د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

هېواد: حکومت دې له طالبانو د پرونیو بریدونو غچ واخلي


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د خونړۍ پېښو په اړه تبصرې او لیکنې کړې دي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې د وروستیو پېښو په اړه اندېښنه ښودلې او دا بریدونه‌یې د انسانیت او اسلامیت ضد ګڼلي دي.

د دې ورځپاڼې سرمقاله لیکونکي په کابل، ننګرهار، پکتیا، لوګر کې ترسره شوي بریدونه غندلي او پړه‌یې په طالبانو اچولې ده، د کابل ښار دشت برچي سیمه پر سل بستریز روغتون ډله‌ییز برید، د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو پولیسو د قوماندان شېخ اکرم په جنازه کې چاودنه، سوېلي ولایت پکتیا خیرکوټ ولسوالۍ کې په لمونځ کوونکو ډزې او په لوګر ولایت کې د درې ماشومانو د موټر لاندې کېدل هغه پېښې دي چې سرمقاله لیکونکی یې عاملین طالبان یادوي.

د هېواد دولتي ورځپاڼې سرمقاله لیکونکی له حکومته غواړي چې له طالبانو د دې بریدونو غچ واخلي او د بشري حقونو له نړیوالو سازمانونو یې هم غوښتي چې د تش غندلو پر ځای دې د عاملینو یعنې طالبانو څخه پوښتنه وکړي.

  • هشت صبح

د هشت صبح ورځپاڼې سرمقاله هم په کابل او ننګرهار کې په پروني بریدونو څرخي، خو ترڅنګ‌یې د داعش ډلې د فعالیتونو په ډېرېدو هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دې ورځپاڼې سرمقاله لیکونکي کابل دشت برچي سیمه کې په نسایي ولادي روغتون باندې ډله‌ییز برید او ننګرهار ولایت کې د سیمه‌ییزو پولیسو قوماندان پر جنازې برید ته اشاره کړې ده.

سرمقاله لیکونکي لیکلي که څه هم د پروني بریدونو پړه چا په غاړه نه‌ده اخیستې، خو ټینګار یې کړی چې ننګرهار کې ترسره شوی برید تر ډېره هغو بریدونو ته ورته دی چې طالبانو ترسره کړي دي او د کابل برید یې داعش او حقاني ډلو له‌خوا بریدونو ته ورته بللی دی.

د هشت صبح ورځپاڼې سرمقاله لیکونکي د داعش ډلې ترهګریز فعالیتونه د اندېښنې وړ بللي او د افغان حکومت او طالبانو هغه ادعاوې یې دروغ ګڼلي چې ګواکي دا ډله د دوی له‌خوا له‌منځه وړل شوې ده.

سرمقاله لیکونکی لیکي افغانستان کې باید بهرني نظامي او ډيپلوماتیکې دستګاوې د داعش وروستي فعالیتونه جدي ونیسي او د له‌منځه وړلو لپاره‌یې لاس په کار شي.

XS
SM
MD
LG