د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۵

هند: پاکستان افغانستان کې د ستونزو محرک دی، امریکا سره یې په ګډه څارو


ملابرادر او د پاکستان صدراعظم عمران خان
ملابرادر او د پاکستان صدراعظم عمران خان

هند وایي چې د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر او نورو مشرانو موافقه وکړه چې پاکستان وڅاري. د هند په باور اسلام اباد په افغانستان کې د ستونزو محرک دی.

د هند صدراعظم ناریندر مودي پرون په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره وکتل او بیا یې په هغه غونډه کې برخه واخیسته چې هم ولسمشر بایډن و، هم د اسټرالیا او جاپان مشران.

هندي چارواکي وایي، صدراعظم مودي په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته چې تېره میاشت یې کابل ونیو په افغانستان کې د افراطي عناصرو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

په سپینه ماڼۍ کې د دې غونډې په ارتباط د هند د بهرنیو چارو وزیر هارش ورډن شرینګلا خبریالانو ته وویل: "دا احساس ښکاره و چې په نور دقت او مراقبت په افغانستان کې د پاکستان نقش وڅارو، همدا راز د ترهرګرو د مسالې په اړه د پاکستان رول ته ځیر اوسو."

د هند د بهرنیو چارو د وزیر په باور امریکا، هند، اسټرالیا او جاپان به دې مهم ټکي ته هم پاملرنه کوي چې پاکستان د اسانتیاو د رامنځته کېدو ادعا کوي او په ډېرو مواردو کې په سیمه او له سیمې بهر پاکستان د ځینو ستونزو محرک دی.

هندي چارواکي وایي، صدراعظم مودي په افغانستان کې د افراطي عناصرو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.
هندي چارواکي وایي، صدراعظم مودي په افغانستان کې د افراطي عناصرو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

هند په افغانستان کې د لویدېځ د پلوي حکومت یو ډېر سخت ملاتړی و چې تېره میاشت یې وروسته له شلو کلونو د امریکایي ځواکونو تر وتلو وورسته سقوط وکړ او طالبانو کابل ونیو.

پاکستان له ۱۹۹۶میلادي تر ۲۰۰۱ میلادي کلونو پورې د طالبانو د تېر رژیم سخت ملاتړی و او واشنګټن د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو مخکې د سولې په هڅو کې د پاکستان د همکارۍ ستاینه کړې ده.

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم د پنجشبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې ترڅنګ د خبرو پرمهال له پاکستانه مننه وکړه چې له افغانستانه یې پاکستان ته د امریکایانو د ایستلو په چارو کې مرسته کړې ده.

د پاکستان صدراعظم عمران خان بیا پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې یو شمېر سیاستوال په متحد ایالاتونو او اروپا کې پاکستان ملامتوي خو د ۲۰۰۱میلادي کال د سېپټمبر تر نهمې وروسته له ترهګرو سره په مبارزه کې له افغانستان پرته تر ټولو ډېر زیان پاکستان ته رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG