د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د "پي ټي ایم" غړي به د نيول کېدو له خطره څنګه ځانونه ساتي؟


په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ثنا اعجاز
په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې ثنا اعجاز

په پاکستان او د افغانستان په ګڼو ښارونو کې زرګونه کسانو پرون د پښتون ژغورنې غورځنګ يا (PTM) په ملاتړ لاريون وکړ.

دوى د پاکستان د امنيتي ادارو له‌خوا د دغه غورځنګ د مشر منظور پشتين پر نيول کېدو اعتراض وکړ.

منظور پشتين چې په قبايلي سيمو کې يې د پاکستان د پوځ پر پوځي عملياتو انتقاد کړى، د دوشنبې پر سهار د پېښور په تهکال سيمه کې ونيول شو.

د پاکستان يوې محکمې د پشتين د خوشې کېدو لپاره د ضمانت غوښتنه رد کړه.

صالح محمد صالح د پښتون ژغورنې غورځنګ له يوې مخکښې غړې ثنا اعجاز سره مرکه کړې ده.

په پيل کې يې ورڅخه پوښتنه کړې چې دوى به د نيول کېدو له خطر څخه ځانونه څنګه ساتي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:48 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG