د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

'له تاجکستان نه افغانستان ته وارداتي برېښنا له ۳۵۰ مېګاواټه ۴۰ ته رالوېدلې'


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په بېلابېلو مسایلو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په افغانستان بانک کې رامنځته شویو ستونزو ته اشاره کړې لیکلي، د افغانستان بانک ادارې وروسته له پنځو ورځو تأخیر بالاخره ومنله چې څه موده وړاندې یې امنیتي کمرو کار پرېښی و.

سرمقاله لیکونکي پوښتنه کړې چې څنګه په تېرو ۱۸ کلونو کې د لومړي ځل لپاره داسې پېښه رامنځته شوه؟

سرمقاله کې دا پوښتنه هم مطرح شوې چې د غلاګانو او چور چپاول په دې تاوده بازار کې ملت څنګه قانع کېدای شي چې د بانک شتمنیو ته تاوان نه‌دی رسېدلی؟

د سرمقاله لیکونکي په باور، اوس چې د افغانستان بانک په خپله د امنیتي کمرو بندېدل ومنل د ملي شورا د دواړو جرګو، د سیاسي ګوندونو او شخصیتونو او عدلي ارګانونو وظیفه ده چې دا مسئله په جدي ډول وڅېړي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا د برښنا زیاتېدونکې ستونزې ته په اشارې لیکي، له تاجکستان-افغانستان ته وارداتي برېښنا له ۳۵۰ مېګاواټه څخه ۴۰ مېګاواټه ته رالوېدلې ده او په دې سره په کابل او ځینو ولایتونو کې خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.

سرمقاله لیکونکي په حکومت انتقاد کړی چې له بده مرغه له ۲۰۰۱ کال راهیسې د برېښنا په برخه کې اساسي کارونه ونه‌شول او په وینا یې د دې پر ځای چې بهرنیانو زموږ د خپلو بندونو د جوړولو لپاره پیسې ورکړې وی، په قصدي او شعوري ډول‌یې افغانستان په وارداتي برېښنا پورې وتاړه.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم برېښنا شرکت ویلي چې دا کار د اوبو د کمښت له امله شوی، خو پخوا دغو هېوادونو ته د پیسو په ورکړه کې هم ستونزه وه او هغوی د برېښنا د پرې کولو ګواښ کړی و.

په سرمقاله کې ټینګار شوی چې نه‌یوازې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره باید د وارداتي برېښنا د دوام په اړه اساسي خبرې وشي، بلکې په کور دننه هم باید د برېښنا د تولید هڅې ګړندۍ شي او نور باید د خلکو په سترګو کې د خاورو شیندلو سیاست ونه‌شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورخپاڼې بیا د ملي بیرغ د ورځې په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

ورځپانه لیکي، که څه هم په تېره يوه پېړۍ کې بېلابېلو ډلو ټپلو د افغانستان بيرغونه څو ځله بدل رابدل کړي، خو (تور، سور، زرغون) په بيا بيا د ملي بيرغ په توګه منل شوی او په اساسي قانون کې يې ځانګړنې هم درج شوې دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا ورځ د دې لپاره نمانځل کېږي چې د ملي بيرغ ارزښت او درناوی پر ځای شي او په خلکو کې یې درناوی لا ډېر شي.

هېواد ورځپاڼې لیکلي، که څه هم په يو او بل نوم اوس هم هڅه کېږي چې د افغانانو ترمنځ تفرقې رامنځته شي، خو ځوان نسل له ټولو استخباراتي لوبو خبر دی او دا يې د ملي وحدت او يو موټي‌توب تر ټولو مهم پړاو دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، له ملي بيرغ سره مينه او زړه تړل د هرې ورځې په تېرېدو سره په ملت کې وده کوي ځکه په خبره‌یې همدا ملي بيرغ دی چې ملت‌يې په يو ټغر راټول کړی دی.

XS
SM
MD
LG