د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶
ارګ ته یو شمېر ننوتلي وسله‌وال طالبان
ارګ ته یو شمېر ننوتلي وسله‌وال طالبان

افغانستان کې سیاسي او امنیتي بدلون

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله یوه لنډه وېډیو کې ښاغلي غني ته د پخواني جمهور رئیس خطاب کړی او زیاتوي، دا چې په داسې یو وضعیت کې یې خلک او وطن پرېښود، خدای دې ورسره حساب وکړي. ښاغلي عبدالله له خلکو هم غوښتي چې له زغمه کار واخلي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ومنله چې جمهور رئیس غني افغانستان ترک کړی دی.

هغه یوه لنډه وېډیو کې ښاغلي غني ته د پخواني جمهور رئیس خطاب کړی او زیاتوي، دا چې په داسې یو وضعیت کې یې خلک او وطن پرېښود، خدای دې ورسره حساب وکړي.

ښاغلي عبدالله له خلکو هم غوښتي چې له زغمه کار واخلي او پر ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو یې غږ کړی چې د خلکو ژوند او مال خوندي کړي.

دا وېډیو د هغه په رسمي فېسبوک‌پاڼه خپره شوې ده.

۱۰:۰۱ ۲۵.۵.۱۴۰۰

تر ۶۰ زیات هېوادونه: افغانانو او نورو اتباعو ته باید د وتلو زمینه برابره شي

تر ۶۰ زیاتو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، افغانان او د نورو هېوادونو اتباع چې غواړي له افغانستانه ووځي باید د وتلو زمینه برابره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله، دغو هېوادونو ویلي، هوايي ډګرونه او سرحدي دروازې باید پرانیستې پاتې وي.

د کابل هوايي ډګر کې د خلکو ګڼه ګوڼه

د امریکا حکومت، د اسټرالیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، کوریا جمهوریت، قطر او بریتانیا په ګډون تر ۶۰ زیاتو نورو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې ویلي، هغه کسان چې په افغانستان کې پر قدرت ولکه ټینګوي، د انسانانو د ژوند او د ملکیتونو د خوندیتوب مسؤلیت لري.

دوی ویلي، افغانان د دې مستحق دي چې په امن او عزت کې ژوند وکړي.

۱۰:۰۲ ۲۵.۵.۱۴۰۰

امریکا وايي د کابل نړیوال هوايي ډګر د خوندیتوب لپاره اقدامات کوي

د امریکا متحده ایالاتو چارواکي وايي، دوی د کابل نړیوال هوايي ډګر د خوندیتوب لپاره اقدامات کوي، څو د امریکا او د نورو متحدانو پرسونل ته له افغانستانه د خوندي وتلو زمینه برابره شي.

دوی دا اقدام وروسته تر دې کوي چې وسله‌وال طالبان کابل ته ننوتل او ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستانه ووت.

د کابل هوايي ډګر مخ ته یو شمېر ولاړ وسله‌وال طالبان او عام خلک

د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو پرون په ګډه اعلامیه کې ویلي، د امریکا او متحدانو پرسونل به په ملکي او پوځي الوتنو کې سر له ننه له افغانستانه وځي او دا لړۍ به څو ورځې دوام کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، په راروانو ۴۸ ساعتونو کې به په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر نږدې ۶،۰۰۰ ته زیات شي چې مأموریت به‌یې تر ډېره د دغو چارو پر اسانتیا متمرکز وي.

۱۰:۱۰ ۲۵.۵.۱۴۰۰

ګوترش: طالبان او نورې ډلې دې د خلکو د ژوند خوندیتوب لپاره له زغم کار واخلي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، له طالبانو او نورو ډلو غواړي چې د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره له زغم څخه کار واخلي.

ده په عین حال کې غوښتنه کړې چې دغه ډلې دې، د بشردوستانه اړتیاوو د پوره کولو ډاډ ورکړي.

ښاغلي ګوترش پرون په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان د وضعیت په اړه سخته اندېښنه لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو سرمنشي، زیاته کړې چې ملګري ملتونه به د سوله‌ییز جوړجاړي او په افغانستان کې د بشري حقونو د پراختیا لپاره ژمن پاتې وي.

ګوترش ویلي، نړیوالو قوانینو او بشري حقونو ته دې درناوی وشي، دغه‌راز د ښځو او نجونو لاسته راوړنې دې خوندي شي.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د ناروې ډیپلوماتیک مأموریت ویلي چې امنیت شورا په پام کې لري، پر افغانستان بحث وکړي.

د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا غونډه د ناروې او استونیا په غوښتنه جوړېږي.

۱۴:۴۷ ۲۵.۵.۱۴۰۰

طالبان: د راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړه یو پلاوی له کابل دوحې ته ځي

طالبان وايي، په افغانستان کې د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه له یو شمېر افغان سیاسیونو سره خبرې کوي او یو پلاوی له کابل دوحې ته ځي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

طالبان وايي، په افغانستان کې د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه له یو شمېر افغان سیاسیونو سره خبرې کوي او یو پلاوی له کابل دوحې ته ځي.

په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل، لا معلومه نه‌ده چې دا پلاوی به کله ولاړ شي، خو دا پلاوی به ژر دوحې ته ولاړ شي او دوی هم چمتو دي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه سره بحثونه وکړي.

ښاغلي نعیم د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۲۵» "موږ غواړو چې یو تفاهم وي او په سوله‌ییز شکل د راتلونکي لپاره یو ترتیب برابر شي. هغه کسان چې راځي، دلته به راشي، سره کېنوو او وګورو چې څه کېږي. اوس وضعیت عادي نه‌دی، وګورو چې څه کېږي او څه ډول راتلونکی ترتیب برابرېږي."

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

طالبان داسې مهال له افغان سیاسیونو سره د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه بحث ته لېوال او په تمه دي چې پرون‌یې د ارشاد او دعوت کمېسیون مشر امیر خان متقي وویل، د واک لېږد روښانه دی او راتلونکی نظام د هغه چا دی چې اوس پر ټول وطن حاکم دي.

خو د هغه تر خبرو وروسته، په قطر کې د دې ډلې بل غړي سهیل شاهین اسوشیټډ پرس ته وویل، د ټول‌ګډونه یا همه‌شموله اسلامي حکومت د جوړېدو لپاره خبرې پیلوي.

ده زیاته کړې، د واک د انحصار فکر کې نه‌دي او د یوه ټول‌ګډونه، اسلامي حکومت د جوړولو لپاره له ټولو افغاني جهتونو سره خبرې پیلوي.

خو له افغانستان تر اوسه د دې خبرو د پخلي خبره یوازې پخواني جمهور رئیس حامد کرزي کړې ده.

هغه تېره شپه بي‌بي‌سي ته وویل، له طالبانو سره د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه د خبرو لپاره دوحې ته ځي.

ښاغلي کرزي زیاته کړه، زلمي خلیلزاد ده ته ټیلیفون کړی او ترې یې غوښتي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته سفر وکړي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

هغه ونه‌ویل چې دا سفر به کله وشي، خو ټینګار یې وکړ چې له طالب مشرانو سره د سولې او امنیت د راتلو لپاره اړیکه کې دی.

د افغان سیاسیونو او طالبانو ترمنځ د راتلونکي حکومت د څرنګوالي د پیلېدو بحث داسې مهال مطرح کېږي چې یوه ډله نور سیاسیون پاکستان کې دي.

محمد یونس قانوني، محمد کریم خلیلي، صلاح‌الدین رباني، احمد ضیا مسعود، احمد ولي مسعود، لطیف پدرام، خالد نور او ځیني نور د دې پلاوي غړي دي.

دوی نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدل.

ښاغلي قریشي په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه لیکلي، له افغان سیاسیونو سره کتنه کې یې په افغانستان کې د جمهوریت، سولې او ثبات په اړه خبرې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

دا په داسې حال کې ده چې پرون بیا حامد کرزي او عبدالله عبدالله اعلان وکړ چې د ګډوډۍ د مخنیوي، د سولې اړوند مسئلو او په سوله‌ییزه توګه‌یې د واک د لېږد مدیریت لپاره د ګلبدین حکمتیار په ګډون د همغږۍ شورا جوړه کړې ده.

په ورته وخت کې ملګري ملتونو نن دوشنبه د افغانستان په اړه بېړنۍ ناسته رابللې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش له طالبانو هم غوښتي چې له زغم کار واخلي، بشري حقونو ته درناوی وکړي او د بشري مرستو رسېدو ته زمینه برابره کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG