د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

پلټنې ادارې د افغان حکومت ۴۴ پخواني او اوسني چارواکي لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي


غزال حارس
غزال حارس

په کرونا بودجه کې د پراخ مالي فساد په اړه راپورونه.

د افغانستان د جمهوري ریاست د پلټنې اداره وايي د کرونا ویروس سره د مبارزې په بودجه کې د پراخ فساد د موجودیت له امله‌يې د افغان حکومت ۴۴ پخواني او اوسني چارواکي لویې څارنوالۍ ته د پلټنو په هدف معرفي کړي دي.

دې ادارې وویل په څلورو ولایتونو بدخشان، نورستان، میدان وردک او هرات کې د دوی د څېړنو موندنې ښيي چې د کرونا په بودجه کې لسګونه میلیونه افغانۍ فساد شوی دی.

د دې ادارې مشرې غزال حارس د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۰۵» په کابل کې د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل چې تر ډېره ستونزه د اجناسو د نرخونو په لوړوالي کې وه.

اغلې حارس وویل د بېلګې په ډول په هرات کې د سټي سکن یو ماشین په ۳۰ میلیونه افغانیو اخیستل شوی، په داسې حال کې چې د دغه ماشین بیه په عام بازار کې ۱۱،۹ میلیونه افغانۍ کېږي.

اغلې حارس زیاتوي: "زموږ موندنې ښيي چې د بازار له تخمیني بیې نه په لوړه بیه مواد پېرل شوي، په ټولو ولایتونو کې دا ستونزه موجوده وه، د بازار له تخیمني بیې په لوړه بیه سودا شوې ده، مثلاً په هرات ولایت کې شپږ قلم جنس د بازار له تخمیني بیې ۱۹ میلیونه افغانۍ په لوړه بیه اخیستل شوي."

د دې ادارې مشرې دغه‌راز د نورستان ولایت بېلګه وړاندې کړه او ویې‌ویل چې په دې ولایت کې ۴۹ قلمه مواد په ۱۳ میلیونه افغانیو اخیستل شوي په داسې حال کې چې یوازې ۱۲ قلمه اجناس د بازار له نرخه ۴،۵ میلیونه افغانۍ په لوړ قیمته اخیستل شوي دي.

اغلې حارس دا هم وویل چې په یادو ولایتونو کې ځیني غیر اړین توکي اخیستل شوي چې تر دې دمه ترې هېڅ ډول ګټه نه‌ده اخیستل شوې.

اغلې حارس که څه هم د شوي فساد دقیقه کچه وړاندې نه‌کړه، خو ویې‌ویل چې ټول اسناد يې لويې څارنوالۍ ته استولي دي.

د پلټنې عالي ادارې د مسؤلینو په وینا چې د فساد د دغه قضیې په تړاو يې ۴۴ لوړپوړي او ټیټ پوړي دولتي مأمورین لويې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

فېروز بشري
فېروز بشري

د دغه ادارې ویاند فېروز بشري ازادي راډيو ته وویل چې په یادو ۴۴ کسانو کې د عامې روغتیا پخوانی وزیر فېروزالدین فېروز په ګډون د همدې وزارت، څلور مرستیال وزیران، څلور والیان او پاتې نور يې مالي او اداري رئیسان او د تدارکاتو د کمېټې غړي شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د کرونا ویروس پر مهال د بودجو د حیف‌ومیل کېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د پلټنې ادارې ته دنده وسپارله چې د کرونا په برخه کې د ټولو مسؤلو ادارو او چارواکو د لګښتونو پلټڼې وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د اداري فساد په برخه کې د حکومت دا اقدامات د پوښتنې وړ بولي.

د دې بنسټ رئیس اکرام افضلي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "د کرونا په بودجه کې فساد یوه ښکاره خبره ده او په دې کې شک نه‌شته چې لوی مالي فسادونه به نه‌وي ترسره شوي ځکه دلته د فساد زمینه برابره ده، ځکه افغان حکومت له غوښتنو سره سره هم په دې برخه کې اطلاعات په وخت شریک نه‌کړل، خو د برسي اداره چې د ارګ برخه ده کومې پلټنې يې چې ترسره کړي دي داسې ښکاري چې دا پلټنې نیمګړې وې، ځکه د پلټنې دا اداره نه قانون لري او نه هم دا ظرفیت لري چې دغه ډول پلټنې ترسره کړي."

سید اکرام افضلي
سید اکرام افضلي

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان عامې روغتیا وزارت، تورنو شویو والیانو او لويې څارنوالۍ نظر هم ولرو، خو ونه‌توانېدو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال وحید مجروح چې نوم‌يې څارنوالۍ ته د معرفي شویو کسانو په لېست کې شته مخکې له دې ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې دی د سیاسي توطئو قرباني شوی.

د عامې روغتیا مخکېني وزیر فېروزالدین فېروز هم پر ده لګېدلي تورونه سیاسي بللي دي.

د جمهوري ریاست د پلټنې ادارې د چهارشنبې د ورځې په خبري کنفرانس کې د هغه د مصنوعي تنفسي دستګاوو په اړه چې وړاندې يې پاکستان ته د قاچاق راپورونه خپاره شوي وو هم خپلې موندنې شریکې کړې.

د دې ادارې مشرې غزال حارس وویل د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې د مصنوعي تنفس ۳۳۵ الې موجودې وې چې له دې شمېرې ۷۰ الې یې د نړیوالې ټولنې او خلکو له‌خوا مرسته شوې دي.

د یو شمېر مصنوعي دستګاه‌وو لېست
د یو شمېر مصنوعي دستګاه‌وو لېست

خو هغې وویل چې د دوی پلټنې ښيي چې هېڅ یوه اله کوم هېواد په ځانګړي ډول پاکستان ته نه‌ده قاچاق شوې.

د افغانستان په روغتیايي سکټور کې دا پلټنې وروسته له هغه پیل شوې چې په دې هيواد کې د کرونا د اوج پر مهال د پراخ مالي فساد او د مصنوعي تنفس الو د قاچاق راپورونه ورکړل شول.

XS
SM
MD
LG