د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹
د ننګرهار عمومي محبس ته نژدې، امنیتي ځواکونو مورچلې نېولې دي.
د ننګرهار عمومي محبس ته نژدې، امنیتي ځواکونو مورچلې نېولې دي.

ننګرهار کې موټر بم او وسله‌واله حمله شوې

جلال‌اباد ښار کې پر عمومي محبس ډله‌ییز برید لا هم دوام لري چې تر اوسه په‌کې چارواکو د ۲۹ کسانو د وژل کېدو او تر ۵۰ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

جلال‌اباد ښار کې پر عمومي محبس ډله‌ییز برید لا هم دوام لري چې تر اوسه په‌کې چارواکو د ۲۹ کسانو د وژل کېدو او تر ۵۰ نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې په قربانیانو کې ملکیان، امنیتي سرتېري او زندانیان شامل دي.

دا برید تېر ماښام د محبس مخې ته له یوې درنې چاودنې پیل شو او وروسته بریدګر محبس او شا او خوا ودانیو ته ننوتل.

د ننګرهار د والي ویاند تر دې مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې درې بریدګر له منځه وړل شوي او نورو د له منځه وړلو هڅې روانې دي. تر اوسه څرګنده نه ده چې په کوم شمېر برید ګر لا هم د امنیتي ځواکونو په وړاندې مقاومت کوي.

د برید پړه داعش وسله والې ډلې منلې ده. ګومان کیږي چې د ډلې دا برید له دې محبس څخه د خپلو یو شمېر جنګیالیو د خوشې کیدو په هدف کړی. چارواکي وايي هغه شا او خوا زر تنه بندیان یې بیرته نېولې چې د تښتیدو هڅه یې کوله خو دا چې یو شمېر زندانیان به په تېښته توانېدلې وي کنه، تر اوسه څرګنده نه ده.

دا برید یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې افغان حکومت وویل، د داعش د خراسان څانګې د استخباراتو عمومي مشر اسدالله اورکزی یې په جلال اباد کې وژلی دی.

۲۱:۲۱ ۱۲.۵.۱۳۹۹

کورنیو چارو وزارت: ننګرهار کې موټر بم او ډله‌ییز برید ۳ تنه وژلي او ۵ ټپيان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي "وسله‌والو حمله کوونکو نن شااوخوا ۰۶:۴۵ دقیقې د ننګرهار محبس په دروازه کې یو موټر بم ته چاودنه ورکړه او وروسته له امنیتي ځواکونو سره نښته پيل کړه. د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ تر اوسه ۳ تنه شهید شوي او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي."

۲۰:۳۷ ۱۲.۵.۱۳۹۹

نن مازدیګر ۰۶:۴۰ دقیقې د ننګرهار محبس مخې ته موټر بم چاودنه شوې او بریدګر محبس ته مخامخ د شرق مارکېټ ته ننوتي او له هغه ځایه افغان ځواکونو سره په جګړه نښتي دي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی پېښه تأییدوي او وایي، یاده پېښه کې تر اوسه یو تن وژل شوی او ۱۸ تنه زخمیان دي چې په خبره‌یې ټول ملکي وګړي دي.

خو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل ازادي راډیو وویل چې تر دې دمه سیمه‌ییز روغتون ته ۲۳ ټپیان او جسد وروړل شوي دي.

بل‌خوا د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته وویل، دا برید دوی پورې اړه نه‌لري.

XS
SM
MD
LG