د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

ظریفې غفاري پر طالبانو د بندیزونو غوښتنه کړې


د افغانستان یوه وتلې ښځینه فعاله او د میدان ښار پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري
د افغانستان یوه وتلې ښځینه فعاله او د میدان ښار پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري

د افغانستان یوې وتلې ښځینه فعالې او د میدان ښار پخوانۍ ښاروالې ظریفې غفاري له نړیوالو غوښتي چې پر طالبانو د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په خاطر د سفر بندیزونه ولګوي.

دې خپله دا غوښتنه په یوه لیک کې بېلابېلو نړیوالو مشرانو او ادارو ته رسولې ده.

ظریفه غفاري پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ سره هم‌مهاله له هېواده ووتله، خو د تېرې فبروري میاشتې په وروستیو کې بېرته کابل ته ستنه شوه.

نوموړې اوس بېرته جرمني ته تللې او له هغه ځایه‌یې نړیوالو ته پر طالبانو د فشار خبره راپورته کړې ده.

له مېرمن غفاري سره اسدالله لودین مرکه کړې او په پيل کې يې پوښتلې چې افغانستان ته‌یې د تګ پر مهال له وضعیته څنګه جاج واخیست؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:04 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG