د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

خلیلزاد: د سولې تر ټینګښته امریکا د افغان پوځ هر ډول لاسنیوي ته چمتو ده


ارشیف، افغان پوځ
ارشیف، افغان پوځ

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې دی. هغه له افغانستان سره د هر اړخیزې مرستو ډاډ ورکړی.

خلیلزاد د دویم وار لپاره د خپلو همکارانو په ملتیا پرون دوشنبه (د غبرګولي ۱۷مه) مازدېګر په ارګ ماڼۍ کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو افغان چارواکو سره کتلي.

ارګ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې لیکلي، د افغانستان او امریکا تر منځ د همکارۍ په نوي فصل چې په کې د سیاسي، اقتصادي، ډپلوماټیکو او امنیتي اړیکو دوام دی بحث وشو.

د اعلامیې له مخې امریکايي پلاوي له افغانستان سره په یادو برخو کې د خپل هېواد حکومت هوډ څرګند کړ.

خلیلزاد ډاډ ورکړ چې د سولې تر ټینګښته پورې امریکا د افغان پوځ هر ډول لاسنیوي ته چمتو ده.

هغه دا خبره له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې وکړه چې بېګا دوشنبه خپره شوه: "هر هغه څه چې امریکا یې د ځان د ګټو لپاره خطر بولي پر وړاندې یې دفاع کوي. همدا راز تر هغو چې سوله نه وي راغلي د افغانستان له پوځ سره به مرسته کوي. داسې مرسته چې هم د پیسو له اړخه، هم د وسلو له پلوه، هم د تمرین له اړخه او هم د هغو نورو ګامونو له اړخه چې اړتیا یې ده او په مټ یې اردو کولای شي خپله دنده چې د افغانستان دفاع ده پلې کړي."

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد

امریکا او ناټو له افغانستانه د خپلو پاتې عسکرو ایستل له مې میاشتې راهیسې پيل کړي او د سېپټمبر تر یوولسمې دا پروسه بشپړوي.

خلیلزاد د امریکا د ولسمشر جو بایډن د دې پرېکړې ننګه وکړه، خو ویې ویل چې که بیا په افغانستان کې د ترهګرۍ خطر راپورته شي یا د امریکا ګټو ته خطر پېښ شي امریکا به په سیمه کې ځواکونه ولري، څو د خپلو ګټو دفاع وکړي.

خلیلزاد د دې تر څنګ چې د افغانستان له پوځ سره د ۲۰۲۲ میلادي کال په مخه د درې میلیارد او درې سوه میلیونه ډالره ییزې مرستې یادونه وکړه ویې ویل چې د پيسو په لګښت څار ته هم پام ساتل کېږي.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی داسې وخت کابل ته تللی چې د افغانستان په څو سیمو کې د افغان پوځ او طالبانو تر منځ نښتو زور اخیستی.

په تېرو ۴۸ ساعتونو کې طالبانو د غور شهرک او د ارزګان ګیزاب ولسوالۍ نیولي او د فاریاب قیصار یې هم د ملي اردو له یوه کنډک پرته نوره ټوله خپل کنټرول کې راوستې.

خلیلزاد ویلي چې په افغانستان کې جګړو ډېر زور اخیستی، خو د دوحې پروسه پڅه روانه ده او مرکچیانو لا اصلي مسایل سره نه دي څېړلي.

XS
SM
MD
LG