د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

د خوست چارواکي وايي چې نن په یاد ولایت کې د رای اچونې ټول ۱۸۶ مرکزونه
د رای اچونکو پر مخ خلاص دي.

دوی وايي، ځینې ستونزې شته، خو د امنیتي ګواښونو له کبله هېڅ د رای اچونې
مرکز نه دی تړلی.

په خوست ښار کې د رای اچونو مرکزونو ته زرګونه خلک وروان دي، د رای اچونې
په مرکزونو کې له دې کبله د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې چې د تخنیکي ستونزو له
کبله رایې ژر-ژر نه شي استعمالولی.

د خوست ښار د یعقوبیو اډې جومات ته سهار وختي د سلګونو کسانو اوږد کتار
جوړی شوی وو.

د ټاکنو د کمېسیون او د څار د یو شمېر ادارو سربیره په خپله نوماندانو په
مرکز او ټولو ولسوالیو کې زرګونه کسان ناظرین ګمارلي، تر څو د درغلیو مخه
ونیول شي.

رای اچونکي وايي، د ټاکنو کمېسیون لخوا ګمارل شوي کسان بایوميټریک سره ښه
نه دي بلد، ځینې مرکزونه ناوخته پرانیستل شول، خلک غوښتنه کوي چې د
ټاکنو بهیر له ټاکلي وخت دوه ساعته زیات نور هم وغځېږي.

د ننګرهار د ټاکنیز بهير ناضرين وايي، که موجوده تخنيکي ستونزې حل نشي زیات شمېر خلک به له رای اچونې محروم پاتې شي.

په ننګرهار کې د پارلماني ټاکنو ګډونوال د ټاکنو لپاره د نیول شویو امنيتي تدابیرو خوښ دي، خو په ټاکنیز بهير کې ځينې جدي تخنيکي ستونزې یادوي چې په خبره يې که په وخت ورته رسېدنه ونشي نو د په زیات شمېر کسان به له ټاکنو بې برخې پاتې شي.

د ننګرهار په اکثرو حوزو کې کسان له سټېکرو سره ولاړ دي، خو د رایه اچوونکو لېستونه یا بل محل سره تغیر شوي او یا هم نه دي رسېدلي.

د همدې ستونزې له امله زیات شمېر خلک د رای اچونې پرته خپلو کورو ته ستانه شول.

ناضرین وايي لومړی د دې ستونزې مخه باید ونيول شي او دارنګه په ځينو سیمو کې چې دا ستونزه موجوده وه هلته دې د رای اچونې موده تر یوه ساعته نوره هم وغځوي.

دارنګه په ځينو ښځينه محلونو کې د ټاپې نه موجودیت دی.

د جلال اباد ښآر د لومړۍ ناحيې امير شهيد بڼ حوزه کې ناضرین شکایت کوي چې رایه اچونه په دې محل کې کېږي خو د ټاپې لپاره ورقې د سراج المارت بڼ حوزې ته وړل کېږي.

د امنیت په برخه کې خلک له امنيتي تدابيرو او په پراخه کچه د ناضرینو موجودیت نه خوښ دي او په خبره يې خلک په ډاډه زړه د رای اچونې مرکزونو ته روان دي.

د ازادي راډیو خبریال همایون هېواد د کابل له کارتې نو څخه وايي، د کارته نو د رحمان مېنې د نجونو سايټ تر اوسه تړلى دى.

د هلمند چارواکي ډاډ ورکوي چې د رأی اچوونې د ټولو مرکزونو امنیت به خوندي وي.

د لښکرګاه اوسېدونکي د حکومت او د ټاکنو د کمېسیون نه غوښتنه کوي چې په ټاکنو کې د کېدونکو درغلیو عادلانه څېړنه دې وشي او هېڅ چاته باید اجازه ورنه کول شي چې د خلکو د رأیو سره خیانت وشي.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د رأی اچوونې مرکزونو ته تللی دی چې راپور یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:25 0:00

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG