د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۱

نیویارک ټایمز: طالبان په افغانستان کې څه غواړي؟


نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې چې طالبان په افغانستان کې څه غواړي، یو مطلب خپور کړی.

ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې طالبان او امریکايي ډیپلوماتان د شنبې په ورځ د سولې د خبرو د نوي پړاو لپاره په قطر کې راټولېږي، دواړه لوري له یوبل څخه هیلي لري.

ورځپاڼه د افغان او لوېدیځو چارواکو له قوله لیکي چې وايي، که طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته لېوالتیا وښيي، نو په خبرو کې ګډونوال امریکايي ډیپلوماتان هم ښايي لېوال وي چې دا ځل خپل وروستی چانس وازمایي او هغه دا چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو یو موقت مهالوېش وروښيي.

نیویارک ټایمز لیکي، طالبان تراوسه هم رسماً ډاډه نه دي چې په سیاسي پروسه کې د ګډون په صورت کې دوی څه ډول حکومت په پام کې لري، خو په هغه اساسي قانون کې چې دې ډلې د خپلې واکمنۍ پرمهال د هغه مسوده برابره کړې وه، په دې اړه چې دوی قدرت او حکومت ته په کوم نظر ګوري، ځینې نښې نښانې شته.

دا اساسي قانون هېڅ کله تصویب نشو ځکه چې د دوی رژیم د امریکا د یرغل په نتیجه کې وپرځېد.

نیویارک ټایمز چې د دې ۱۴ مخیزې مسودې یوه کاپي یې ترلاسه کړې ده، لیکي چې په دې سند کې نه یوازې د پېچلتیا نښې نښانې لیدل کېږي، بلکې د ښځو د تعلیم، قضا او د اقلیتونو پر وړاندې د زغم په مسایلو کې په دې تحریک کې د متناقضو نظریو یو تصویر وړاندې کوي.

نیویارک ټایمز د مثال په توګه د نجونو تعلیم یادوي او لیکي چې حتی هغه مهال چې طالبانو پر ټول افغانستان تقریباً بشپړ واک چلاوه، بیا یې هم په تحریک کې دننه د ژور تناقض له کبله دا او دې ته ورته نور مسایل له پامه غورځولې وو، څو د دې ډلې د ځواکمنو غړو او پوځي قوماندانانو له مخالفت سره مخامخ نه شي.

ډيپلومات:

د امریکا چاپ ډيپلومات خپرونې پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني د سفر په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی او لیکي، دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ له یو څو کلن ځنډ وروسته د سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکارۍ د پراخولو په مقصد یو بل ګام و.

خپرونه د ۲۰۱۴ کال په نوامبر میاشت کې پاکستان ته د ښاغلي غني د لومړي سفر په اړه لیکي چې هغه سفر له هیلو سره سره د کوم عمده پرمختګ باعث نه شو او په نتیجه کې یې ولسمشر غني له پاکستانه د لاس اخیستو تګلاره غوره کړه او له همغه مهاله یې پاکستان ته د سفر پرله پسې څو بلنې له پامه وغورځولې.

ډیپلومات لیکي، ولسمشر غني چې په تېره اپرېل میاشت کې په مشورتي لویه جرګه کې هم غوښتنه ترې وشوه، وروسته له پنځو کلونو یوځل بیا یوه بله هڅه هم وکړه.

خپرونه زیاتوي چې ولسمشر اشرف غني له نویو امېدونو خو له محتاطانه خوشبینۍ سره پاکستان ته تللی، محتاطانه ځکه چې د افغانستان له ټولو پخوانیو حکومتونو سره د پاکستان چلند او د افغانستان د دولت د کمزوري کولو په مقصد د دې هېواد اهداف واضح دي.

XS
SM
MD
LG