د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۱

د زمبابوې پر وړاندې راتلونکو لوبو لپاره افغان لوبډلې اعلان شوې


زمبابوې سفر لپاره د افغان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ
زمبابوې سفر لپاره د افغان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ

د افغانستان کرکټ بورډ د زمبابوې پر وړاندې راتلونکو لوبو ته لوبډلې اعلان کړې.

افغان لوبډله د جون په ۴مه له زمبابوې سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي او د جون میاشتې په دویمه لسیزه کې له زمبابوې سره درې شل اوریزې لوبې لري.

کرکټ بورډ ویلي، افغان لوبډله اوسمهال د کابل په ملي کرکټ لوبغالي کې پر خپلو تمریناتو بوخت ده او ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ورځو کې زمبابوې ته سفر وکړي.

یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو برخه دي، چې د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو ته د لار موندنې په موخه تر سره کېږي او شل اوریزې لوبې هم راتلونکي شل اوریز نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.

کرکټ بورډ د یو ورځنیو لوبو لپاره رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، ریاض حسن، ابراهیم ځدراڼ، حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، شاهد کمال، اکرام علي خېل، محمد نبي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجیب الرحمن، ضیاء الرحمن اکبر، فضل الحق فاروقي، فرید ملک او یمین احمدزی غوره کړي او ترڅنګ یې په احتیاطي لوبغاړو کې نور احمد او نجات مسعود ته هم ځای ورکړل شوی دى.

دغه راز د شل اوریزو لوبو لوبغاړي رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، عثمان غني، احسان الله جنت، نجیب الله ځدراڼ، دروېش رسولي، کریم جنت، محمد نبي (لوبډلمشر)، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، افسر ځاځی، راشد خان، نور احمد، فضل الحق فاروقي، فرید ملک او نجات مسعود غوره شوي او د دې ترڅنګ ظاهر خان او سید احمد شیرزاد هم د احتیاطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG