د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۸

ویسا: د غني او عبدالله ترمنځ هوکړه به د ولس پر برخلیک څه اغېز وکړي؟


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په بېلابېلو مسایلو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼه ټینګار کوي چې د ایران له‌خوا سیند ته د ۵۷ افغان کارګرو د اچولو او شکنجې پېښه باید په دقیق ډول وڅېړل شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، که څه هم دا پېښه روښانه او د ایراني ځواکونو له‌خوا ښکاره جنایت دی، خو بیا هم د پېښې پلټنه رسمي دود دی او باید په دې برخه کې عدالت په پام کې ونیول شي.

د سرمقالې لیکوال نه‌یوازې د دې پېښې عاملینو ته د قانوني سزا د ورکړې غوښتونکی دی، بلکې د قرباني شویو مسافرو کورنیو ته د نړیوالو ارزښتونو پر بنسټ او د انساني او بشري خواخوږیو له مخې د خون بها او تاوان د ورکړې غوښتنه هم کوي.

هېواد ورځپاڼه همدارنګه لیکي، وژل شوي کسان د دغو کورنیو یوازني روزي ګټونکي غړي وو چې په دې لاره کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرمقاله لیکونکی ټینګار کوي، ایراني رژیم باید په دې اړه جدي ونیول شي، ځکه د هغوی په امر دغه ملېشې او ځواکونه، تل د افغان مسافرو په وړاندې داسې بشري او انساني ضد اعمال ترسره کوي چې په وینا یې ایران باید د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو په مرسته په راتلونکي کې له دا ډول اعمالو منع شي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼه لیکي، اټکل کېږي چې د پنجشنبې په ورځ د غني او عبدالله ترمنځ هوکړه لاسلیک شي، خو سرمقاله کې پوښتنه شوې ده چې دغه هوکړه به د ولس پر برخلیک څه اغېز وکړي؟

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، که دغه تفاهم د ۲۰۱۴ د جان کري د نسخې کاپي وي، نو تېرې تجربې به بیا تکرارې شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، که څه هم جمعیت ګوند له پخوا څخه پاشل شوی، خو د دې جوړجاړي په پایله کې د عبدالله ترڅنګ ولاړ کسان بیا ښايي په هېڅ سیاسي معامله کې ورسره ملګرتیا ونه‌کړي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، په لنډو ټکو کې ویلی شو چې له دې جوړجاړي څخه راوتلې اداره به ناکامه وي چې د معجزې هیله ترې نه‌شي کېدای.

  • اصلاح

اصلاح ورځپاڼه د وسله‌والو طالبانو د حملو او د تاوتریخوالي په کمولو ټینګار کړی.

وړاندې راغلي، په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سیمې ته د سفر پر مهال هڅې پیل کړي څو طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته اړ باسي.

سرمقاله کې راغلي، داسې ویل کېږی چې ښاغلي خلیل‌زاد په اسلام‌اباد کې له پاکستاني چارواکو له هغې ډلې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره کتلي او د تاوتریخوالي د کمولو ترڅنګ له طالبانو سره د یو برمته شوي امریکایي تبعه د خوشې کېدو غوښتنه هم کړې ده.

د سرمقاله لیکونکي په باور، له امریکا سره د طالبانو له هوکړې وروسته د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله افغان ځواکونه اړ شوي چې له دفاعي حالت څخه فعال دفاعي حالت ونیسي څو وسله‌والو طالبانو ته مناسب ځواب ورکړي.

XS
SM
MD
LG