د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

رومانیا کې یو مړ شوی نوماند د دیفیسیلو کلي د ښاروالۍ انتخاباتو ګټونکی شو


الیمان ییون
الیمان ییون

د رومانیا په یوه کلي کې خلکو د ښاروالۍ په ټاکنو کې داسې چا ته رایه ورکړه چې هغه ژوندی نه‌و، خو دا مړ په انتخاباتو کې بریالی شو.

د رومانیا په جنوب کې د دیفیسیلو په نوم کلي کې د ښاروالۍ د ریاست په انتخاباتو کې الیمان ییون بریالی شو. په کومه ورځ چې ټاکنې کېدې د ده د مرګ دوهمه اوونۍ وه.

الیمان په دې ټاکنو کې ۶۴ په سلو کې رایې خپلې کړې. د نتیجو تر اعلان وروسته په ټولنیزو رسنیو کې داسې وېډیوګانې خپرې شوې چې کلیوال د یون الیمان ګور ته ورځي، شمې پرې لګوي.

روېټرز اژانس د یوه سړي په وینا څرګندوي چې د الیمان پر قبر ولاړ دی ورته وایي: "دا ستا بریا ده، پوهېږم چې پر موږ ویاړې، ته دې ارامه یې."

دیفیسیلو کلی د رومانیا په جنوب کې دی او شاوخوا درې زره کسان په‌کې ژوند کوي.

د دې کلي یوې مېرمنې د الیمان په اړه وویل چې دی د ښاروالۍ رښتونی رئیس و، د کلیوالو لپاره‌یې کار کاوه، د قوانینو درناوی یې کاوه، ګومان نه‌کوو چې بیا به داسې رئیس پیدا کړو.

الیمان پخوا په سمندري ځواکونو کې کار کاوه. ۵۷ کلن و او د سپټمبر په ۱۷مه‌یې په پلازمېنه بخارست کې د کرونا ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

د انتخاباتو مسؤلینو وویل چې د الیمان نوم پر رأی‌پاڼو لیکلی و، نو دوی نه‌شوی لیرې کولای، خو اوس به بیا له سره د دې کلي د ښاروالۍ د ریاست لپاره ټاکنې وکړي.

XS
SM
MD
LG