د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹
د سولې مشورتي لویه جرګه
د سولې مشورتي لویه جرګه

د مشورتي لویې جرګې پایله؛ غني: د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو حکم به لاسلیک کړم

د سولې مشورتي لویې جرګې د یو ۲۵ ماده‌یيز پرېکړه‌لیک په صادرولو سره پرېکړه وکړه چې د طالبانو ۴۰۰ بندیان دې خوشې شي. ولسمشر غني د دغې جرګې ته وینا کې وویل د جرګې پرېکړې ته په کتو به د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو حکم لاسلیک کړي. دغه جرګه جمعه د ۳،۴۰۰ ګډونوالو په حضور پیل او درې ورځې یې دوام وکړ.

په افغانستان کې څلورمه مشورتي لویه جرګه نن پیل شوه. په دې جرګه کې د هغه ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلیک په اړه بحث کېږي چې حکومت‌يې د نه‌خوشې کولو، خو طالبان‌يې پر خوشې کولو ټينګار کوي.

افغان حکومت په تېرو ۱۱ کلونو کې درې نورې مشورتي لویې جرګې ترسره کړي چې لږترلږه دوه‌يې د سولې پروسې اړوند وې.

که څه هم په افغانستان کې د لویو جرګو جوړول کلونه تاریخي مخینه لري، خو د مشورتي لویو جرګو جوړېدل له نږدې ۱۱ کلونو راهیسې دود شول.

جرګه د دې هېواد عنعنوي دود دی، خو اوس‌يې قانوني بڼه خپله کړې ده.

په افغانستان کې لومړنۍ لویه جرګه په ۱۷۴۷ لمریز کال کې په کندهار کې جوړه شوه چې له مخې یې احمد شاه ابدالي د معاصر افغانستان مشر وټاکل شو.

خو په وروستیو کلونو په ځانګړي ډول په ۱۳۸۲ کال کې د اساسي قانون له مخې په افغانستان کې د جرګو د جوړېدو لپاره ځانګړي شرایط وضع شول.

تاریخ لیکونکی غلام محمد محمدي چې له ۱۰ زیات تاریخي اثار یې چاپ شوي وايي، د افغانستان په اساسي قانون کې د لويو جرګو د جوړېدو او څرنګوالي په تړاو هر څه روښانه دي.

ښاغلی محمدي زیاتوي: "پخوا د جرګو جوړولو لپاره منظم قانون نه‌و جوړ شوی چې لویه جرګه باید څه ډول او څوک به په‌کې ګډون کوي، په قبیله‌یي ډول وه. اوس لویه جرګه په اساسي قانوني کې تعیین او مستعجل شوې. که د دې قانون په اساس نه‌جوړېږي، نو حقیقت کې دا د قانون نقض دی."

دا باور لري چې په تېرو ۱۱ کلونو کې چې کومې مشورتي لويې جرګې جوړې شوي د اساسي قانون له موادو سره ټکر لري او ډېری یې د مسؤلیت څخه د تېښتې په موخه جوړې شوې دي.

دی وايي دا ډول جرګې تر ډېره په پرېکړو کې د خلکو د ورګډولو په هدف ترسره شوي دي.

په افغانستان کې د سولې لومړۍ مشورتي لویه جرګه په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د افغانستان د جمعیت ګوند د مشر برهان‌الدین رباني په مشرۍ ترسره شوه چې د ګډونوالو شمېر یې ۱۶۰۰ کسانو ته رسېد.

په دې جرګه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې برنامه تأیید کړه، د سولې عالي شورا جوړه شوه او دغه‌شان د طالبانو یو شمېر بندیان خوشې شول.

دوهمه مشورتي لویه جرګه هم د حامد کرزي د ولسمشرۍ په وخت کې د ۱۳۹۲ کال د عقرب په ۳۰مه د جهادي مشر صبغت مجددي په مشرۍ جوړه شوه.

په دې مشورتي لویه جرګه کې هم ۲،۵۰۰ کسانو ګډون کړی و چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون تصویب شو، خو ظاهراً ‌يې پایلې د ښاغلي کرزي له‌خوا ونه‌منل شوې.

او درېیمه مشورتي لویه جرګه تېر ۱۳۹۸ کال د ثور په نهمه نېټه جوړه شوه چې ۳،۲۰۰ کسانو په‌کې ګډون کړی و او جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف‌يې مشري کوله.

د دې جرګې اصلي بحث طالبانو ته د سولې په برخه کې حدود ټاکل و چې د ګډونوالو له پنځه ورځني بحثونو وروسته‌يې افغان حکومت ته ۲۳ ماده‌ییز پرېکړه‌لیک وړاندې کړ.

افغان حکومت وايي څلورمه مشورتي لویه جرګه کې به د هغه ۴۰۰ طالب بندیانو په سرنوشت بحث وشي چې په درنو جرمونو ککړ دي.

حکومت وايي په دې جرګه کې به دغه‌شان د تېر کال د جرګې په موضوعاتو هم بحثونه وشي.

په دې جرګه کې هم له ټول هېواد څخه ۳،۲۰۰ کسانو ګډون کړی.

د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمېسیون مشر معصوم ستانکزي په وینا چې دغه طالبان د قتل، مخدره موادو قاچاق او یو شمېر نورو جرمونو په تور محکوم دي او یو شمېر یې په اعدام محکوم دي.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل بیا وایي، له ټولو نیمګړتیاوو سره سره چې ښایي د مشورتي جرګې په جوړېدو کې وي، مېکانیزم‌یې باید د ولس په خیر وکارول شي.

د افغانستان د اساسي قانون شپږم فصل د لویې جرګې د جوړېدا اهمیت او د جرګې صلاحیتونو ته ځانګړی شوی.

د اساسي قانون په ۱۱۰ ماده کې راغلي، "د افغانستان د خلکو ارادې مهمه مرجعه" بیانوي.

د اساسي قانون په ۱۱۱ ماده کې راغلي لویه جرګه په هغه حالت کې جوړېږي او خلک لوی تصمیمونه نیسي لکه استقلال، ځکمنۍ بشپړتیا، اساسي قانون تعدیل او کله چې ولسمشر محاکمه کېږي.

۱۰:۵۹ ۱۷.۵.۱۳۹۹

ولسمشر غني: سږ کال په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار پیلېږي او ټول خنډونه لیرې شوي دي.

۱۰:۵۰ ۱۷.۵.۱۳۹۹

د مشورتي لویې جرګې مشر عبدرب الرسول سیاف: داسې مشورې ورکړئ چې سولې ته لاره هواره کړي، د روغتیايي وضعیت لپاره مې، د مشورتي لویې جرګې مدیریت به ښاغلی عبدالله پر مخ یوسي.

۱۰:۲۰ ۱۷.۵.۱۳۹۹

ایا د سولې مشورتي لویه جرګه به افغان حکومت خپل هدف ته ورسوي؟

په پام کې ده چې نن په کابل کې په یوه مشورتي لویه جرګه کې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه بحث وشي.

دا جرګه د پرېکړو صلاحیت نه‌لري او لکه چې نوم‌یې مشورتي دی یوازې ولسمشر ته سلا مشورې ورکوي.

نصرالله ستانکزی
نصرالله ستانکزی

د پنځه زره طالب بندیانو له ډلې د ۴۰۰ کسانو د خوشې کولو مسئله وروسته له هغه لانجمنه شوه چې افغان حکومت وویل دې کسانو لوی جرمونه کړي او حکومت‌یې د خوشې کولو صلاحیت نه‌لري.

طالبانو دا جرګه رد کړې او د حکومت ځینو منتقدانو هم فرمایشي لویه جرګه بللې ده.

احمد تکل د دې جرګې د مشورو د مشروعیت په اړه د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د استاد نصرالله ستانکزي نظر پوښتلی.

ښاغلی ستانکزی لومړی دې پوښتنې ته ځواب وايي چې دا جرګه به ولسمشر او افغان حکومت هغه هدف ته چې دا جرګه‌یې ورته جوړه کړې ده ورسوي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:21 0:00
مستقیم لېنک

۱۰:۱۳ ۱۷.۵.۱۳۹۹

خلیلزاد: لویه جرګه د سولې د مخامخ خبرو پر وړاندې وروستی خنډ لیرې کوي

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، مشورتي لویه جرګه یو تاریخي فرصت دی چې د سولې د مخامخ خبرو په وړاندې به وروستی خنډ لیرې کړي.

زلمي خلیلزاد نن سهار پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې له جرګې نه یوه مثبته نتیجه ترلاسه کول د تاوتریخوالي د کمښت او د بین‌الافغاني خبرو د ژر تر ژره پیل په معنی ده.

خلیلزاد هیله څرګنده کړې چې د جرګې ګډونوال خپلو بحثونو کې بریالي شي او له ګډونوالو یې غوښتنه کړې چې د هغو کسانو په وړاندې ودرېږي چې اوسنی حالت غواړي او سولې ته د رسېدو لاره پېچلې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې د جرګې رابلل ستایلي او ویلي یې دي، دوی پوهېږي چې ګډونوال به‌یې د پاته طالب زندانیانو پر خوشې کېدو مصلحت وکړي.

دا جرګه چې نن د درېیو ورځو په مخه پيلېږي، شاوخوا درې زره کسان په‌کې برخه اخلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG