د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

تایلېنډ کې به د موی ټای افغان لوبغاړي د سرو زرو مډال خپل کړي؟


ارشیف، د موی ټای لوبغاړي
ارشیف، د موی ټای لوبغاړي

د افغانستان د موی ټای لوبډله، د موی ټای په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په هدف نن د پنجشنبې په ورځ ټایلینډ ته لاړه.

د افغانستان د بدني روزنې ویاند عارف پیمان ازادي راډیو ته وویل، په‌دغه لوبډله کې نهه هلکان او دوه نجونې ورزشکارانې شاملې دي.

د پیمان په خبره دغه سیالۍ د ۱۰۷ هېوادونو ترمنځ سبا د جمعې په ورځ پیلېږي.

ده هیله وښوده چې افغان ورزشکاران په‌دغو سیالیو کې ښه وځلېږي.

د افغانستان د موی ټای لوبډله په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له دغو سیالیو نه د بُرونز مډال خپل کړی و.

XS
SM
MD
LG