د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

امریکا: یو نیم زر امریکایان افغانستان کې شته، ماموریت به یې ادامه پیدا کړي


ارشیف، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې امریکايي ځواکونه
ارشیف، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې امریکايي ځواکونه

د امریکا متحد ایالاتونه غواړي چې له افغانستانه د امریکایي اتباعو او یو شمېر افغانانو د ایستلو بهیرته د اګسټ تر یودیرشمې ورهاخوا هم ادامه ورکړي.

د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل: "زموږ د کار لپاره ضرب الاجل نه شته چې کوم امریکایي غواړي چې له افغانستانه یې وباسو له ډېرو نورو افغانانو سره چې د کلونو- کلونو په مخه یې له موږ سره کار کړی دی او غواړي چې ووځي او نه شي کولی. دا هڅې به هره ورځ د اګسټ له ۳۱مې وروسته هم ادامه پيدا کړي."

بلېنکن زیاته کړه چې دې برخه کې یې د طالبانو موافقه هم ترلاسه کړې ده چې امریکایان او هغه افغانان چې ژوند یې په خطر کې دی د اګسټ تر ۳۱مې وروسته له افغانستانه وباسي.

د ښاغلي بلېنکن په باور لا هم نژدې یو نیم زر امریکایان په افغانستان کې شته او په تېرو ۱۲ ورځو کې څلورنیم زره امریکایي اتباع له افغانستانه ایستل شوي دي.

د دې جګپوړي امریکایي ډیپلومات په وینا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ټیلیفون، ایمیل، اېس اېم اېس او له نورو لارو له پنځه سوه امریکایانو سره اړیکې ټینګې کړي دي او هڅې روانې دي که دا نور زرتنه هم غواړي چې له افغانستانه ووځي چې دوی یې غم وخوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن ویلي امریکایان او هغه افغانان چې ژوند یې په خطر کې دی د اګسټ تر ۳۱مې وروسته له افغانستانه وباسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن ویلي امریکایان او هغه افغانان چې ژوند یې په خطر کې دی د اګسټ تر ۳۱مې وروسته له افغانستانه وباسي.

په افغانستان کې یو شمېرهغه امریکایان هم شته چې اصلاً افغانان دي او د امریکا تابعیت لري.

بل لورته ښاغلي بلېنکن په خبري غونډه کې هیله ښکاره کړه چې په کابل کې به د سولې روانې خبرې نتیجه ورکړي: "موږ له طالبانو سره له یوې مودې راهیسې ډیپلوماتیک تماس لرو چې کال یې کېږي، څو د سولې په ټپه ولاړې خبرې مخته ولاړې شي. لا هم هلته د سولې خبرې او بحثونه د طالبانو او د افغانستان د پخواني حکومت د استازیو ترمنځ روان دي چې واک انتقال کړي او په راتلونکي حکومت کې همه شمولیت ته پام وشي، موږ د دې هڅو ملاتړ کوو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ورته وخت کې طالبانو ته خبرداری ورکړ که یې چېرته کړې ژمنې پرځای نه کړي، واشنګټن به له خپلو متحدانو سره په ګډه داسې فشارونه پرې راولي چې دوی منزوي شي.

واشنګټن له طالبانو غواړي چې په خپل حکومت کې بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه مراعات کړي او پرې نه ږدي چې ترهګر په افغانستان کې پناه ځای پیدا کړي.

طالبانو په دې برخو کې امریکایانو ته ډاډ ورکړی دی، خو د چهارشنبې په ورځ د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د غونډې په ترڅ کې برخه والو پر طالبانو غږ وکړ چې خپلې ژمنې په عمل کې ثابتې کړي.

XS
SM
MD
LG