د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰
په کابل کې پر یوه درمسال حمله کې ټپي شوې نجلۍ.
په کابل کې پر یوه درمسال حمله کې ټپي شوې نجلۍ.

کابل ښار کې پر یوه درمسال حمله؛ ۲۵ تنه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار په شوربازار سیمه کې پر یوه درمسال د یوه حمله کوونکي په حمله کې ټول وژل شوي او ټپیان ملکي کسان دي.

په کابل کې پر یوه درمسال حمله کې ۲۵ تنه ووژل شول او ۸ نور ټپیان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار په شوربازار سیمه کې پر یوه درمسال د یوه حمله کوونکي په حمله کې ټول وژل شوي او ټپیان ملکي کسان دي.

دغه وزارت زیاتوي چې له دغې حملې د ماشومانو، ښځو او نارینه‌وو په شمول ۸۰ تنه ژغورل شوي دي.

د دغې حملې مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.

دا خبر (سایټ انټلجنس ګروپ) چې د وسله‌والو انټرنټي فعالیتونه څاري، خپور کړی دی.

مخکې له دې ​د افغانستان د سېکهانو د ټولنې استازي، نرېندر سنګهـ خالصه ازادي راډیو ته ویلي چې د ښځو او کوچنیانو په ګډون، نږدې ۱۵۰ تنه د حملې په ځای کې راګېر دي ځکه ډېر خلک د سهارني عبادت لپاره ورغلي وو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې دغه ځانمرګی برید کوونکی نن سهار ۰۷:۴۵ دقیقې د کابل ښار د لومړۍ حوزې د شور بازار په کوڅه کې یوه درمسال ته ننوتی و.

۰۹:۵۳ ۶.۱.۱۳۹۹

تازه: د درمسال لومړی پوړ تصفیه شو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي چې د کابل ښار په یوه درمسال کې د ځانمرګو حمله کوونکو د حملې سیمې ته د ځانګړو ځواکونه له رسېدو وروسته، د دغه درمسال لومړی پوړ تصفیه شوی او یو شمېر بند پاتې شوي کسان ژغورل شوي دي.

ښاغلی ارین زیاتوي چې د لومړنیو معلوماتو پر اساس حمله کوونکي ۴ تنه دي.

XS
SM
MD
LG