د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

قطر کې د فوټبال نړيوال جام؛ ټاکل شوې نن څلور لوبې ترسره شي


قطر کې د فوټبال نړيوال جام
قطر کې د فوټبال نړيوال جام

کاناډا له مراکش، کرویشیا له بلجیم، جاپان له هسپانیا او کاستاریکا له جرمني سره لوبې کوي.

د دغو لوبو په نتیجه کې به د بل دور یو شمېر نور ټیمونه هم مشخص شي.

پرون د اتو ټیمونو ترمنځ د لوبو په نتیجه کې د دغه جام بل پړاو ته چې ۱۶ ټیمونه به سره لوبې کوي، اته ټیمونه ووتل.

ارجنټاین دوه د صفرپه مقابل کې پولنډ ته ماتې ورکړه، مکسیکو دوه د یوه په مقابل کې له سعودي عربستان لوبه وګټله.

اسټرالیا یو د صفر په مقابل کې ډنمارک مات کړ او تونس هم له فرانسې لوبه یو د صفر په مقابل کې وګټله.

د فوتبال د نړیوال جام بل پړاو لوبې به چې د نکوټ پړاو بلل کېږي، بل سبا د ۱۶ ټیمونو ترمنځ د شنبې په ورځ پیل شي.

د فوتبال د نړیوال جام سیالۍ به د ډسمبر تر اتلسمې پورې دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG