د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۷

کابل کې د ملالۍ جام په نوم د نجونو د بایسکل چلوونې سیالۍ

په کابل کې د ملالۍ جام په نوم د نجونو د بایسکل چلوونې سیالۍ وشوې.
یولدز هاشمي له فاریاب اتلولي وګټله، زهرا رضايي او ریحانه محمدي دواړه د بامیان دي دوهم او درېیم مقامونه ګټلي.

د دغو سیالیو په اړه د بایسکل چلوونې د فدراسیون رئیس فضلي احمد فضلي په ازادي راډیو ته وویل: پنځه څلوېښتو ښځينه لوبغاړو د شپږو ولایتونو څخه ګډون کړی . د سیالۍ فاصله شل کیلومتره وه د افغانستان د المپیک ملي کمېټې څخه مو حرکت وکړ او د قرغې بند اخري تمځای و."

ښاغلي فضلي وویل، د دې سیالیو تکړه نجونې به د ملي ټيم او راتلونکو بهرنیو سیالیو لپاره ونیول شي.

XS
SM
MD
LG