د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴
(ښی-کیڼ) د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان ډونالډ ټرمپ او مرستیال ولسمشره کاملا هارېس
(ښی-کیڼ) د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان ډونالډ ټرمپ او مرستیال ولسمشره کاملا هارېس

د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات: ډونالډ ټرمپ بیا د امریکا منتخب ولسمشر شو

۰۶:۵۸ ۱۶.۸.۱۴۰۳

د غیررسمي شمېرو له مخې چې پر انتخاباتو د څار رسنیو خپرې کړې، د لومړنیو څو ایالتونو د الکټرال کالجونو رایې څرګندې شوې دي.

ټرمپ د کینټاکي ایالت چې الکټرال کالجونه یې اته دي او د اندیانا ایالت چې یولس الکټرال کالجونه لري، ګټلي او هاریس هم ویرمونټ ایالت چې د الکټرال کالجونو رایې یې درې دي، خپل کړی دی.

هرکاندید چې لږترلږه د الکټرال کالجونو ۲۷۰ یې وګټي د دغو انتخاباتو ګټونکی اعلانېږي.

امریکایان پر ځايي وخت نن سه‌شنبې د ولسمشرۍ په تاریخي انتخاباتو کې چې هم په ملي کچه او هم په اووه ایالتونو کې چې برخلیک ټاکوونکي ایالتونه بلل کېږي سره ویشل شوي، رایې ورکوي.

د رایې ورکولو بهیر د امریکا په سیمه‌ییز وخت د سهار په اووه بجو په ځینو ختیځو ایالتونو کې پیل شوی چې د الاسکا او هاوایي په ګډون به په سیمه‌ییز وخت تر ماښام پورې دوام وکړي.

د ډیموکراټانو له‌‌خوا د ولسمشر مرستیاله کامالا هریس او د جمهوریپالو له‌‌‌‌خوا پخوانی ولسمشر ډونالډټرمپ سره سیالي کوي.

په دغو انتخاباتو کې رایې ورکونکي همدارنګه د کانګرس د دواړو جرګو، د استازیو جرګې د ټولو ۴۳۵ څوکیو او د سل کسیزې سنا جرګې د ۳۴ څوکیو لپاره استازي ټاکي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له‌مخې په یوشمېر ایالتونو کې د رایو ورکولو مرکزونه د موقت وخت لپاره د بمي ګواښونه له امله له خلکو تخلیه شوې دي.

په جنوب ختیځ جورجیا ایالت کې د رایې ورکولو دوه مرکزونه د شاوخوا ۳۰ دقیقو لپاره تخلیه شوي و.

د امریکا فدرالي پولیسو ویلي وو، داسې ښکارېده چې دغو مرکزونو ته د بمونو ګواښونه چې عاملان یې روس پلوه عناصر بلل شوي، شوي وو.

دغې ادارې همدارنګه ویلي، په یوشمېر ایالتونو کې د رایې ورکولو مرکزونو ته ګواښونه شوي و، چې چارواکو هغه کره نه‌دي ارزولي.

د امریکا استخباراتي او امنیتي چارواکو له‌دې مخکې روسیه او ایران تورن کړي و چې د سایبري حملو او د غلطو معلوماتي کمپاینونو له لارې چې په‌دې وروستیو کې یې زیات کړي، هڅه کوي چې په دغو انتخاباتو کې ګډ وډي رامنځته کړي.

په پنسوالنیا ایالت کې چې یو له مهمو ایالتونو بلل کېږي، د لومړنیو راپورونو له‌مخې د جمهوریپالو د ګوند څارونکي نه‌دي پرېښودل شوي چې د انتخاباتو ځینو مرکزونو ته ننوځي، چې وروسته دغه ستونزه هواره شوه.

د اسوشیتید پرس خبري اژانس د راپور له‌‌مخې، د لوزیانا او کنټکي ایالتونو په ځینو سیمو کې د تخنیکي او د الکترونکي رایې شمېرنې اړوند ستونزو له امله د رایې ورکولو بهیر په ځنډ پیل شوی و.

په میسوري ایالت کې د سخت باران له کبله چې سېل راوتلی و، په سنټ لویس سیمه کې د رایې ورکولو یو مرکز ته د خلکو ورتګ ستونزمن شوی و او په یوه بل کې یې هم برېښنا پرې شوې وه.

کارکوونکو د ډیزلي برښنا په مرسته په‌دې مرکز کې د رایو ورکولو بهیر بېرته پیل کړ.

په یوشمېر ښارونو کې د رایې ورکولو په مرکزونو کې د خلکو کتارونه لیدل شوي، خو دې ته په پام چې د رایې ورکولو پر شرایطو برابرو په لسګونو کسانو د انتخاباتو له ورځې مخکې خپلې رایې د پوستې لارې ورکړي یایې حضوري کارولي، د رایې ورکولو بهیر ښه روان دی.

نن د رایې ورکولو د مرکزونو له تړل کېدو وروسته تمه نه‌کېږي چې، د رایو لومړنۍ نتیجې به څو راتلونکو ورځو کې څرګندې شي، ځکه په ځینو ایالتونو لکه پنسلوانیا کې د پوستې له لارې د کارول شویو رایو د شمېرلو بهیر پڅ روان دی.

تمه کېږي چې د رایې ورکونکو شمېر به چې د احصایي د ملي ادارې د شمېرو له‌‌مخې په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو کې لوړ و، دا ځل هم زیات وي.

د جمهوریپالو کاندید پخواني ولسمشر ډونالډ‌ټرمپ د فلوریدا ایالت په پالم بیج کې له خپلې مېرمنې ملانیا سره د رایې له ورکولو وروسته ناهیلي وښوده چې ښایي د انتخاباتو نتیجه په څو ورځو کې څرګنده نه‌شي او ویې ویل چې د امریکا د انتخاباتو سیسټم باید زیات موثر وي.

هغه وویل، دی ډاډه دی چې انتخابات هغسې چې دی یې غواړي مخته لاړ شي.

هغه زیاته کړه، داسې ښکاري چې جمهوریپالان پیاوړي راڅرګندیږي.

د ډموکرات ګونده کاندیده د ولسمشر مرستیاله کامالا هریس چې له مخکې یې د پوستې له لارې خپله رایه کارولې په پام کې لري چې، په واشنګټن کې په هاوارډ پوهنتون کې د تورپوستو تاریخي پوهنتون بلل کېږي او دا په ۱۹۸۶ کال یې ورڅخه د اقتصاد او سیاسي علومو له څانګې فارغه شوې، په انتخاباتو غونډه کې ګډون وکړي.

د انتخاباتو فدرالي چارواکو له انتخاباتو یوه ورځ مخکې د نوامبر په ۴مه خبرداری ورکړی چې سیالیو ته په ورنژدې کېدو سره روسیې او ایران هڅې زیاتې کړي چې، پر دغو انتخاباتو خپل نفوذ خپور کړی او په رایې ورکوونکو کې اختلافات رامنځته او هغوی د انتخاباتي چارواکو پر ضد تاوتریخوالي ته ولمسوي.

ټرمپ چې په ۲۰۲۰ کال کې یې انتخابات اوسني ولسمشر جوبایډن ته بایللي، د درېیم ځل لپاره هڅه کوي چې د سپینې ماڼۍ واګې ترلاسه کړي.

د امریکا د سیسټم له‌مخې یو کاندید په ملي کچه د ډېرو رایو په ګټلو سره بریالی نه اعلانیږي، بلکې د الکټرال کالج د ۵۳۸ رایو چې هر ایالت ته د خپل نفوس په اندازه سهمیه ورکړل شوې، د لږ تر لږه ۲۷۰ ټاکنیزو پلاو د رایو په ګټلو سره بریالی اعلانیږي.

۰۸:۱۸ ۱۶.۸.۱۴۰۳

د غیر رسمي شمېرو له مخې چې پر انتخاباتو د څار رسنیو خپرې کړې، د امریکا په نیمایي ایالتونو کې رایې ورکوونکو هغه کاندید ته رایې ورکړې چې وړاندوینه یې کېده.

خو د څو برخلیک ټاکوونکو ایالتونو پایلې تراوسه نه دي خپرې شوې.

هغسې چې تمه یې کېده، د جمهوریپالو کاندید ډونالډ ټرمپ د الاباما، ارکانسا، فلوریډا، انډیانا، کینټاکي، ایوا، میسي سي پي، لوزیانا، اوهایو، اوکلاهاما، جنوبي کارولینا، سوټ داکوتا، تینیسي، تکزاس، ویسټ ویرجینیا، نبراسکا او وایومینګ ایالتونه ګټلي دي.

د دغو ټولو ایالتونو د الکټرال کالجونو رایې ۱۹۸ ته رسېږي.

د ولسمشر مرستیالې کامالا هاریس هم له تمې سره سم په کولرادو، کنیکټیکټ، ډیلاور، ایلینوی، مریلاند، مساچوسیت، نیو همشیر، نیوجیرسي، نیویارک، رودا آیلنډ او ویرمونټ ایالتونه او همدارنګه واشڼګټن ډي سي ګټلي چې ایالت نه بلل کېږي، ګټلي دي.

په دې ترتیب د میرمن هاریس د الکټرال کالجونو رایې ۱۱۲ ته رسېدلي دي.

هر کاندید چې لږترلږه د الکټرال کالجونو ۲۷۰ یې وګټي، د دغو انتخاباتو ګټونکی اعلانېږي.

۱۰:۰۸ ۱۶.۸.۱۴۰۳

د غیر رسمي شمېرو له مخې چې پر انتخاباتو د څار رسنیو خپرې کړې، د امریکا په هغو اوو ایالتونو کې چې برخلیک ټاکوونکي ایالتونه ګڼل کېږي،
د ولسمشرۍ لپاره د جمهوریپالو کاندید ډونالډ ټرمپ له خپلې سیالې د ډیموکرات ګوند له کاندیدې کامالا هاریس څخه مخکې دی.

د اسوشېټېډپرېس آژانس د راپور له مخې، ټرمپ شمالي کارولینا ایالت چې د الکټرال کالج رایو شمېر یې ۱۶ ته رسېږي، ګټلی دی.

په نورو برخلیک ټاکوونکو ایالتونو، پنسیلوانیا، جورجیا میشیګان، آریزونیا، ویسکانسن او نوادا ایالتونو کې هم د رایې ورکولو مرکزونه تړل شوي، خو دا له وخته مخکې ده چې ګټونکی یې اعلان شي.

د امریکا په لویدیځو ایالتونو کې د رایې شمېرلو بهیر روان دی.

په دغو ایالتونو په لسګونو میلیونو رایې ورکوونکو نن د انتخاباتو په ورځ خپلې رایې کارولي چې پر ۸۴ میلیونه رایو چې مخکې کارول شوي، ور زیاتېږي.

ټرمپ فلوریدا ایالت چې یو وخت د د انتخاباتي سیالۍ ډګر بلل کېده او په وروستیو انتخاباتو کې جمهوریپالانو په کې ستر بری خپل کړی، ګټلی دی.

هغه همدارنګه تکزاس، سوټ کارولینا او انډیانا هم ګټلي دي.

د هغه سیالې کامالا هاریس بیا ویرجینیا او نیویارک، مکسیکو او کلیفورنیا ایالتونه چې دا درې واړه د ډیموکراټانو پیاوړي مرکزونه بلل کېږي، ګټلي دي.

ټرمپ یو شمېر نور ایالتونه هم ګټلي چې د الکټرال کالجونو د رایو شمېر یې ۲۳۰ ته رسیږي او د کامالا هاریس د الکټرال کالجونو د رایو شمېر تراوسه ۲۰۹ ته رسېدلی دی.

د دې لپاره چې یو کاندید د انتخاباتو ګټونکی اعلان شي، لږترلږه د ۲۷۰ الکټرال کالج رایو ترلاسه کولو ته اړتیا لري.

۱۲:۲۵ ۱۶.۸.۱۴۰۳

د امريکا ولسمشريزې ټاکنې؛ ټرمپ بريا ته نږدې شوی

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د جمهوریپالو د ګوند کاندید پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ نژدې ده چې سپینه ماڼۍ وګټي.

ټرمپ دغه بري ته وروسته له هغې نژدې شو چې، په دوو برخلیک ټاکونکو ایالتونو، شمالي کارولینا او جورجیا ایالتونو کې ګټونکی اعلان شو.

په‌دې سره د هغه سیالې د ډیموکرات ګوند د کاندیدې د ولسمشر مرستیالې کامالا هریس لپاره د بري چانس ډېر لږ شوی دی.

د امریکایي رسنیو د راپورونو له‌مخې چې د دغو انتخاباتو بهیر له نژدې څاري، ټرمپ ۲۴۶ الکټرال کالجونه یا د انتخاباتي پلاو رایې ګټلي دي.

هاریس تر اوسه ۲۱۰ رایې خپلې کړې دي.

د دې لپاره چې یو کاندید د انتخاباتو ګټونکی اعلان شي، لږ تر لږه د ۲۷۰ الکټرال کالج یا د انتخاباتي پلاو د رایو ترلاسه کولو ته اړتیا لري.

په نورو برخلیک ټاکونکو ایالتونو، اریزونا، میشیګان، نیوادا، پنسلوانیا او ویسکانسن ایالتونو کې ټرمپ په لږ توپیر له خپلې سیالي کامالا هریس څخه مخکې دی، چې د نوموړې هغه هیلې چې ښایي د رایو نتیجې بدلې شي، مړاوې کوي.

د ټرمپ انتخاباتي ټیم بیګا نیمه شپه وویل چې، نوموړی به په فلوریدا کې له خپل هستوګن ځای څخه پالم بیچ کې انتخاباتي مرکز ته لاړ شي ترڅو خپلو پلویانو ته وینا وکړي.

په عین حال کې د مېرمن هاریس انتخاباتي کمپاین ویلي، نوموړې به دې ته منتظره پاتې شي ترڅو ټولې رایې شمېرل شوې نه‌وي او بیا به نن چهارشنبې د ورځې په وروستیو کې ملت ته وینا وکړي.

په دغو انتخاباتو کې رایې ورکونکو همدارنګه د کانګرس د دواړو جرګو، د استازیو جرګې د ټولو ۴۳۵ غړیو او د سل کسیزې سنا جرګې د ۳۴ غړیو د غوره کولو لپاره رایې ورکړې.

د لومړنیو شمېرو له‌مخې د سنا جرګې چې ډیموکراټانو په‌کې په لږ توپیر اکثریت درلود په دغې جرګې کې هم اکثریت خپل کړی دی.

د امریکا د شاخوا ۳۳۴ ملیونه نفوس له اتلسو کلونو پورته شاوخوا ۲۵۰ ملیونه وګړي د رایې ورکولو پر شرایطو برابر ښودل شوي او د شمېرو له‌مخې د نومبر له پنځمې یعنې د انتخاباتو له ورځې مخکې شاوخوا نوي ميلیون وګړو خپلې رایې د پوستې له لارې یا حضوري کارولي دي.

تمه کېږي چې د رایې ورکونکو شمېر به چې د احصایي د ملي ادارې د شمېرو له‌مخې په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو کې لوړ و، دا ځل هم زیات وي.

په ۲۰۲۰ م کال کې چې د امریکا په ګډون په نړۍ کې د کویډ ـ۱۹ ناروغې نوې خپره شوې وه، شاوخوا ۱۵۸ميلیونه او څلور لکه رايه ورکونکو چې د ټولو مستحقو رايه ورکونکو ۶۶،۸سلنه بلل شوي، خپلې رایې کارولې وې چې دا د امریکا په انتخاباتو کې د خلکو تر ټولو پراخ ګډون بلل شوی.

د انتخاباتو فدرالي چارواکو له انتخاباتو یوه ورځ مخکې د نوامبر په ۴مه خبرداری ورکړی و، چې سیالیو ته په ورنژدې کېدو سره روسیې او ایران هڅې زیاتې کړي چې پر دغو انتخاباتو خپل نفوذ خپور کړي او په رايه ورکونکو کې اختلافات رامنځته او هغوی د انتخاتي چارواکو پرضد تاوتریخوالي ته ولمسوي.

که ټرمپ چې په ۲۰۲۰ م کال کې یې انتخابات اوسني ولسمشر جوبایډن ته بایللي، د دغو انتخاباتو ګټونکی اعلان شي، نوموړی به د امریکا د ۴۷ ولسمشر په توګه د سپینۍ ماڼۍ واګې ترلاسه کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG