د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲
محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله.
محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله.

غني ګټونکی اعلان شو، عبدالله جلا حکومت جوړوي

دغه کمېسیون له نږدې پنځه میاشتو وروسته د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹» په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

دغه کمېسیون له نږدې پنځه میاشتو وروسته د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹» په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل: "محمد اشرف غني ۵۰،۶۴ سلنه رایې ترلاسه کړي او د افغانستان د راتلونکي جمهور رئیس په توګه اعلان شو."

د مېرمن نورستانۍ په خبره عبدالله عبدالله د ۳۹،۵۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو دوهم او ګلبدین حکمتیار د ۳،۸۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په درېیم ځای کې راغلي دي.

۱۰:۱۲ ۳۰.۱۱.۱۳۹۸

د افغانستان منتخب ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د هېواد سیاسي شرایط نوې بڼه غوره کوي او طالبان د دې سیاسي بهیر برخه ګرځي.

ښاغلي غني چې پرون‌یې په ټاکنو کې د خپل ټیم د بریا په اړه غونډه کې خبرې کولې وویل، ژمن دی چې ټول افغانستان ته به سوله راولي.

ښاغلی غني وايي: "ټاکل شوې موږ په غیر معمولي چلند، جرأت، صراحت او فکر سره یوه نوي سیاسي چاپېریال ته ننوځو، اټکل دا دی چې د افغانستان کثرت‌پاله او پیاوړې ټولنه به طالبان جذب کړي، دا بهیر د مذاکراتو په نوم دی."

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې له طالبانو سره هره معامله به د خلکو له سترګو پټه نه‌پاتې کېږي.

هغه طالبان یو ځل بیا ټاکنو ته راوبلل او ترې ویې‌غوښتل چې د ټاکنو له لارې د قدرت د تمثیلېدو هڅه وکړي.

طالبانو بیا په ټاکنو کې د محمد اشرف غني بریا د ولس په سترګو کې "خاورې شیندل" بللي دي.

دوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي "د جعلي ټاکنو" په نتیجه کې د محمد اشرف غني بیا ټاکنه غیر قانوني او د سولې د روانې پروسې له محتوا سره په تضاد کې ده.

۱۰:۱۳ ۳۰.۱۱.۱۳۹۸

د محمد اشرف غني نږدې ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله د ټاکنو کمېسیون له‌خوا اعلان شوې نتیجه نه‌مني او د خپل ټیم د بریا اعلان‌یې کړی دی.

ښاغلي عبدالله پرون سې شنبه ماښام د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په لنډه وینا کې وویل چې اعلان شوې پایله پر ولسواکۍ کودتا او د خلکو له ارادې سره خیانت دی.

ښاغلی عبدالله زیاتوي: "د رڼو او بایومټریک شویو رایو له مخې د «ثبات او هم‌پالنې» ټیم د ټاکنو ګټونکی دی او موږ خپله بریا اعلانوو، درغلۍ کوونکي د افغانستان د تاریخ مخ توري دي، موږ ټول‌شموله حکومت جوړوو."

د ټاکنو کمېسیون بیا ویلي چې پرېکړې یې د نافذه قوانینو په رڼا او د خلکو د رایو پر بنسټ دي.

په افغانستان کې ټاکنیزې ناندرۍ نوې نه‌دي او د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې دا جنجالونه دومره اوږده شول چې بالاخره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په منځګړیتوب د ملي یووالي حکومت رامنځته شو.

۱۰:۱۴ ۳۰.۱۱.۱۳۹۸
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو په اعلان تمرکز کړی او لیکلي یې دي چې له پنځو میاشتو ځنډ وروسته اشرف غني د ټاکنو ګټونکی اعلان شو.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې ښاغلي غني ۵۰،۶۴ فیصده رایې خپلې کړي.

د ولسمشرۍ ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د میزان په شپږمه وشوې.

دا د ولسمشر په توګه د اشرف غني دوهم ځلې بریا ده.

د نیویارک ټایمز په لیکنه د سې شنبې ورځې پایله فوراً مخالفو کاندیدانو رد کړه او هغوی د امریکا او طالبانو د موافقې په درشل کې د یوه بل سیاسي کړکېچ په اړه خبرداری ورکړ.

نیویارک ټایمز لیکي د اشرف غني اصلي سیال عبدالله عبدالله بیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون تورنوي چې د ولسمشر غني په ګټه‌یې کار کړی.

کمېسیون د پایلو د اعلان پر وخت وویل چې په مستقلانه توګه‌یې خپل کار مخته وړی.

د عبدالله عبدالله انتخاباتي ډلې او متحدینو یې تېره اوونۍ ویلي و چې که د انتخاباتو نتیجه د دوی قناعت او رضایت حاصل نه‌کړي، موازي حکومت به رامنځته کړي.

تازه د دې ډلې ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل چې دوی د ټاکنو پایله نه‌مني.

د اشرف غني ټیم بیا د پایلو له اعلان هرکلی کړی او یوه مشر څارونکي یې داوود سلطان‌زوی ازادي راډیو ته وویل چې هېڅوک باید ګډوډي جوړه نه‌کړي.

په دوام کې راغلي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پایله د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې په خاطر چې نهايي کېدو ته نږدې وه څو میاشتې بې‌برخلیکه پاتې شوه.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو په اعلان یوه مقاله لیکلې ده.

اوسني ولسمشر محمد اشرف غني د دوهم ځل لپاره د افغانستان جمهور رئیس وټاکل شو.

د واشنګتن پوسټ په مقاله کې راغلي اشرف غني داسې وخت ګټونکی اعلان شو چې د ټاکنو د پایلو اعلان نږدې پنځه میاشتې وخت ونیوه.

په مقاله کې راغلي د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پایله د څو میاشتو سیاسي ګډوډیو په دوام اعلان شوه.

انتخاباتي ټیمونو له هغې ډلې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د "ثبات او هم‌پالنې" ټیم د انتخاباتو پایلې نه‌دي منلي او له درغلیو ډکې یې بللي.

د واشنګتن پوسټ په مقاله کې د انتخاباتو د پایلو اعلان د سولې له خبرو سره هم تړل شوی.

د لیکوال په باور دا ټاکنې یوازې څو ورځې وروسته له هغه اعلان شوې چې د امریکا او طالبانو مرکچیانو د سولې د یوه تړون د نهايي کېدو خبره وکړه چې تمه کېږي د همدې میاشتې په پای کې یې لاسلیک کړي.

  • واشنګټن اګزمېنر

واشنګټن اګزمېنر ورځپاڼې په دې باندې یوه مقاله لیکلې چې پنټاګون په افغانستان کې د یوې اوونۍ په مخه د تاوتریخوالي کمښت څاري.

د ورځپاڼې په لیکنه تمه کېږي چې د تاوتریخوالي د کمښت اووه ورځنۍ پروسه له راتلونکې اوونۍ پیل شي.

په مقاله کې راغلي چې د امریکا له اعلان سره سره طالبانو په افغان پوځیانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

تمه کېږي چې د تاوتریخوالي کمښت د فبرورۍ له ۲۲مه پیل شي.

واشنګټن اګزمېنر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال عبدالسلام حنفي په حواله لیکلي چې له امریکا سره د دې ډلې د تړون په لاسلیک سره متحده ایالات د طالبانو پنځه زره بندیان خوشې کوي.

د حنفي په حواله دا هم راغلي چې زر تنه بندیان به د طالبانو له‌خوا هم ازاد شي.

۱۱:۰۹ ۳۰.۱۱.۱۳۹۸

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ تر ډېره د ولسمشریزو ټاکنو په نتایجو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې، د ولسمشرۍ د پایلو اعلان، د بحران پای که پیل؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د ولسمشرۍ د دوو ګټونکو په اعلان سره به د ولسمشرۍ د انتخاباتو بحران پای ومومي او که مخالفتونه به زور واخلي.

د سرمقالې په یو برخه کې راغلي، سره له دې چې تر اوسه د یوناما او سفارتونو په ګډون بهرنیانو د ولسمشرۍ د وروستیو پایلو په باب خپل نظر نه‌دی څرګند کړی او دا به د مصلحت په نوم د خپلو ګټو او طرحو په رڼا کې یو معجون پر افغان ولس وتپي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، که اشرف غني او ټيم‌یې چې په وینا یې د ټپي مشروعیت سره د متنازعو انتخاباتو په پایله کې واک اخلي په هېڅ صورت به هېواد له بحران نه راونه‌ایستلی شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې اندېښنه ښودلې د دوو انتخاباتي ډلو ترمنځ اختلافات داسې مهال اوج ته رسېدلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې خپل اوج ته رسېدلي او ویل کېږي چې په راتلونکو څو ورځو کې د سولې هوکړه لاسلیک شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، که چېرې د انتخاباتي ډلو ترمنځ اختلاف زیات شي او ستونزه له سوله‌ییزې لارې حل نه‌شي دا به د سولې په خبرو اترو هم خپل سیوری وغوړوي او حکومت به رامنځته شوی فرصت له لاسه ورکړي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، د افغانستان اوسني وضعیت ته په پام سیاسي ډلې باید دغه حساس وضعیت درک کړي او داسې کار ونه‌کړي چې افغانستان خپلې تېرې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي او ترورېستان د افغانستان په برخلیک حاکمیت وکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په ولسمشریزو ټاکنو کې د افغان ولس د سترې بریا مبارکي ورکړې او لیکلي، په دې سره د ټاکنو اوږده او جنجالي لړۍ په بري سره پای ته ورسېده؟

وړاندې راغلي، اوس نو ولسمشر محمد اشرف غني ته په‌کار ده چې د ولس او نړیوالې ټولنې له دغه ملاتړه په مننې سره ټولې کړې ژمنې عملي کړي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، د ملت او نړېوالې ټولنې غوښتنه هم همدغه ده چې نور د واک پر سر له چاسره سیاسي معامله ونه‌کړي.

په سرمقاله کې په نورو ټاکنیزو ډلو هم غږ شوی چې د ملت دغه انتخاب او رایو ته درناوی وکړي او په سړه سینه خپله ماتې ومني.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG