د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱
محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله.
محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله.

غني ګټونکی اعلان شو، عبدالله جلا حکومت جوړوي

دغه کمېسیون له نږدې پنځه میاشتو وروسته د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹» په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

دغه کمېسیون له نږدې پنځه میاشتو وروسته د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹» په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل: "محمد اشرف غني ۵۰،۶۴ سلنه رایې ترلاسه کړي او د افغانستان د راتلونکي جمهور رئیس په توګه اعلان شو."

د مېرمن نورستانۍ په خبره عبدالله عبدالله د ۳۹،۵۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو دوهم او ګلبدین حکمتیار د ۳،۸۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په درېیم ځای کې راغلي دي.

۲۰:۳۷ ۲۹.۱۱.۱۳۹۸

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله:

له قانون سره په مغایرت کې پرېکړې وشوې، اعلان شوې پایلې غیر قانوني بولو.

۲۰:۰۴ ۲۹.۱۱.۱۳۹۸

افغان ولسمشر محمد اشرف غني:

زموږ ټیم د پرېکړې ټیم دی نه د وېش.

۲۰:۰۰ ۲۹.۱۱.۱۳۹۸

افغان ولسمشر محمد اشرف غني:

نن جمهوریت بریالی شو، ولسواکي بریالۍ شوه. هغه توطئې مو چې ویل کېدل ټاکنې نه‌کېږي، شنډې کړې.

۱۹:۵۶ ۲۹.۱۱.۱۳۹۸

افغان ولسمشر محمد اشرف غني:

موږ تلپاتې سوله غواړو او زموږ ټیم به افغانستان ته سوله راوړي. له طالبانو غواړو راشئ او په انتخاباتو کې ګډون وکړئ.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG