د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۱
د سولې مشورتي لویه جرګه
د سولې مشورتي لویه جرګه

د مشورتي لویې جرګې پایله؛ غني: د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو حکم به لاسلیک کړم

د سولې مشورتي لویې جرګې د یو ۲۵ ماده‌یيز پرېکړه‌لیک په صادرولو سره پرېکړه وکړه چې د طالبانو ۴۰۰ بندیان دې خوشې شي. ولسمشر غني د دغې جرګې ته وینا کې وویل د جرګې پرېکړې ته په کتو به د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو حکم لاسلیک کړي. دغه جرګه جمعه د ۳،۴۰۰ ګډونوالو په حضور پیل او درې ورځې یې دوام وکړ.

په افغانستان کې څلورمه مشورتي لویه جرګه نن پیل شوه. په دې جرګه کې د هغه ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه بحث کېږي چې حکومت‌يې د نه‌خوشې کولو، خو طالبان‌يې پر خوشې کولو ټينګار کوي.

افغان حکومت په تېرو ۱۱ کلونو کې درې نورې مشورتي لویې جرګې ترسره کړي چې لږترلږه دوه‌يې د سولې پروسې اړوند وې.

که څه هم په افغانستان کې د لویو جرګو جوړول کلونه تاریخي مخینه لري، خو د مشورتي لویو جرګو جوړېدل له نږدې ۱۱ کلونو راهیسې دود شول.

جرګه د دې هېواد عنعنوي دود دی، خو اوس‌يې قانوني بڼه خپله کړې ده.

په افغانستان کې لومړنۍ لویه جرګه په ۱۷۴۷ لمریز کال کې په کندهار کې جوړه شوه چې له مخې یې احمد شاه ابدالي د معاصر افغانستان مشر وټاکل شو.

خو په وروستیو کلونو په ځانګړي ډول په ۱۳۸۲ کال کې د اساسي قانون له مخې په افغانستان کې د جرګو د جوړېدو لپاره ځانګړي شرایط وضع شول.

تاریخ لیکونکی غلام محمد محمدي چې له ۱۰ زیات تاریخي اثار یې چاپ شوي وايي، د افغانستان په اساسي قانون کې د لويو جرګو د جوړېدو او څرنګوالي په تړاو هر څه روښانه دي.

ښاغلی محمدي زیاتوي: "پخوا د جرګو جوړولو لپاره منظم قانون نه‌و جوړ شوی چې لویه جرګه باید څه ډول او څوک به په‌کې ګډون کوي، په قبیله‌یي ډول وه. اوس لویه جرګه په اساسي قانوني کې تعیین او مستعجل شوې. که د دې قانون په اساس نه‌جوړېږي، نو حقیقت کې دا د قانون نقض دی."

دا باور لري چې په تېرو ۱۱ کلونو کې چې کومې مشورتي لويې جرګې جوړې شوي د اساسي قانون له موادو سره ټکر لري او ډېری یې د مسؤلیت څخه د تېښتې په موخه جوړې شوې دي.

دی وايي دا ډول جرګې تر ډېره په پرېکړو کې د خلکو د ورګډولو په هدف ترسره شوي دي.

په افغانستان کې د سولې لومړۍ مشورتي لویه جرګه په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د افغانستان د جمعیت ګوند د مشر برهان‌الدین رباني په مشرۍ ترسره شوه چې د ګډونوالو شمېر یې ۱۶۰۰ کسانو ته رسېد.

په دې جرګه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې برنامه تأیید کړه، د سولې عالي شورا جوړه شوه او دغه‌شان د طالبانو یو شمېر بندیان خوشې شول.

دوهمه مشورتي لویه جرګه هم د حامد کرزي د ولسمشرۍ په وخت کې د ۱۳۹۲ کال د عقرب په ۳۰مه د جهادي مشر صبغت مجددي په مشرۍ جوړه شوه.

په دې مشورتي لویه جرګه کې هم ۲،۵۰۰ کسانو ګډون کړی و چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون تصویب شو، خو ظاهراً ‌يې پایلې د ښاغلي کرزي له‌خوا ونه‌منل شوې.

او درېیمه مشورتي لویه جرګه تېر ۱۳۹۸ کال د ثور په نهمه نېټه جوړه شوه چې ۳،۲۰۰ کسانو په‌کې ګډون کړی و او جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف‌يې مشري کوله.

د دې جرګې اصلي بحث طالبانو ته د سولې په برخه کې حدود ټاکل و چې د ګډونوالو له پنځه ورځني بحثونو وروسته‌يې افغان حکومت ته ۲۳ ماده‌ییز پرېکړه‌لیک وړاندې کړ.

افغان حکومت وايي څلورمه مشورتي لویه جرګه کې به د هغه ۴۰۰ طالب بندیانو په سرنوشت بحث وشي چې په درنو جرمونو ککړ دي.

حکومت وايي په دې جرګه کې به دغه‌شان د تېر کال د جرګې په موضوعاتو هم بحثونه وشي.

په دې جرګه کې هم له ټول هېواد څخه ۳،۲۰۰ کسانو ګډون کړی.

د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون مشر معصوم ستانکزي په وینا چې دغه طالبان د قتل، مخدره موادو قاچاق او یو شمېر نورو جرمونو په تور محکوم دي او یو شمېر یې په اعدام محکوم دي.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل بیا وایي، له ټولو نیمګړتیاوو سره سره چې ښایي د مشورتي جرګې په جوړېدو کې وي، مېکانیزم‌یې باید د ولس په خیر وکارول شي.

د افغانستان د اساسي قانون شپږم فصل د لویې جرګې د جوړېدا اهمیت او د جرګې صلاحیتونو ته ځانګړی شوی.

د اساسي قانون په ۱۱۰ ماده کې راغلي، "د افغانستان د خلکو ارادې مهمه مرجعه" بیانوي.

د اساسي قانون په ۱۱۱ ماده کې راغلي لویه جرګه په هغه حالت کې جوړېږي او خلک لوی تصمیمونه نیسي لکه استقلال، ځکمنۍ بشپړتیا، اساسي قانون تعدیل او کله چې ولسمشر محاکمه کېږي.

۱۶:۳۱ ۱۸.۵.۱۳۹۹

د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د یو شمېر افغانانو وېشلي نظرونه

یو شمېر ولسي وګړي د ۴۰۰ طالب بندیانو د ازادېدو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

ځیني وايي چې د طالبانو ازادېدل به د سولې دروازه پرانیزي، خو یو شمېر نور بیا وايي چې د دوی ازادېدل له سولې سره هېڅ مرسته نه‌شي کولای.

دا وېشلي نظرونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ۴۰۰ طالب زندانیانو د سرنوشت په اړه نن په کابل کې د مشورتې لویې دوهمه ورځ ده.

ځیني يې خوشې کول غواړي، خو ځیني نور يې غواړي چې له قانون سره سم باید مجازات شي؟

د افغان حکومت له لوري یو شمېر خوشې شوي طالب زندانیان

هغه افغانان چې له خوشې کېدو سره‌يې موافق دي وايي، باید دغه طالبان د اوربند او جګړې ته د نه‌ستنېدو په شرط ازاد شي.

دوی زیاتوي: "عصمت خالد یم، که د ۴۰۰ طالب په خوشې کېدو سم دستي وروسته بین‌الافغاني خبرې پیلېږي، خوشې دې شي، موږ یې هرکلی کوو، باید د اوربند په شرط ازاد شي."

"اکبر خان یم د کندز اوسېدونکی، که چېرې ۴۰۰ طالبان خوشې کېږي، باید نړیوال ضمانت ورنه واخیستل شي، نومونه او جرمونه‌یې افشا شي، له خوشې کېدو وروسته باید له څار لاندې وي چې بیا جګړو ته ستانه نه‌شي."

خو ځیني نور بیا وايي چې له دې وړاندې ۵،۱۰۰ نور طالبان خوشې شول، خو په جګړه کې هېڅ کمی رانه‌غی، نو د دغو خوشې کېدل هم هېڅ ګټه نه‌لري.

دوی زیاتوي: "احسان‌الله یم د پکتیا اوسېدونکی، ۵،۱۰۰ طالبان ازاد شول، خو هېڅ په جګړه کې کمی رانه‌غی، باید ۴۰۰ طالبان خوشې نه‌شي، ځکه جګړه نوره هم ورسره تودېږي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې ته د وینا پر مهال

ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د لویې مشورتي جرګې په پرانیستونکې وینا کې د ۴۰۰ طالب زندانیانو واک او صلاحیت دغې جرګې ته ورکړ.

د سولې مشورتي لویه جرګه په کابل کې روانه ده چې له ۳۴ ولایتونو شااوخوا ۳،۲۰۰ استازي په‌کې ګډون لري او مشري یې هم د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوي.

ښاغلي عبدالله تېره ورځ وویل چې د جرګې غړو ته د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو په تړاو پرېکړه سخته ده، خو ډاډه ده چې دوی به داسې پرېکړه وکړي چې هېواد ته په خیر به وي.

۱۴:۵۷ ۱۸.۵.۱۳۹۹

عبدالله عبدالله: د طالبانو ټول ۴۰۰ بندیان افغانان دي او د هغوی په منځ کې هېڅ یو بهرنی وګړی نه‌شته.

۱۴:۵۶ ۱۸.۵.۱۳۹۹

عبدالله عبدالله: د جګړې د قربانیانو د کورنیو استازي د سولې په مشورتي لویه جرګه کې حضور لري او د طالبانو د ۴۰۰ زندانیانو د خوشې کولو په اړه د هغوی د نظریاتو اخیستل ډېر اړین دی.

۱۴:۵۴ ۱۸.۵.۱۳۹۹

عبدالله عبدالله: د بین‌الافغاني خبرو د پيل لپاره د ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کولو پرته بل هېڅ خنډ نه‌دی پاتې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG