د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

خوست کې د کرکټ سیالۍ د 'ډډوالو' لوبډلې په بریا پای ته ورسېده


خوست کې د کرکټ لوبغاړي
خوست کې د کرکټ لوبغاړي

د جولای د ۲۳ مې په مازدېګر ډیورند کرښې ته څېرمه د غلام خان اړوند د مشې کنډو په سیمه کې د خوست د بېلابېلو سیمو د زرګونو نندارچیانو په ګډون د کرکټ پای لوبه وشوه.

د کرکټ یادې سیالۍ چې د لوی اختر په اولې ورځې پیل شوې وې، موخه يې د لر او بر پښتنو یووالی او د سولې څخه د ولسونو پراخه ملاتړ وو.

یادې لوبې د پاکستان په چارو کې د افغان ولسمشر د ځانګړي استازي عمر داودزي له خوا پلان شوې وې.

په دې لس اووریزو سیالیو کې ۱۶ لوبډلو برخه اخیستې وه چې پایلوبې ته د ډډوالو او پنزايې لوبډلې ووتې او بالاخره ټورنمنټ د ډډوالو د لوبډلې په بریا سرته ورسېده.

د غلام خان د غونډیو په ډاګي کې له ډېرو کلونو راهیسې دا ډول لوبې جوړیږي چې کورتوبه يې احمد مشیوال پر غاړه لري.

په دې ټورنمنټ کې په دې ۱۶ لوبډلو برخه اخیستې وه .

بل لوري ته خوست والي مهمند کټوازي د خوست امنیت د افغانستان د نورو سیمو لپاره ښه مثال یادوي.

که څه هم د وخت او مودې په لحاظ کرکټ افغانستان او په ځانګړي ډول خوست کې تر ټولو نوې لوبه ده، خو په دې لنډه موده کې يې دومره مینه وال پیدا کړي چې نږدې په هره ولسوالۍ او کلي کې ځوانان او ماشومان په خپلو کې د کرکټ لوبې کوي.

دا چې له پیله د خوست او لويې پکتیا یو شمېر لوبغاړي په ملي لوبډله کې لوبیږي، دې کار هم په خوست کې د کرکټ مینه وال ډېر کړي دي.

XS
SM
MD
LG