د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

امریکا کې کرونا ویروس پرله‌پسې دوهمه ورځ له زرو زیات کسان وژلي


د امریکا تګزاس
د امریکا تګزاس

د امریکا متحده ایالاتو کې چې د کرونا ویروس پېښې په زیاتېدو دي، پرله‌پسې دوهمه ورځ د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله له یو زرو زیاتو مړینه ثبت شوې ده.

په متحده ایالاتو کې د مې میاشې له وروستیو راهیسې هره ورځ وضعیت داسې نه‌وو چې له یو زرو زیات کسان دې د 'کووېډ-۱۹' له امله ومري.

سره له دې چې د مړینو شمېر په زیاتېدو دی، خو دا شمېره له هغې چې په اپرېل میاشت کې په ورځ کې په متوسط ډول شااوخوا دوه زره وه، کمه ده.

روغتیایي متخصصین خبرداری ورکوي چې پر کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو د شمېر له زیاتوالي سره چې په یوه ورځ او شپه کې یې اوس شمېر له ۶۶ زرو اوړي، د مړینو دا کچه به دوام وکړي.

د ورلډومېټرز اېنفو وېب‌پاڼې د شمېرو له مخې په متحده ایالاتو کې پرکرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له څلور میلیونه او ۱۰۰ زره کسانو او د مړینو یې له ۱۴۶ زره کسانو اوښتی.

XS
SM
MD
LG