د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱
د ننګرهار عمومي محبس ته نژدې، امنیتي ځواکونو مورچلې نېولې دي.
د ننګرهار عمومي محبس ته نژدې، امنیتي ځواکونو مورچلې نېولې دي.

ننګرهار کې موټر بم او وسله‌واله حمله شوې

جلال‌اباد ښار کې پر عمومي محبس ډله‌ییز برید لا هم دوام لري چې تر اوسه په‌کې چارواکو د ۲۹ کسانو د وژل کېدو او تر ۵۰ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

جلال‌اباد ښار کې پر عمومي محبس ډله‌ییز برید لا هم دوام لري چې تر اوسه په‌کې چارواکو د ۲۹ کسانو د وژل کېدو او تر ۵۰ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې په قربانیانو کې ملکیان، امنیتي سرتېري او زندانیان شامل دي.

دا برید تېر ماښام د محبس مخې ته له یوې درنې چاودنې پیل شو او وروسته بریدګر محبس او شا او خوا ودانیو ته ننوتل.

د ننګرهار د والي ویاند تر دې مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې درې بریدګر له منځه وړل شوي او نورو د له منځه وړلو هڅې روانې دي. تر اوسه څرګنده نه ده چې په کوم شمېر برید ګر لا هم د امنیتي ځواکونو په وړاندې مقاومت کوي.

د برید پړه داعش وسله والې ډلې منلې ده. ګومان کیږي چې د ډلې دا برید له دې محبس څخه د خپلو یو شمېر جنګیالیو د خوشې کیدو په هدف کړی. چارواکي وايي هغه شا او خوا زر تنه بندیان یې بیرته نېولې چې د تښتیدو هڅه یې کوله خو دا چې یو شمېر زندانیان به په تېښته توانېدلې وي کنه، تر اوسه څرګنده نه ده.

دا برید یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې افغان حکومت وویل، د داعش د خراسان څانګې د استخباراتو عمومي مشر اسدالله اورکزی یې په جلال اباد کې وژلی دی.

۰۷:۳۳ ۱۳.۵.۱۳۹۹

تازه: د ننګرهار پر محبس درې برید کوونکي ووژل شول

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي په ننګرهار محبس درې بريد کوونکي وژل شوي او ژر به پاتې هم له‌منځه یوړل شي.

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي: "تېر ماښام د ننګرهار محبس ته څېرمه موټر بم ترورېستي بريد شوی چې له امله‌يې تر دا مهاله د ملکي وګړو پنځه جسدونه او ۴۲ ټپيان حوزوي روغتون ته لېږل شوي چې د ټپيانو وضعيت د ډاډ وړ دی. امنيتي ځواکونو د محبس پوستې په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې راوستي، د لومړنيو معلوماتو له مخې تر اوسه درې بريدګر وژل شوي، خو څېرمه پلازه کې چې ملکي وګړی په‌کې مېشت وو، په ډېر احتياط د پاتې وروستي منزل عمليات جريان لري، ترڅو پاتې بريدګر په‌کې ووژل شي."

۰۷:۳۸ ۱۳.۵.۱۳۹۹

د ننګرهار پر محبس د وسله‌والو په ډله‌ییز برید کې لږترلږه ۵ کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان دي.

دا خبره نن سهار د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل ازادي راډیو ته وکړه.

عادل وایي، دغه شمېر وژل شوي او ټپیان چې روغتون ته وروړل شوي، ټول ملکي وګړي دي.

د چارواکو په خبره برید تېر ماښام شپږ نیمې بجې محبس ته څېرمه د موټر بم په چاودنه پیل شو او ورپسې د نورو وسله‌والو بریدګرو او افغان پوځیانو جګړه ونښته.

د برید د شنډولو عملیات لا روان دي او سیمه کې لا هم د وړو وسلو ډزې اورېدل کېږي.

داعش وسله‌والې ډلې د دغه برید مسؤلیت اخیستی دی.

۰۸:۰۵ ۱۳.۵.۱۳۹۹

تازه: یو شمېر برید کوونکي د ننګرهار مرکزي زندان ته ننوتي

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي شېبه مخکې ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ولایت په مرکزي زندان یو شمېر برید کوونکي زندان ته ننوتي او له افغان ځواکونو سره مقاومت کوي.

ښاغلي خوګیاڼي زیاته کړه چې د بریدګرو له ډلې درې تنه‌یې وژل شوي او د نورو د وژلو هڅې روانې دي.

نوموړي د ټولو بریدګرو د شمېر په اړه څه ونه‌ویل.

۱۱:۰۰ ۱۳.۵.۱۳۹۹

تازه: د ننګرهار پر محبس حمله کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۴۳ ټپیان دي

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي: "په ننګرهار محبس موتر بم او ډله‌يیز وسله‌وال بريد کې ۲۱ تنه ملکي وګړي، امنيتي منسوبين او بنديان شهيدان شوي او ۴۳ تنه ټپيان شوي، همداراز ۳ بريدګر تر اوسه وژل شوي او تر زر تنو بنديان چې د تېښتې هڅه‌يې کوله بېرته نيول شوي."

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG