د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

ویسا: د روان حالت دوام د چا په ګټه دی؟!


کورنۍ ورځپاڼې
کورنۍ ورځپاڼې
  • ویسا

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې، "د روان حالت دوام د چا په ګټه دی؟!"

وړاندې راغلي، د غني او عبدالله ترمنځ روان اختلافات څرګندوي چې متأسفانه دواړو لورو ته د ولس مرګ او ژوبله او د جګړې رول هېڅ معنی نه‌لري او دوی خپل نور اهداف پالي.

په سرمقاله کې راغلي، د واکمنو کړیو زیاتره کسان دوه تابعیته دي، کورنۍ او اولادونه‌یې په بهر کې ژوند کوي دوی ته روانه جګړه یا د سیاسي برترۍ په معنی ده او یا یوه کاروباري لوبه ده چې هېڅ زیان په‌کې نه‌ویني.

سرمقاله لیکونکی لیکي، بل لوري ته طالبان هم تر اوسه پورې ولس ته د زور له عینکو ګوري چې په وینا یې دغه چلند پر سیاسي بهیر د دوی د ورګډېدو پروسه ټکنۍ کوي او په باور یې حکومت او طالبان دواړه لوري که فکر کوي چې د همدغه حالت دوام‌یې په ګټه دی لویه غلطي کوي.

لیکوال ټینګار کړی چې د ولس له پامه غورځول درنه بیه لري.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې خپله سرمقاله داسې پیل کړې، "وسله‌وال طالبان د جګړې د پای ته رسولو هوډ نه‌لري."

ورځپاڼې وړاندې لیکلي، وسله‌وال طالبان د خپلو بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې هم چمتو نه‌دي چې پر افغان امنیتي ځواکونو، دولتي تأسیساتو او په ټوله کې د خلکو له وینې تویولو لاس واخلي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، روښانه خبره ده چې د طالبانو دا وضعیت هېڅ منطق نه‌لري او د دوی له وروستي دریځ څخه داسې ښکاري چې د جګړې د شدت لپاره بېلابېلې پلمې کوي او د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو هوډ نه‌لري.

هشت صبح همدارنګه لیکي، د طالبانو محاسبه دا ده چې په هر صورت چې وي امریکا خپل پوځونه وباسي او دا فکر هم ورته پیدا شوی چې په امریکا کې د کرونا ویروس ويجاړوونکي بحران دغه هېواد له سخت اقتصادي بحران سره مخ کړی او له بله په افغانستان کې د سیاسي بحران دوام به امریکا اړه کړي چې له افغانسان سره مالي مرستې ودروي او دا ډله وتوانېږي چې ټول افغانستان تسخیر کړي.

ورځپاڼې ليکلي، طالب استازي هڅه کوي چې د ګاونډیو هېوادونو استازو ته داسې وښیي چې دا ډله به د دغو هېوادونو له دښمنانو سره هم وجنګېږي ترڅو د هغوی ملاتړ هم راجلب کړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، طالبان اوس‌مهال د دې اړتیا نه‌ویني چې مذاکره وکړي او خپله کړې ژمنه پوره کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د افعانانو ناوړه ژوند او د کرونا او بې‌وزلۍ په تړاو لیکنه کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، افغانان ناوړه وضعیت سره مخ دي له یوې خوا نا امني، بې‌کاري، فساد، بې‌وزلي، سیاسي اختلافات له بلې خوا د کرونا ویروس خپرېدل ګڼ افغانان خپل نامعلوم راتلونکي ته اندېښمن کړي دي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، ګرځ‌بدنیز لامل شوی چې له خلکو هغه یوه مړۍ ډوډۍ چې په زحمت پیدا کوله هم واخیستل شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، زموږ سیاسیون چې یوازې قدرت ته د رسېدو په فکر کې دي او د خلکو درد نه‌شي حس کولای، دا ځکه چې د دوی کورنۍ له هېواده بهر ارام ژوند لري.

سرمقاله لیکونکي په هغو کسانو چې د وطن او افغانانو درد خپل ګڼي غږ کړی چې پرې نه‌ږدي څو دا هېواد د نابودۍ کندې ته ټېل وهل شي.

XS
SM
MD
LG