د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

ویسا: ایا بیا د یوې بدنامې تجربې تکرار دی؟


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د عبدالله او غني ترمنځ یوې هوکړې ته د نږدې کېدو او د کرونا ویروس او اقتصادي ستونزو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنې سره پیل کړې، ایا بیا د یوې بدنامې تجربې تکرار دی؟

وړاندې راغلي، دا چې اوس ټول ولس د عبدالله او غني د جوړجاړي اعلان ته انتظار دي یو واقعیت دی، ځکه چې عملاً حکومت فلج او ټول ولس غواړي چې انتظار ختم شي او لږ تر لږه مسؤل لوري معلوم شي.

په سرمقاله کې دا اندېښنه مطرح شوې، کوم څه چې د غني او عبدالله د جوړجاړي په باب ډېره په رسنیو کې تکرارېږي دا ده چې د دې توافق تضمین به بهرنیان کوي، د ورځپاڼې په باور دغه ټکی خاصه معنی لري، کټ مټ د جان کري نسخه ده.

سرمقاله لیکونکی لیکي، په دې باید اعتراف وکړو چې د ا د ولسواکۍ او ډیموکراسۍ لاره او اصول نه‌دي، ولسواکي د ولس په رایه باور دی او د ولس پر رایه باور هغه مهال کېدای شي چې رښتینې رایې پایله وټاکي، پروسه شفافه وي او له هر ډول لاسوهنو خوندي وي.

  • اصلاح

اصلاح دولتي ورځپاڼې د عامې روغتیا وزارت له لوري د کرونا ویروس په تړاو شوي تحقیق ته په اشارې سره لیکلي، په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې مخ په زیاتېدو دي.

سرمقاله کې راغلي، که څه هم دغه تحقیق د یو شمیر کسانو له لوري ناقص او نتایج‌یې د نه‌منلو یاد شوي، خو د سرمقاله لیکونکي په باور، که هر څومره دا تحقیق له حقیقته لیرې یاد شي دا یو واقعیت دی چې په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

خو سرمقاله لیکونکي دا پوښتنه مطرح کړې چې ولې دغه پېښې مخ په ډېرېدو دي؟

وړاندې راغلي، یو دلیل دا دی چې اکثره خلک ګرځ‌بندیز او د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې نه‌عملي کوي او بله مسئله هم دا ده چې حکومت په وخت د کرونا ناروغانو د تشخیص هېڅ امکانات نه‌لري او هغه کسان چې مرکزونو ته مراجعه کوي د څو ورځو په تېریدو سره‌یې هم نتایج نه‌معلومېږي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، خلکو ته د مرستې رسونې بهیر باید چټک شي.

وړاندې راغلي، واقعیت دا دی څومره چې د عامې روغتیا وزارت خبرداری جدي دی او د کرونا ویروس له امله د خلکو د اخته کېدو کچه لوړه ده، نو همدومره د خلکو اقتصادي وضعیت هم د اندېښنې وړ دی او دا جدي مسئله ده.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، له تېرو دوو میاشتو راهیسې زموږ اکثره هېوادوال وزګاره شوي او ناوړه وضعیت کې دي.

هشت صبح لیکي، په دې وروستیو کې د حکومت له لوري په بې‌وزلو خلکو د نانوایانو له طریقه د پخې ډودۍ وېش که څه هم ستونزې او نیمګړتیاوې لري، خو په باور یې بیا هم دا یو نېک ګام دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، په نانوایوو کې د پراخو لیکو جوړېدل او ګڼه ګوڼه په دومره سختو شرایطو کې خپله د دې څرګندونه کوي چې څومره افغانان له بې‌وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.

XS
SM
MD
LG