په بامیان ولایت کې ښځې او نر د رایو ورکولو صندوقونو ته ورغلل او او خپلې د خوښې کاندید ته یې رایه ورکړه.
د ازادي راډیو خبریال عباس نادري یو ددغه مرکزونو ته تللی او دا ویډیويي راپور یې برابر کړی دی.
ویډیو ایډیټ: تمیم اخګر
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون څخه غوښتې چې د رای ورکولو تړلې مرکزونه ژر تر ژره د خلکو لپاره پرانیزي.
تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وویل هغه مرکزونه چې نن تر یوې بجې تړلي پاته شوي، سبا یکشنبه به د رای ورکوونکو لپاره پرانیستې وي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون څخه په یوه اعلامیه کې د دغه کمېسیون د مشرې سیما سمر په حواله ویل شوي چې وایي، سره له دې چې د انتخاباتو نننی بهیر د ګڼو تخنیکي او امنیتي ستونزو سره مخامخ دی، خو د خلکو پراخ ګډون د ستاینې وړ دی.
په اعلامیې کې د نورو تخنیکي ستونزو تر څنګ د رای ورکوونکو له ګوتو څخه د مخصوص رنګ پاکېدلو ته هم اشاره شوې ده او وایي چې په ځینو مواردو کې لیدل شوي چې دغه رنګ په آسانۍ سره پاکېدای شي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دغه راز له امنیتي ارګانونو هم غوښتي چې د خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره لا جدي کار وکړي.
د دې کمېسیون ۲۷۵ تنه څارونکي په ۲۲ ولایتونو کې د دې بهیر څارنه کوي.
کندهار هغه ولایت دی چې د دغه ولایت د امنیه قوماندان جنرال رازق د وژل کېدو له امله پهکې ټاکنې یوه اوونۍ وځنډېدې.
د دغه ولایت ډېری اوسېدونکو د ازادي راډیو له خبریال صادق رښتیني سره په خبرو کې د راتلونکې اوونۍ د ټاکنو لپاره چمتووالی وښود.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وایي، سبا یکشنبه به هم په افغانستان کې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره کلک امنیتي تدابیر دوام ولري.
ویس احمد برمک له آزادي راډیو سره په مرکه کې دا خبره وکړه:
"امنیتي تدابیر به په همدې کچه او همدې ډول ادامه ولري او ترهغو چې وروستی د رایو صندوق مرکز ته نه وي رسېدلی، امنیتي تدابیر به همداسي دوام ولري."
ښاغلي برمک زیاته کړه د رایو ډېری مرکزونه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لخوا د تخنیکي ستونزو له کبله تړلي پاته شول، خو امنیتي ستونزې د دې کار لامل نه دي شوي.
د کورنیو چارو وزیر یو ځل بیا خلکو ته ډاډ ورکړ چې د رای ورکولو تر وروستۍ شېبې پورې به یې امنیت ټینګ وي.