د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

کندز کې وزلوبه؛ د مني سیالۍ پیل شوې


په کندز کې وزلوبې
په کندز کې وزلوبې

په کندز کې د مرکز او ولسوالیو ترمنځ د وزلوبې 'بُزکشۍ' د مني سیالۍ پیل شوې.

وزلوبه د افغانستان ملي لوبه ده چې د خلكو په منځ كې ډېر مېنه وال لري.

د کندز د وزلوبې د فدراسیون مرستیال قیوم خان وايي، دا لوبه د افغانانو د کلتور یوه برخه ده او په وینا یې هر افغان باید خپل کلتور وساتي څو له یوه نسله بل ته انتقال شي.

قیوم خان وایي: "د بُزکشي خزاني لوبه په ارامه فضا کې جریان لري. دې سیالۍ کې د خان اباد، چهاردرې، علي اباد، امام صاحب، قلعه زال او د نورو ولسوالیو چاپ اندازونو ګډون کړی. موږ له طالبانو مننه کوو چې د بُزکشۍ لپاره یې امنیت خوندي کړی."

د وزلوبې وسيله يو خوسۍ یا هم ښه غټه وزه وي چې له حلالولو او د نس پاكولو وروسته، هغه د ۲۴ ساعتونو لپاره د اوبو منځ كې كېښودل كېږي څو د پوستكي مقاومت يې ډېر شي او د خوسي وزن له ۴۰ څخه تر ۵۰ كيلوګرامو پورې وي.

خو چاپ اندازان وايي، اوس دوی په وزلوبه کې له مصنوعي خوسي ګټه اخلي.

تاریخ پوهان د وزلوبې د رامنځته كېدو نېټه د مقدوني سكندر د لښكر كشيو په وخت پورې تړي.

ویل ‎کېږي، هغه وخت كې به اريايي اتلانو د شپې له خوا د دښمن پر لښكرو يرغل كاوه او د دښمن پوځيان به يې ژوندي له ځانه سره وړل، خو بیا وروسته دغې جګړه ییزې وړتيا د ورزش بڼه غوره کړه.

XS
SM
MD
LG