د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

په بلخ کې د ازادي راډیو خبریال مجیب حبیب زی وايي، په انتخاباتو کې د مېرمنو او نارینه وو ګډون د پام وړ دی

ویډیو ایډیټ: ابراهیم صافی

په بلخ کې ښځینو او نارینو په انتخاباتو کې برخه واخیسته
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:47 0:00

په خوست کې د ولسي جرګې لپاره په ټاکنو کې د خلکو ونډه ډېره ده.

نن د شنبې په ورځ د افغانستان د نورو ۳۲ ولایتونو په شان د خوست اوسېدونکي هم د ټاکنو د وخت له پیلېدو مخکې د رای اچونو مرکزونو ته ورغلل، تر څو خپلې رایې د خوښې وړ نوماندانو ته وکاروي.

که څه هم په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د رای اچونې ډېری مرکزونه په خپل وخت پرانیستل شول، خو د بایو میټریک کولو ورو بهیر او د رای ورکوونکو په لیستونو کې په ځنډ د نومونو پیدا کول هغه ستونزې دي چې خلک اړ دي، تر څو د رایې استعمال ته یو څه وخت منتظر پاتې شي.

دوی غوښتنه کوي چې د رای اچونې وخت دې د مازدیګر لخوا دوه ساعته نور هم وغځول شي.

د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي چې د خوست ښار په مرکزي جامع جومات د رای اچونې مرکز کې خپله رایه وکاروله، ازادي راډیو ته وویل چې په یاد ولایت کې په ټاکلي وخت د رای اچونې بهیر پیل شوی او خلک خپلې رايې کاروي.

دی زیاتوي، ولایتي ادارې د رای اچونې ټول محلونه پرانیستي خو دوی په ځینو سیمو کې امنیتي تهدیدونه نه ردوي.

د خوست والي په یاد ولایت کې امنیت نسبتاً ښه وباله او پر خلکو غږ وکړ چې په پراخه کچه را ووځي او په ټاکنو کې برخه واخلي.

د خوست په رای اچونو مرکزونو کې ځینې تخنیکي ستونزې موجودې دي چې رای اچونکي ورڅخه شکایت لري.

دوی وايي، د ټاکنو د کمېسیون کارکوونکي د بایومیټریک له ماشینونو سره ښه نه دي بلد او د یو کس په بایو میټریک ډېر وخت تېرېږي.

د تریزیو ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي مختارالدین جلالزي د ټلیفون په لیکه وویل چې هلته زرګونو کسانو نوم لیکنه کړې، خو کمېسیون ورته یوازې د رای اچونې یو مرکز پرانیستی دی.

د مرکزونو ناوخته پرانیستل او د بایومیټریک د ماشینونو سم او چټک کار نه کول هغه ستونزې دي، چې د اسماعیل خېلو او مندوزیو، تڼیو، شمل او په خپله په مرکز کې یو شمېر رای ورکوونکو راسره شریکې کړې.

قومي مشر حاجي غنچه ګل وايي چې له یوې خوا د رای اچونې مرکزونه په ځنډ پرانیستل شول او بل لوري ته د تخنیکي ستونزو له کبله خلک نشي کولی، ژر-ژر رای استعمال کړي.

ده غوښتنه وکړه چې د رای اچونې وخت دې له ۴ بجو وروسته دوه ساعته نوره هم وغځېږي.

د مرکز اوسېدونکی شفیق الله وايي چې دا خلک د شته ستونزو سره-سره د دې لپاره راټول شوي چې داسو خلکو ته رای ورکړي چې هېواد او ولس ته ژمنتیا ولري.

دیني عالم مولوي محمدعارف عرفان هم له خلکو وغوښتل چې خپلې رای وکاروي، ځکه د دې هېواد د جوړولو یوازینۍ لاره رڼې ټاکنې دي.

ده زیاته کړه، خلک باید هغو نوماندانو ته رایه ورکړي چې ولس، خاورې او د هېواد نورو سپیڅلتیاوو ته ژمنتیا ولري.

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال اخترمحمد نورزوی وايي چې د ټاکنو د بهیر لپاره د یاد ولایت ټولو امنیتي او پوځي ادارو په ګډه امنیتي تدابیر نیولي او تر اوسه په مرکز او ولسوالیو کې داسې پيښه نه لري چې د رای اچونې د مرکزونو د تړل کېدو لامل شي.

د خوست امنیه قوماندان په یو شمېر سیمو کې امنیتي ګواښونه او ستونزې مني، خو وايي چې امنیتي ادارې د امکان تر بریده د پيښو سیمو ته ځانونه رسوي.

د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د رای ورکولو مرکزونه نه دي پرانیستل شوي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستي وي.

خو د آزادي راډیو او ځینو انتخاباتي څارونو د راپورونو له مخې په ځینو سیمو کې لا تر اوسه چې د غرمې دولس بجې دې مرکزونه نه دي پرانیستل شوي.

په ځینو سیمو کې چې مرکزونه پکې پرانیستل شوي د بې نظمیو راپورونه ورکړل شوي دي لکه د بایومتریک سیسټم کار نه کول، د رای پاڼو کموالی او په لستونو کې د رای ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ذبیح الله سادات د یادو ستونزو په اړه آزادي راډیو ته وویل:

"موږ دا ستونزې منو، واقعاً موږ ورسره مخامخ شوي یو، بایومتریک یوه نوې پدیده ده اوموږ یې نوې تجربه کوو، هرڅه چې نوې وي حتماً ستونزې خو مهمه دا ده چې موږ ښه نتیجه ولرو."

په دغو انتخاباتو کې د ګډون لپاره نژدې ۹ میلیونه کسانو خپل نومونه لیکلي دي.

په کندز کې د انتخاباتو روان بهیر د سیمې خبریال اجمل څارلی او دا انځوریز راپور یې برابر کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG