د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲
کابل کې د چاودنې یو انځور
کابل کې د چاودنې یو انځور

د کابل شش درک سیمه کې موټر بم چاودنې ۱۰ تنه وژلي او ۴۲ تنه ټپیان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، نن شااوخوا ۱۰:۱۰ دقیقې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې مربوطاتو د شش درک سیمه کې چاودنه شوې ده.

په کابل کې د یوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، نن شااوخوا ۱۰:۱۰ دقیقې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې مربوطاتو د شش درک سیمه کې چاودنه شوې ده.

د نوعیت په اړه به‌یې نور جزئیات وروسته وړاندې شي.

۱۰:۴۰ ۱۵.۶.۱۳۹۸

د کابل ښار په ځان وژونکې حمله کې لس کسان مړه او ۴۲ ټپیان شول.

کابل ښار د پنجشنبې په ورځ له غرمې مخکې د ۱۰بجو او لسو دقیقو موټربم چاودنې سخت ولړزاوه.

دغه حمله د نهمې امنیتي حوزي اړوند د شش درک په سیمه کې د مایکروریانو پر واټ د ملي امنیت د تالاشۍ پوستې ته څېرمه وشوه.

عیني شاهدان وايي، له حملې وروسته د سیمې خلک ترهیدلي وو.

د دول له ډلې یوه عیني شاهد ازادي راډيو ته وویل: زه له حادثې کابو سل متره لېرې وم، په کار بوخت وم چې چاودنه وشوه، اور او لمبې خورې شوې، خلک هرې خوا ته پراته وو.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس او د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکلاس کې، دغه حمله غندلې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر غني له قوله په یوې اعلامېې کې لیکلي چې سوله به له طالبانو سره چې اوس هم زموږ د بېګناه خلکو له وژلو لاس نه اخلي، ډېره ستونزمنه وي.

اعلامیې ویلي چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو کړنو ته په کتو وپوهېږي چې له څه ډول جنایتکارې او سړي وژونکي ډلې سره د معاملې په حال کې ده.

بل خوا اجرائیه ریاست د عبدالله عبدالله له قوله لیکلي چې طالبان په کابل کې د حملو د زیاتولو له لارې غواړي چې د سولې په مذاکراتو کې امتیاز واخلي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه حمله کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۴۲ ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي: په دغه ترورېستي حمله کې چې د یوه تونس موټر په ذریعه د مکروریانو په عمومي جاده کې عبدالحق څلورلاري ته نږدې وشوه، ۱۰ ملکي کسان په کې وژل شوي او ۴۲ ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي

د ناټو غوڅ ماموریت وايي، په دغه حمله کې د دوی دوه کسان چې یو یې د امریکا او بل یې د رومانیې تبعه وو، هم وژل شوي دي.

د دغې حملې مسؤلیت طالبانو منلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله توېټرپاڼه کې لیکلي چې د دغې ځان وژونکې حملې هدف د بهرنیو ځواکونو د وسایطو کاروان و.

په ټولنیزو شبکو کې چې د پټو کمرو په ذریعه کوم تصویرونه اخیستل شوي، ښيي چې یو ټونس موټر په عمومي جاده کې موانع ورانوي او د ملي امنیت د تالاشۍ په ځای کې نه ودرېږي او ځان وژونکی چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه حمله کې د ملکي کسانو څه باندې لس موټر ویجاړ شوي دي.

په تېرو څلورو ورځو کې دا دوهمه حمله ده.

د دوشنبې په شپه د نهمې حوزې اړوند د قابل بای په سیمه کې موټربم حملې ۱۶ کسان ووژل او ۱۱۹ یې ټپیان کړل.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG