د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

ویسا: د مظلوم ولس پر برخلیک مسلطو یارانو! دې ولس له اه نه ووېرېږﺉ


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په بېلابېلو موضوعاتو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله داسې پیل کړې، اشرف غني، هبت‌الله، ملا برادره، سیاستوالو او د دې مظلوم ولس پر برخلیک مسلطو یارانو! سوله د الله حکم، د انسانیت او افغانیت د خوندیتابه تضمین، د یوه با غروره ولس د بقا وروستی چانس او د مظلوم ولس تر ټولو ستر ارمان او لویه هیله ده. د خدای لپاره نور پر ولس رحم وکړﺉ، د دې ولس له اه نه ووېرېږﺉ.

سرمقاله لیکونکي د سولې پروسې ته په اشارې سره لیکي، دا منو چې تاسو ټول له پردیو سره برمته یاست، خپل واک نه‌لرﺉ، خو که له شخصي هوسونو تېر شئ او د اقتدار هوس نه‌وي د پردیو هېڅ طلسم بیا کار نه‌شي ورکولای.

ویسا وړاندیز کوي او لیکلي، راځئ پخوا تر دې چې د ځانونو او ولس وروستي فرصتونه وبایلئ را په خود شئ، د ولس له برخلیک سره نورې لوبې پرېږدﺉ، یو بل ومنئ، هېواد ګډ کور وبولئ او دې پردۍ لوبې ته د پای ټکی کېږدﺉ چې هېواد یې راته نږدې په هدیره او کنډواله بدل کړی دی.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپانې په سرمقاله کې لیکلي، لویه ستونزه دا ده چې زموږ دوست او مسلمان ګاونډیان په هېڅ توګه اسلامي او د ګاونډیتوب ازښتونو ته ژمن نه‌دي او هغوی د خپلو موخو لپاره احساساتي ځوانان تېر باسي او په افغانستان کې خپله تپل شوې جګړه پرې پر مخ وړي!

سرمقاله لیکونکی لیکي، افغان حکومت باید له خپلو دغو ګاونډیانو سره حساب یوې خواته کړي، تر کومه به هغوی زموږ پر ملک او زموږ د ملت پر سرونو، خپله سیالي کوي!؟

د سرمقاله لیکونکي په باور، نوره دا لوبه بس ده او باید په پوره مېړانه او زړورتیا سره له دغو ګانډیانو سره خبره سپینه کړي چې ولې یې دا جګړه روانه ساتلې؟

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، د حکومت له لوري د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره پراګنده هڅې او کمزوری مدیریت ښیي چې حکومت د دغه وبا د کنټرول په برخه کې پاتې راغلی او دا به دافغانستان پر اقتصاد نه جبرانېدونکي اغېزې ولري.

د سرمقاله لیکونکي په باور، په تېره یوه میاشت کې د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې نږدې ٢٠ میلیونه ډالر زیان کړی او همدارنګه نورو پانګه‌والو ته هم ګڼ زیانونه اوښتي دي.

ورځپاڼه لیکي، حکومت تر اوسه نه‌دی توانېدلی چې ګرځ‌بندیز په سمه توګه عملي کړي، اوس هم خلک په ښارونو کې ګرځي او د عامې روغتیا وزارت ناسم ارقام خلک د دې ناروغۍ په تړاو بې‌باوره کړي دي.

ورځپاڼې وړاندیز کړی چې حکومت دغو اندېښنو لپاره باید په خپلو پروګرامونو له سره کتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG