د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰
د سولې مشورتي لویه جرګه
د سولې مشورتي لویه جرګه

د مشورتي لویې جرګې پایله؛ غني: د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو حکم به لاسلیک کړم

د سولې مشورتي لویې جرګې د یو ۲۵ ماده‌یيز پرېکړه‌لیک په صادرولو سره پرېکړه وکړه چې د طالبانو ۴۰۰ بندیان دې خوشې شي. ولسمشر غني د دغې جرګې ته وینا کې وویل د جرګې پرېکړې ته په کتو به د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو حکم لاسلیک کړي. دغه جرګه جمعه د ۳،۴۰۰ ګډونوالو په حضور پیل او درې ورځې یې دوام وکړ.

په افغانستان کې څلورمه مشورتي لویه جرګه نن پیل شوه. په دې جرګه کې د هغه ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه بحث کېږي چې حکومت‌يې د نه‌خوشې کولو، خو طالبان‌يې پر خوشې کولو ټينګار کوي.

افغان حکومت په تېرو ۱۱ کلونو کې درې نورې مشورتي لویې جرګې ترسره کړي چې لږترلږه دوه‌يې د سولې پروسې اړوند وې.

که څه هم په افغانستان کې د لویو جرګو جوړول کلونه تاریخي مخینه لري، خو د مشورتي لویو جرګو جوړېدل له نږدې ۱۱ کلونو راهیسې دود شول.

جرګه د دې هېواد عنعنوي دود دی، خو اوس‌يې قانوني بڼه خپله کړې ده.

په افغانستان کې لومړنۍ لویه جرګه په ۱۷۴۷ لمریز کال کې په کندهار کې جوړه شوه چې له مخې یې احمد شاه ابدالي د معاصر افغانستان مشر وټاکل شو.

خو په وروستیو کلونو په ځانګړي ډول په ۱۳۸۲ کال کې د اساسي قانون له مخې په افغانستان کې د جرګو د جوړېدو لپاره ځانګړي شرایط وضع شول.

تاریخ لیکونکی غلام محمد محمدي چې له ۱۰ زیات تاریخي اثار یې چاپ شوي وايي، د افغانستان په اساسي قانون کې د لويو جرګو د جوړېدو او څرنګوالي په تړاو هر څه روښانه دي.

ښاغلی محمدي زیاتوي: "پخوا د جرګو جوړولو لپاره منظم قانون نه‌و جوړ شوی چې لویه جرګه باید څه ډول او څوک به په‌کې ګډون کوي، په قبیله‌یي ډول وه. اوس لویه جرګه په اساسي قانوني کې تعیین او مستعجل شوې. که د دې قانون په اساس نه‌جوړېږي، نو حقیقت کې دا د قانون نقض دی."

دا باور لري چې په تېرو ۱۱ کلونو کې چې کومې مشورتي لويې جرګې جوړې شوي د اساسي قانون له موادو سره ټکر لري او ډېری یې د مسؤلیت څخه د تېښتې په موخه جوړې شوې دي.

دی وايي دا ډول جرګې تر ډېره په پرېکړو کې د خلکو د ورګډولو په هدف ترسره شوي دي.

په افغانستان کې د سولې لومړۍ مشورتي لویه جرګه په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د افغانستان د جمعیت ګوند د مشر برهان‌الدین رباني په مشرۍ ترسره شوه چې د ګډونوالو شمېر یې ۱۶۰۰ کسانو ته رسېد.

په دې جرګه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې برنامه تأیید کړه، د سولې عالي شورا جوړه شوه او دغه‌شان د طالبانو یو شمېر بندیان خوشې شول.

دوهمه مشورتي لویه جرګه هم د حامد کرزي د ولسمشرۍ په وخت کې د ۱۳۹۲ کال د عقرب په ۳۰مه د جهادي مشر صبغت مجددي په مشرۍ جوړه شوه.

په دې مشورتي لویه جرګه کې هم ۲،۵۰۰ کسانو ګډون کړی و چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون تصویب شو، خو ظاهراً ‌يې پایلې د ښاغلي کرزي له‌خوا ونه‌منل شوې.

او درېیمه مشورتي لویه جرګه تېر ۱۳۹۸ کال د ثور په نهمه نېټه جوړه شوه چې ۳،۲۰۰ کسانو په‌کې ګډون کړی و او جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف‌يې مشري کوله.

د دې جرګې اصلي بحث طالبانو ته د سولې په برخه کې حدود ټاکل و چې د ګډونوالو له پنځه ورځني بحثونو وروسته‌يې افغان حکومت ته ۲۳ ماده‌ییز پرېکړه‌لیک وړاندې کړ.

افغان حکومت وايي څلورمه مشورتي لویه جرګه کې به د هغه ۴۰۰ طالب بندیانو په سرنوشت بحث وشي چې په درنو جرمونو ککړ دي.

حکومت وايي په دې جرګه کې به دغه‌شان د تېر کال د جرګې په موضوعاتو هم بحثونه وشي.

په دې جرګه کې هم له ټول هېواد څخه ۳،۲۰۰ کسانو ګډون کړی.

د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون مشر معصوم ستانکزي په وینا چې دغه طالبان د قتل، مخدره موادو قاچاق او یو شمېر نورو جرمونو په تور محکوم دي او یو شمېر یې په اعدام محکوم دي.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل بیا وایي، له ټولو نیمګړتیاوو سره سره چې ښایي د مشورتي جرګې په جوړېدو کې وي، مېکانیزم‌یې باید د ولس په خیر وکارول شي.

د افغانستان د اساسي قانون شپږم فصل د لویې جرګې د جوړېدا اهمیت او د جرګې صلاحیتونو ته ځانګړی شوی.

د اساسي قانون په ۱۱۰ ماده کې راغلي، "د افغانستان د خلکو ارادې مهمه مرجعه" بیانوي.

د اساسي قانون په ۱۱۱ ماده کې راغلي لویه جرګه په هغه حالت کې جوړېږي او خلک لوی تصمیمونه نیسي لکه استقلال، ځکمنۍ بشپړتیا، اساسي قانون تعدیل او کله چې ولسمشر محاکمه کېږي.

۱۴:۵۰ ۱۷.۵.۱۳۹۹

د سولې مشورتي جرګې څخه یوه ګډونواله ایستل شوې

د سولې مشورتي جرګې لومړۍ ورځ د ځینو لانجو او فزیکي شخړو شاهده وه.

د سولې مشورتي لویې جرګې منتظمینو نن د ولسي جرګې او د سولې مشورتي جرګې غړې بلقیس روشن د اعتراض پر مهال له جرګې وایستله.

اغلې روشن د ولسمشر د خبرو پر وخت له خپل ځایه پاڅېده او په یوه ټوکَري بنر یې لیکلي و چې: "وحشي طالبانو ته باج ورکول ملي خیانت دی."

افغان ولسمشر اشرف غني بلقیس روشن ته وویل چې چاته باج نه‌ورکوي او پرېکړه د جرګې په غړو پورې تړلې ده.

د ولسمشر غني او بلقیس روشن تر لنډو خبرو وروسته د خواله رسنیو د تصویرونو له مخې ښکاري بلقیس روشن د یوې بلې ښځې له‌خوا په داسې حال کې چې شعار یې په لاس کې و او مخته روانه وه په ځمکه ووهل شوه.

په جرګه کې د بلقیس روشن وهل کېدو او له جرګې د هغې ایستلو ګڼ غبرګونونه هم پارولي دي.

د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیرې سیما سمر په خپله ټویټر لیکلي چې د معترض وهل ټکول ځورونه حسابېږي او ځورونه جرم دی چې باید عامل‌یې ځواب ورکړي.

اخوا په فېسبوک باندې یوه بله وېډیو هم خپره شوې چې د جرګې یو بل غړی او ځوان فعال غورځنګ سیال د جرګې د ترسراوي مسؤلینو له تالار وایسته.

۱۳:۱۸ ۱۷.۵.۱۳۹۹

غني: د سولې مشورتي جرګه سختې پرېکړې مخ کې لري

ولسمشر محمد اشرف غني نن د سولې مشورتي لویه جرګې په پرانیستونکې وینا کې وویل چې دا جرګه سختې پرېکړې مخ کې لري.

هغه وویل د طالبانو ۴۰۰ بندیان چې جرګه به‌یې د خلاصون په اړه بحث کوي درنې دوسیې لري او دی یې د خوشې کولو صلاحیت نه‌لري.

افغان ولسمشر وویل یوازې دوه لارې موجودې دي.

د سولې مشورتي لویه جرګه
د سولې مشورتي لویه جرګه

هغه زیاته کړه: "طالبانو ژمنه کړې که دغه ۴۰۰ زندانیان خوشې شي دوی به په درې ورځو کې دولت سره مخامخ مذاکرات پيل کړي او د مذاکراتو اوله موضوع به د تلپاتې اوربند په سر موافقې ته رسېدل وي، په عین حال کې یې تهدید کړی که دا (بندیان) خوشې نه‌شي نه‌یوازې جنګ او تاوتریخوالي ته دوام ورکوي، بلکې لا یې زیاتوي."

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن ازادي راډیو ته وویل چې ۴۰۰ طالب بندیان باید د مستقیمو خبرو د ژر پیل لپاره د دې جرګې له دایرېدو پرته خوشې شوي وی.

د سولې مشورتي لویه جرګه نن د درېیو ورځو په مخ پیل شوې چې مشري یې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ته سپارل شوې ده.

۱۳:۱۵ ۱۷.۵.۱۳۹۹

ولسمشر غني د سولې مشورتي جرګې په اړه د امریکا د ملاتړ هرکلی وکړ

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې له دایرېدو د امریکا د ملاتړ هرکلی وکړ.

ښاغلي غني نن د جرګې په پرانیستونکې وینا کې وویل مهمه ده امریکا هغه څه چې دوی ته ویلي و نن‌یې افغان ولس ته هم په ښکاره اعلان وکړ.

هغه زیاته کړه: "زه د امریکا متحده ایالاتو د لویې جرګې په هکله د نن ورځې له اعلامیې څخه هرکلی کوم چې په هغه کې د افغانستان د راتلونکي لپاره د مطلوب هدف د سولې د تأمین، اقتصادي پرمختیا او زموږ د اوسنۍ ټولنې د ارزښتونو څخه ملاتړ اعلان شوی دی."

د سولې مشورتي لویه جرګه
د سولې مشورتي لویه جرګه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د جرګې رابلل ستایلي او ویلي یې دي، دوی پوهېږي چې ګډونوال به‌یې د پاته طالب زندانیانو پر خوشې کېدو مصلحت وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي مشورتي لویه جرګه یو تاریخي فرصت دی چې د سولې د مخامخ خبرو په وړاندې وروستی خنډ لیرې کړي.

زلمي خلیلزاد نن سهار پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې له جرګې نه یوه مثبته نتیجه ترلاسه کول د تاوتریخوالي د کمښت او د بین‌الافغاني خبرو د ژر تر ژره پیل په معنی ده.

۱۲:۳۷ ۱۷.۵.۱۳۹۹

رولاند کوبیا: اروپايي ټولنه د سولې مشورتي لویې جرګې ملاتړ کوي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا پر خپل ټویټر لیکلي "اروپايي ټولنې د افغانستان د سولې پروسې په اړه بحثونه دود کړي او د سولې مشورتي لویې جرګې ملاتړ کوي. مشورتي لویه جرګه د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر کې د پرېکړې کولو د خپلواکۍ ښکارندويي کوي. موږ هیله لرو د ملي ګټو او سولې د دفاع په لاره کې ګټور بحثونه وشي."

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG