د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱
د کابل پوهنتون جنوبي دروازې ته څېرمه د چاودنې د ځای یو انځور
د کابل پوهنتون جنوبي دروازې ته څېرمه د چاودنې د ځای یو انځور

د کابل پوهنتون دروازې ته څېرمه چاودنه شوې

نن جمعه سهار شااوخوا اووه نیمې د کابل پوهنتون جنوبي دروازې ته څېرمه چاودنه شوې ده.

د کابل پوهنتون جنوبي دروازې ته څېرمه چادونې ۸ کسان وژلي او ۳۳ نور یې ټپيان کړي دي.

که څه هم امنیتي چارواکي د چادونې په اړه کره معلومات نه ورکوي، خو د عامې روغتیا وزارت وايي چې په پېښه کې مرګ ژوبله اوښتې.

دغه وزارت ویاند وحید مایار په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د پېښې له ځایه ۸ جسدونه او ۳۳ ټپيان د کابل روغتونونو ته ور وړل شوي دي.

ښاغلي مایار ازادي راډيو ته وویل چې د ځینو ټپیان حالت نازک دی.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چې نن د جمعې په ورځ د کابل په پوهنتون کې د حقوقي ستاژ د ازموینې ورځ وه.

د دغه وزارت ویاند فیصل امین له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ونه ویل چې وژل شوي او ټپيان د حقوقي ستاژ محصلین دي او که عام خلک.

ده وویل: په کابل پوهنتون کې د حقوقي ستاژ ازموینه وه، په کال کې یو ځل دغه ازموینه اخیستل کېږي، دغه چاودنه د پوهنتون په جنوبي دروازه کې شوې ده.

دا په دې وروستیو کلونو کې لومړی ځل دی چې کابل پوهنتون ته څېرمه داسې پېښه کېږي.

د کابل امنیتي چارواکي د پېښې تلفات کم ښيي.

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي چې په ډېر احتمال چې د حملې هدف د کابل پوهنتون نه و.

ده وویل: په زیات احتمال د حملې هدف دا ځای نه و، دغه موضوع زمو تر تعقیب لاندې وه، خو دلته یې چادونه کړې، څېړنې روانې دي، وروسته به معلومه شي چې هدف څه و.

ښاغلی فرامرز وايي چې په وژل شویو کسانو کې یو د ټرافیکو پولیس او نور عام خلک شامل دي.

تر دې دمه د دې چادونې مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

خو له دې وړاندې وسله والو طالبانو څو ځله په قاضیانو او څارنوالانو بېلابېلې حملې کړې چې مرګ ژوبلې یې هم اړولې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر ماښام د کندهار په امنیې قوماندانۍ په موټربم چاودنه او وروسته د وسله والو په حمله کې ۱۲ کسان ووژل شول او شااوخوا ۹۰ نور ټپیان شول.

د نوموړې پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی.

راپور: رحمت الله افغان

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار ازادي راډیو ته وايي چې د کابل پوهنتون دروازې ته څېرمه د نن سهار له چاودنې تر اوسه ۶ مړي او ۲۷ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ښاغلی مایار زیاتوي چې د یو شمېر ټپیانو وضعیت نازک دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار ازادي راډیو ته وايي چې د کابل پوهنتون دروازې ته څېرمه د نن سهار له چاودنې تر اوسه دوه مړي او ۱۰ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

امنیتي چارواکو تر اوسه د چاودنې د نوعیت په اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG