د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

د افغانستان او سویلي افریقا لومړۍ لوبه؛ افغان لوبغاړي دې سیالیو ته د چمتووالي ډاډ څرګندوي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي او د سویلي افریقا لوبډلمشر ټېمبا باووما
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي او د سویلي افریقا لوبډلمشر ټېمبا باووما

ټاکل شوې چې د افغانستان او سویلي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې سبا چهارشنبه د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه پیل کړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا چهارشنبه د سپټمبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د سویلي افریقا د ملي لوبډلې پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

دغه سیالۍ به د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې د کابل پر وخت ماذدیګر ۴:۳۰ بجې پیل شي.

تر دې وړاندې دواړو لوبډلو د کرکټ نړیوالې شورا په ټورنمنټونو کې سره سیالۍ کړې دي، خو دا لومړی ځل دی چې په یوه لوبلړۍ کې سره مخ کېږي.

افغانستان او سویلي افریقا په وروستي ځل د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې سیالي وکړه چې سویلي افریقا وګټله او تر دې دمه د کرکټ په هېڅ فارمټ کې افغانستان له سویلي افریقا لوبه نه ده ګټلې.

دواړو لوبډلو له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې خپل تمرینات هم ترسره کړي او لوبو ته د بشپړ چمتووالي ډاډ څرګندوي.

د افغان ملي لوبډلې د منځنۍ کچې توپوهونکي دروېش رسولي د یادو سیالیو لپاره د خپل چمتوالي په تړاو وايي: "پرون او نن مو چې کوم نېټ سېشنونه وکړل، ډېر زبردست وو. هلکانو پوره اماده‌ګي نیولې، روزونکي راسره دي، په یوې او دوه منډو باندې ډېر کار کوو او په اخره کې په غټو شاټونو(پاورهېټینګ) باندې هم کار کوو. ملي ټیم ته چې یو لوبغاړی راځي، روزونکي چې څه ورته ښايي، هغه ورته د خوشالۍ خبره وي. ما چې له روزونکو څه زده‌کړل نو له تېرې ورځې مې نن ښه توپوهنه وکړه. دا سیالۍ په شپه او ورځ دواړو کې ترسره کېږي، نو په هماغه مطابق مو تمرینات هم ورته کړي دي."

د سويلي افريقا د کرکټ لوبډلې نوملړ
د سويلي افريقا د کرکټ لوبډلې نوملړ

دغه راز ملي لوبډلې ته بل تازه غوره شوی چټک توپ اچونکی بلال سمیع هم د یادې لوبلړۍ لپاره له تیاریو خوښ دی او په ډاډ سره وايي چې سویلي افریقا ته به ماتې ورکوي.

هغه وویل: "دوه ورځې مو ښه تمرینات وکړل، یوه ورځ مازدیګر تمرین ته راغلي وو او بله ورځ د شپې له‌خوا، له روزونکو مو ډېر څه زده‌کړل، لوبډله ډېره ښه تیاره ده او سویلي افریقا ته به ماتې ورکوو."

افغانستان او سویلي افریقا به د دې درې یو ورځنیو سیالیو دویمه لوبه د سپټمبر میاشتې په ۲۰مه او درېیمه به د همدې میاشتې په ۲۲مه نېټه هم په شارجه لوبغالي کې ترسره کوي.

د ویلو ده چې د سویلي افریقا لوبډلمشر هم په خپلو رسنیزو کنفرانسونو کې د یادو سیالیو لپاره خپل بشپړ چمتوالی ښودلی او ویلي دي چې ټوله لوبډله یې د لوبلړۍ د ګټلو لپاره ډېره خواري کوي.

XS
SM
MD
LG