د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳
د ولسمشرۍ د ۱۸ نوماندانو فهرست
د ولسمشرۍ د ۱۸ نوماندانو فهرست

د ولسمشرۍ د نوماندانو د انتخاباتي کمپاین پيل

له انتخاباتي مهالوېش سره سم نن یکشنبه د جمهوري ریاست د ۱۸ کاندیدانو ترمنځ انتخاباتي سیالۍ پيل شوې او ۶۰ ورځې به دوام وکړي.

له انتخاباتي مهالوېش سره سم نن یکشنبه د جمهوري ریاست د ۱۸ کاندیدانو ترمنځ انتخاباتي سیالۍ پيل شوې او ۶۰ ورځې به دوام وکړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون د جمهوري ریاست لپاره پر کاندیدانو غږ وکړ چې د انتخاباتي مبارزو د مصارفو د لایحې او له اصولو سره سم عمل وکړي.

جمهوري ریاست ته د ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي یووالي حکومت د اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله په ګډون اتلس تنه کاندیدان دي.

دغه‌راز د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د جمهوري ریاست ټولو کاندیدانو ته خبرداری ورکړی چې که خپلې پانګې ثبت نه‌کړي او د کمپاینونو په اړه په خپل وخت کمېسیون ته راپور ورنه‌کړي، له نغذي جریمې سربېره ممکن له انتخاباتو حذف شي.

۱۸:۲۰ ۶.۵.۱۳۹۸

ولسمشر او اجرائیه رئیس خپلو پلویانو ته د تېرو ژمنو په بیا ځلې ویلو سره خپل کمپاینونه پیل کړل، دواړو طرفونو هغه ژمنې تازه کړې چې پنځه کاله وړاندې یې خپلو پلویانو ته کړې وې.

د ملي یووالي حکومت مشرانو د تېرو انتخاباتي کمپاینونو پر مهال له ولس سره ژمنې کړې وې چې که بریالي شي، په ټول هېواد کې به یو میلیون کاري فرصتونه رامنځته کړي.

ولسمشر غني د خپل سر په بیه د سولې خبرو ته چمتووالی ښودلی و او همدارانګه د هېواد په کچه د امنیت ټینګښت، د انتخاباتي نظام سمون، د ارګ او منبر ترمنځ د واټن راکمول یې نورې مهمې ژمنې وې، خو نه یوازې دا چې یادې ژمنې عملي شوې نه دي، د کندز او غزني په شمول یو شمېر ولایتونه سقوط شول او انتخاباتي بهیر لا هم له ننګونو سره مخ دی.

محمد اشرف غني د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو په لومړۍ ورځ خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل: راشئ! که په پاکه رأیه مو وګټله، موږ به درته مبارکي درکړو، خو موږ باورمند یوو چې په پاکه رأیه یې ګټو، نو بیا کوڅو ته مه وځئ او د امتیاز غوښتنه مه کوئ، د دې لپاره چې دولت ساز ټیم چاته امتیاز نه ورکوي.

ښاغلي غني د حکومت په لومړیو ورځو کې د اداري فساد پر وړاندې د پرېکنده مبارزې او د کابل بانک د ۲۵۰ میلیونو ډالرو راګرځولو ژمنې هم کړې وې.

نوموړي په تېرو کمپاینونو کې ویلي وو چې دوه کاله وروسته به افغانستان د برېښنا له واردوونکي هېواده په صادروونکي هېواد بدل کړي، خو په عملي کولو کې یې پاتې راغلی.

هم مهاله د حکومت برحاله اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله هم په همدې ورځ خپلو پلویانو ته وویل: د خپلو ملګرو منت مې په ځان ومانه، هغوی ته مې ځان ملامت کړ، خو هغه څه چې موږ یې دې مسؤلیت ته اړ ایستو، هغه د خلکو ستونزې، د افغانانو بېوزلي او په افغانستان کې بې ثباتي وه چې دا ځل به ورته د پای ټکی کېږدو.

عبدالله عبدالله په تېرو ټاکنو کې هم له خپلو پلویانو سره ژمنې کړې وې چې جمهوري نظام به صدارتي نظام اړوي، هغه همداراز ویلي چې په ټاکنیز نظام کې به ژور اصلاحات رامنځته کوي چې برعکس یوه ژمنه یې هم پوره نه کړه.

په ورته وخت کې افغان شنونکی استاد مسعود یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: خلک مجبور دي او بله چاره هم نه لري، په ورته وخت کې جمهوري ریاست ته ولاړ نوماندان هم د خلکو له دې مجبوریته استفاده کوي او په خپله ګټه یې کاروي.

د ملي یووالي حکومت د پنځه کلنې دورې پای او ورسره د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره کمپاینونه په داسې حال کې پیلېږي چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو برخلیک لاهم ناڅرګند دی او له طالبانو سره د سولې په خبرو کې هم د پام وړ پرمختګ نه دی تر سترګو شوی.

راپور: خاطر پردېس

XS
SM
MD
LG