی دی.

د قصاص په دغو مراسمو کې د طالبانو د کابینې مهمو غړو له هغې ډلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌‌الدین حقاني ګډون کړی دی.

د راپورونو له‌‌‌مخې دا د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې د قصاص شپږم حکم دی چې عملي کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG