د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

د افغان دولت مرکچي پلاوی: د قطر مذاکرات پر رسم لوري روان دي


قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډې یو انځور
قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډې یو انځور

د افغانستان د دولت مرکچي پلاوی وايي، د سولې په روانو خبرو کې څېړل شوي مسایل د راتلونکو خبرو د پرمختګ لپاره پوخ بنسټ کېدای شي.

په قطر کې د افغانستان د دولت او طالبانو د پلاوو ترمنځ د خبرو له پیله درې اونۍ تېرېږي خو تراوسه هم کوم مهم پرمختګ نه ترسترګو کېږي.

د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي، په روانو خبرو کې داسې مسایل هم شته چې باید په راتلونکي کې بحث پرې شوی وای خو دواړو خواوو په روانو خبرو کې څېړلې دي.

مېرمن کوفي دا په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو مثبت اړخ بولي او وايي اوسنۍ خبرې د راتلونکي لپاره یو ښه اساس جوړوي.

فوزیه کوفي
فوزیه کوفي

هغې زیاته کړه: "بحثونه که له تخنیکي پلوه یوڅه وخت اخلي او اوږدېږي، خلکو ته اندېښنه پیدا کېږي ځکه دوی غواړي نتیجه وویني، خو زما تصور دا دی چې موږ پر سم لوري روان یو مګر یوازې دا خبرې باید چټکې شي، زما په نظر ټول هغه موارد چې ښايي شپږ میاشتې وروسته مطرح شوي وای نن مطرح شوي دي چې دا بیا په راتلونکي کې د خبرو د بریا لپاره ډېر ښه بنسټ ایښودلای شي."

مېرمن کوفي وايي افغانان حق لري چې د سولې له مرکچیانو څخه بېړه وغواړي خو دا زیاتوي چې خبرې اوس هم وروسته نه دي پاتې او له ټاکلي هدف سره سم روانې دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم هم وايي چې طالبان د خبرو روان جریان ته خوشبین دي.

ښاغلي نعیم تېره شپه آزادۍ راډیو ته وویل چې طالبان د پاتې ستونزو حل ته هیله من دي.

تمه ده چې له پرونۍ یو ورځنۍ وقفې وروسته د دواړه لورو پلاوي د مذاکراتو د کړنلارې په اړه لانجمنې خبرې نن یوځل بیا پیل کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري آزادۍ راډیو ته وویل چې د دولت د مرکچي پلاوي غړي به خپلو غونډو ته دوام ورکړي.

ناجیه انوري
ناجیه انوري

انوري زیاته کړه: "د افغانستان د اسلامي دولت د مرکچي ټیم کورنۍ او عمومي غونډې به دوام وکړي، همداراز د غونډو د طرزالعمل د بشپړولو لپاره کار به هم روان وي."

د طالبانو ټینګار چې وايي، د امریکا او طالبانو د فبروري میاشتې موافقه دې د سولې د خبرو اساس وي او د افغان دولت دریځ چې وايي، د لانجمنو مسایلو د حل لپاره دې د حنفي فقهې ترڅنګ جعفري فقهې ته هم مراجعه وشي، هغه مسایل دي چې دواړو خواوو مهم اختلافي ټکې بللي دي.

د ملي مصالحې د عالي شورا رییس د چهارشنبې په ورځ اسلام‌اباد ته د سفر په وروستۍ ورځ له فرانسپرس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، ځینې خنډونه چې د دوحې خبرې یې ځنډنۍ کړې وې تر ډېره لیرې شوي دي.

د عبدالله عبدالله اشاره هم همدې دوو ټکو ته وه.

XS
SM
MD
LG