د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴
د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر
د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر

د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" لاسلیک شو

د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" د زلمي خلیل‌زاد او ملا برادر له‌خوا لاسلیک شو.​​

د امریکا او طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو تړون" د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر له‌خوا لاسلیک شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم په دغو مراسمو کې ګډون درلود.

روېټرز خبري اژانس د طالب چارواکو په حواله ویلي چې د دوی ۳۱ کسیز هیئت هم دغو مراسمو کې د ګډون لپاره دوحې ته رسېدلی دی.

دوی دا نه‌دي ویلي چې دا هیئت‌یې له کومه ځایه دوحې ته تللی، خو د طالبانو ډېر مشران د پاکستان په کوټه او پېښور کې مېشت دي.

همدارنګه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر غړي لا دمخه په دوحه کې دي چې نن به له امریکايي لوري سره دا تړون لاسلیک کړي.

که څه د دواړو لورو ترمنځ د لاسلیک کېدونکي تړون جزئیات څرګند نه‌دي، خو چارواکي وایي له مخې به‌یې په لنډ وخت کې افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر شااوخوا اته زرو ته راکم شي او طالب لوری به امریکا ته ډاډ ورکوي چې تر واک لاندې سیمو څخه به‌یې پر امریکا او متحدانو بریدونه نه‌کېږي.

۱۳:۲۲ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸

په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک مراسمو ته د ازادي راډیو استول شوی خبریال احمد تکل:

"ټاکل شوې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک په ۰۳:۴۵ دقیقو لاسلیک شي، تر اوسه روښانه نه‌ده چې د امریکا له لوري به څوک دغه هوکړه لاسلیکوي، خو د طالبانو له لوري لاسلیکوونکی ملا برادر دی."

۱۳:۵۹ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸

۱۴:۴۹ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸
  • طالبانو سره سوله؛ 'د ښځو په حقونو، بشر حقونو او بیان ازادۍ باید معامله ونه‌شي'

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، د خبریالانو ټولنې او ځینې ښځینه فعالانې د سولې په هر ډول هوکړه کې په افغانستان کې د بشري اساسي حقونو په خوندیتوب ټینګار کوي.

دوی د سولې د هوکړه‌لیک هرکلی او ملاتړ کوي، خو وايي چې د سولې په هوکړه کې باید د ښځو په حقونو، بیان ازادۍ معامله ونه‌شي او دا د افغان حکومت مکلفیت او ژمنې هم دي.

ارشیف، د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د سولې مرکچي پلاوی.
ارشیف، د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د سولې مرکچي پلاوی.

دوی وايي چې افغانستان په تېرو ۱۹ کلونو کې د پرمختګ اوږد مزل کړی، افغان وګړي نه‌غواړي چې بېرته پخوانیو وختونو ته وروګرځي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند شکرالله مشکور د شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۱۰» ازادي راډیو ته وویل چې د بشر اساسي حقونه او مدني ازادي باید د سولې په هر ډول هوکړه کې بشپړ خوندي شي.

ښاغلی مشکور وايي: "زموږ غوښتنه دا ده چې د سولې په ټولو پروسو کې باید د جګړې د قربانیانو غوښتنې او نظریاتو ته توجه وشي، د سولې په هر ډول مذاکراتو کې باید هغه اساسي حقونه چې د افغانستان اساسي قانون او په نړیوالو کنوانسینونو کې افغان ملت ته ورکړل شوي، باید خوندي شي."

په تېرو ۱۹ کلونو کې چې نړیواله ټولنه افغانستان ته راغلې، نهه میلیونه ماشومان ښوونځیو ته ځي، ښځې په ادارو کې د کار اجازه لري او دغه‌شان هر افغان د بیان د ازادۍ حق لري چې دا اساسي بشري حقونه او په یاده موده کې مهمې لاسته راوړنې ګڼل کېږي.

یو شمېر ښځینه فعالانې بیا اندېښمنې دي او وايي، وېره شته چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د افغان مېرمنو وضعیت پخواني حالت ته چې د کار او زده‌کړو اجازه‌یې نه‌درلوده، وروګرځي.

د ښځینه حقونو فعاله صفیه صدیقي وايي، د سولې په هوکړه کې باید د ښځو په حقونو معامله ونه‌شي او دا د افغان حکومت مکلفیت دی.

د ښځینه حقونو فعاله صفیه صدیقي

په ورته وخت کې د خبریالانو یو شمېر ټولنې بیا د بیان ازادي په په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانانو یوه لویه لاسته راوړنه ګڼي او د سولې په هوکړه کې یې د نه‌خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو نه د ملاتړ ادارې/ نی اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر وايي: "اوس چې موږ سلګونه ازادې رسنۍ لرو، زموږ اندېښنې دا دي، هره معامله چې کېږي، خدای مه‌کړه، ازادې رسنۍ ونه‌تړل شي، زموږ غوښتنه له هغه هېوادونو څخه چې غواړي له طالبانو سره معامله وکړي دا ده چې د افغان ولس حق چې د بیان ازادي ده باید ورته جدي پام وکړي، په ۲۱مه پېړۍ کې له دې ارزښتونو پرته موږ ژوند نه‌شو کولای."

د افغانستان د ازادو رسنیو نه د ملاتړ ادارې/ نی اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر

هڅه مو وکړه چې د دې ټولو اندېښنو او غوښتنو په اړه د افغان حکومت نظر هم راواخلو، خو له زیاتو هڅو سره چا په دې اړه خبرې ونه‌کړې، له دې وړاندې د افغانستان جمهوري ریاست تینګار کړی و چې د سولې په مذاکراتو کې به د تېرو ۱۹ کلونو په لاسته راوړنو معامله ونه‌شي او خوندي به وي.

۱۵:۳۳ ۱۰.۱۲.۱۳۹۸
  • ارګ: د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره پلاوی به ټول‌شموله وي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، له طالبانو سره د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره پلاوی به ټول‌شموله وي.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي نن ازادي راډيو ته وویل، په دې پلاوي کې چې د بین‌الافغاني مذاکراتو له پیل وړاندې به نهایي شي د افغان حکومت، سیاستوالو، مدني ټولنو، ښځو او رسنیو یو شمېر استازي په‌کې شامل وي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، ارګ

ښاغلي صدیقي د پلاوي د تازه شمېر په اړه څه ونه‌ویل، خو تر دې وړاندې په وار وار حکومت ویلي چې دا پلاوی به ۱۵ کسیز وي.

د صدیقي نننۍ څرګندونې د نوموړي د هغو څرګندونو خلاف دي چې پرون خپرې شوې وې او په‌کې یې ټینګار کړی و چې د مذاکراتي پلاوي جوړښت کې به ګوندونو ته ونډه ورنه‌کړل شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG